د اعتکاف اړوند مسائل

١- نارينه وو ته له جومات پرته په بل ځای کې اعتکاف روا نه دی:

الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَ أَنْتُمْ عٰکِفُوْنَ فِي الْمَسٰجِدِ‏﴾ (البقرة: ۱۸۷)
ژباړه: کله چې تاسو جوماتو کې څېله وئ.

او په مساجدو کې د اعتکاف لپاره لومړنی غوره جومات مسجد حرام دی، دوهم مسجد نبوي او دريم مسجد اقصی دی او له دې پرته نور ټول جوماتونه په ثواب کې يو ډول دي. البته جامع جومات د کلي له جومات نه ډېر ثواب لري.

٢- په کوم جومات کې چې لمونځ په جمعه کيږي او امام او مؤذن ولري هلته اعتکاف صحيح دی، د اعتکاف لپاره د جُمعې لمونځ شرط نه دی. (۱)

۳- مېرمنې په کور کې اعتکاف کولای شي .‌ (۲)

که له ټول کلي څخه يو تن هم اعتکاف ته کښې نه ناست، نو د سنت د پرېښوولو له امله د ټولو کليوالو غاړه بنده ده. (۳)

۴- بايد جوماتونه ښه ودان وي ترڅو د اعتکاف په لړ کې معتکف ته کومه ستونزه پېښه نشي او که بيا هم کوم مسجد ونړيږي يا د باران له امله وڅڅېږي او د معتکف د اوسېدو ځای نه وي؛ نو د عذر له امله معتکف بل جومات ته تللای شي.  (۴)

۵- معتکف کولای شي د انساني ضرورت له پاره جومات څخه ووځي او پر لاره کولای شي خلکو ته سلام وکړي، له مېلمنو سره ستړي مشي وکړي، د ناروغ پوښتنه وکړي او په جنازه کې ګډون وکړي؛ خو دا ټولې خبرې هغه وخت سهي دي چې له جومات نه په همدې نيت نه وي راوتلی، دا به پر روانه کوي او ورته دريږي دې نه، له دې پرته معتکف بايد له هر ډول ناوړه خبرو او خندا څخه ځان وساتي.  (۵)

۶- كه په جومات کې اوبه نه وي او نه هم بل څوک وي چې معتکف ته د اوداسه له پاره اوبه راوړي؛ نو معتکف کولای شي د اوداسه لپاره کورته ولاړ شي او له اودس کولو سمدستي وروسته له کوم ځنډ پرته بېرته جومات ته راشي؛ خو دا حکم د واجب اوداسه لپاره دی، نه د نفلي اودس لپاره. (۶)

۷- په اعتکاف کې بېخي چوپ کېدل اړين نه دي؛ بلکې مکروه دي، نېکي خبرې کول غوره دي.

۸- په اعتکاف کې ځانګړی عبادت شرط نه دی، لمونځ، تلاوت، او يا د ديني کتابونو کتنه او يايې چې هر عبادت زړه وغواړي، کولای شي.

۹- که يو معتکف بې ضرورته د لږ وخت لپاره هم له جومات څخه ووت، اعتکاف يې ماتيږي، که قصدا وتلی وي او که په هېره سره، د دې اعتکاف قضا به راوړي.

۱۰- که د رمضان په وروستيو لسو ورځو کې اعتکاف کوي؛ نو ښايي د شلمې ورځې له لمر پرېوتلو وړاندې مسجد ته ولاړ شي. او چې د اختر مياشت وليدل شي، بيا به اعتکاف پای ته رسوي.  (۷)


۱- الدر المختار ، ۳/۴۹۳
۲- الدر المختار ، ۳/۴۹۴
۳- جامع الرموز ، ۱/۳۷۶
۴- الفتاوی العالمګیریة‌‌ ۱/۲۳۴
۵- البحر الرائق ، ۲/۵۲۹.
۶- مجمع الانهر ، ۱/۲۵۶
۷- جواهر الفقه للشیخ المفتي محمد شفیع رح، ۳/۵۲۳

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب