د اعتکاف په اړه معلومات

اعتکاف څه ته وایی؟

چی په یو مسجد کی د عبادت په نیت کښیناستل دېته اعتکاف وایی

او همدارنګه په اعتکاف کی دغه شر طونه ضروری ديلومړئ ؟ اعتکاف کونکئ به مسلمان وی په کافر باندې اعتکاف نشته

دوهم ؟عاقل به وی په لیونی باندی اعتکاف نشته خو بالغ کیدل پکی شرط نه دی یعنی یو ماشوم کولای شی چی اعتکاف وکړی

دریم ؟ پاک به وی یعنی په حیض کی به نه وی په نفاس کی به نه وی بی غسله به نه وی بیا اعتکاف کولای شی

څلورم ؟ داعتکاف دپاره به نیت تړی که یی داعتکاف دپاره نیت ونه تړلو بیا اعتکاف نه کیږی

پنځم ؟ په داسی جماعت کی به اعتکاف کوی چی په هغه جمات کی پنځه وخته په جمعه لمونځ کیږی

ردالمختار ص ۴۴۳

اعتکاف په څو ډوله دی؟

واجب اعتکاف ؟

واجب هغه اعتکاف ته ویل کیږی چی سړئ پر ځان باندی یو شئ نذر کړی که څه هم دغه نذر پر یوه شرط باندی موقوف وی مثلا که زما دغه فلانئ کار وشو نو زه به دومره ورځي اعتکاف کوم یا دغه نذر بی له شرطه وی مثلا یو څوک ووایی چی زه به دموره ورځي اعتکاف کوم خو دا یادونه ضروری ده چی دنذر اعتکاف هله پر سړی وا جب ده چی په خوله سره ووایی تلفظ په وکړی چی مثلا که زما دغه کار وشو زه به اعتکاف کوم که یی په زړه کی داعتکاف هوډ وکړو نه وا جبیږی

سنت ؟ سنت اعتکاف درمضان المبارک دمیاشتی دآخری عشری یعنی دروژی دمیاشتی آخری لس ورځی اعتکاف کول سنت موکده علی الکفایه دئ یعنی که له یو کلی ځخه یو سړئ دغه دروژی اخری لس ورځی اعتکاف وکړی نو دکلی نور خلګ په ثواب کی ور سره شا مل دي

ا وله دې دوو قسمونو ځخه علاوه چی کوم اعتکاف کیږی هغه ته بیا مستحب اعتکاف کول کیږی

ردالمختار ص ۴۴۱

په واجب اعتکاف کی روژه نیول واجب دی لیکن دا ضروری نه ده چی خاص د اعتکاف دپاره دا روژه ونیسی مثلا نذر یی پر ځان ومنلو چی پدې رمضان کی به ټوله میاشت په اعتکاف کی کښینم نو ددې اعتکاف دپاره د رمضان روژی هم کافی دي لیکن که د رمضان روژي یی ونیولي خو دغه واجب اعتکاف یی ونه کړو

نو اوس دا ضروری ده چی یوه میاشت پر لپسی روژي ونیسی او لدې روژو سره سره په اعتکاف کی هم کښینی او که په یی پدې کار کی تاخیر وکړو او بل رمضان راغلو نو ددی رمضان روژي د هغه اعتکاف لپاره چی پر ځان یی نذر کړئ وو کافی نه دي

ردالمختار ص ۴۴۳

وَاللهُ اَعلَم بِالصوَاب

محمدعلی عمری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب