د افغانستان د خپلواکۍ ورځ‌

د زمري 28 د هیواد د خپلواکۍ ورځ

ګرانو هیوادوالومونږاوتاسی دخپلواکی دورځی د لمانځلوپه درشل کی یاستو او دهیواد په ټولو ولایتونو کی ټول ورونه میلیتونه اومیشت ورونه قومونه په خورا درنښت ،افغانی جذبه اوملی احساس سره ددی شانداره او با ارزښته تاریخی ورځی ( ازادی او خپلواکی ) دلمانځلو تیاری او بندوبست کی مصروفه دی او مونږ یی ددوی دغه ریښتنی ملی احساسات او جذبات په ټولنیزو شبکو کی ګورو خصوصآځوان نسل تر ټول فعال او بیداردی ، مګر ددی ترڅنګ معلوم الحاله کړی او څیری ددوی د جذباتو خلاف اوازونه اوچت کړی کله د ازادی سالار عازی امان الله خان توهین او دهغه ستر شان ته تخقیرکوی او همدارنګه د اجنبیانو اوبهرنیانو په لمسون غواړی زمونږ دسترملت او ځوان نسل جذبات او احساسات مجروع کړی او دازادی دورځی دلمانځلو سره مخالفت ښایی .دلته غواړم دوی ته زمونږ دازادی تاریخ ، دازادی او خپلواکی ارزښت په هکله معلومات شریک کړو ترڅودوی دخلکواو هیواد په وړاندی احساس د مسولیت وکړی .
زمونږ ګران وطن او هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ اوزوړ تمدن لری په کال ۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه درانی ترمشرۍ لاندی د معاصر دولت په تاسیس سره ، سیاسی – ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ او په ډیره لنډه موده کی یی یوه ستره امپراطوری جوړه کړه خو دغې امپراطوری ډیر دوام ونه کړ، دکورنیو اوبهرنیو تضادونو ، کړکیچونو دپردیو یرغلونو اوپه دی خاوره باندې د تسلط لپاره د «سترو لوبو » په دوران کې، داستعماری ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړه په ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده د افغانستان پاچا غازي امان الله خان دبریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله او دیولوی او شاندار جشن په ترڅ کی چی دزاړه کابل دزرافشان قصر (دزرنګار پارک) کی جوړه شوی وو د شاه امان الله خان د لاسلیک اوتوشیح پروخت اعلان شو او دنړیوالو لخوا افغانستان د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو. غازی امان الله خان په خلکوغږوکړو جی 28 داسد د ملی خپلواکي اوازادی دورځی په نوم ولمانځی دغازی امان الله خان دغه ستری کارنامه افغانستان ته په خپل مهم جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت کې لانورهم سیاسي او اقتصادي اعتبار ورپه برخه کړو.
غازی امان الله خان چی یو متمدن، باتدبیر په وطن او خلکو مین او ترقی پسند شخصیت و دهیواد پرمختګ او ابادی یی ستر ارمان او شعار وو چی دامانی دوره اصلاحات او ریفورمونه یی ژوندی مثالونه دی .د افغانستان لپاره د غازي امان الله خدمتونه په ځانګړې توګه د دیموکراسي او دهیواد دپرمختګ په برخه کې د قدروړدي چې باید وساتل شي.

خپلواکي (ازادی )څه ته وایي؟

خپلواکي : هغه حالت ته وايي په کوم کې چې يو ولس، هېواد یا دولت په خپله خاوره کې بشپړ واک او اختيار ولري.
خپلواكي يو عمل پخپله خوښه، پرته د بل چا له لاسوهنې ترسره کولو ته وايي او یا په بل عبارت په خپله اراده د یوه کار تر سره کولو ته خپلواکي وايي.
خپلواکي کلمه له دو کلمو څخه اخیستل شويده یو خپل او بل واک دي یو عالم وایي ” یو فرد تر هغه خپلواک دي چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نور خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي”. خپلواکي یوه تعریف شوي کلیمه ده، دولت د خلکو د استازي په توګه د دوي د خپلواکي ساتنې دنده په غاړه لري.
خپلواکي (ازادي) انسان ته خدای ” ج ” وکړی حق دی هر انسان ازاد پیدا شوی یو انسان تر هغه پورې ازاد دی چې ترڅو د نورو خلکو ازادي او حقوق تر پښو لاندي نه کړي یا داسې کوم عمل تر سره نه کړی چې په ترسره کولو سره خپله خپلواکي تري واخیستل شي. (ژباړه : عزت الله عمران لمړیتوب ویب پاڼه)
یو ساده تعریف
خپلواکي دهغو پریکړو د عملي کولو امکان دی ، چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده ترسره کوي .
که یو فرد هره پریکړه عملي کړای شي اوهیڅ بل فرد، جوړښت یا سازمان یې کړنې ، وینا او فکر محدود نه شي کړای ، دې ته مطلقه خپلو اکي وايي .
خو انسان ټولنیز موجود دی ، او نه شي کړای مطلقه خپلواکي ولري ، ځکه مطلقه ازادي د ( بل) یا ټولنې دخپلواکۍ پولې ورماتوي ، ځکه نو دافرادو اوټولنو دازادۍ حدود دقوانینو په وسیله ټاکل کیږي ، نو
نو …
فردي ازادي ګانې هغه دي ، چې قوانین يې دبشري حقونو دنړیوالې اعلامیې پر بنسټ ټاکي :
دبیان ، اقتصادي فعالیت ، مذهب ، مېشتیدا، سیاست …. ازادۍ

سیاسي استقلال

دملي حاکمیت اعمال سیاسي خپلواکي او دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتي خپلواکي ده .
دادواړه داقتصادي خپلواکۍ تراغیز لاندې دي .
د اقتصاد دنړیوال منطق پر بنسټ اقتصادي اړیکي له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دی ، دا هیڅکله د اقتصادي خپلواکۍ د له منځه تللو په مانا نه ده .
اقتصادي خپلواکۍ له سرچینو څخه دکاراخیستنې اراده او توان دی . استثمار – استعمار ( ښکیلاک ) زبیښاک ( نوی ښکیلاک ، نوی زبېښاک ) . (استاذ عبدالغفور لیوال تاند ویپاڼه)
څرنګه چی د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ثابته کړې ده چې هیڅکله دپردیو سلطه نه مني، او دسر په بیه خپلواکي ترلاسه کوي او هم یی ساتنه کوی اوددغی ستری داعیه لپاره ّرډول قربانیوته خاضر دی. په نړۍ کې افغانان په خپلواکۍ ، میړانې او شجاعت مشهوردي، او تل یې پردیو دښمنانواو اجنبیانو ته په سرښیندنو په ناچیزه او محدوده امکاناتوحتی په تشولاسونو ، خو په افغانی جذبه او غیرت سره ماته ورکړې او د پردیو غلامي او واکمنی یی نده منلی. او دوی په تاریخ کی ثابته کړی چی ازادی پسنده او خپلواکه قوم دی. نېلسن منډېلا يوه ډېره درنه خبره کړې، “موږ نه بې ډوډۍ خپلواکي غواړو او نه بې خپلواکۍ ډوډۍ.” افغانان هم نه تش په نوم خپلواکی اونه هم بی واک خپلواکی غواړی افغانستان او افغانان یو مستقل هیواد او خپلواک اوامن دوست خلک دی او دوی به تل دا په وینو اوککریو ګټلی ازادی او خپلواکی ساتی پدی خاطر چی ازادی او خپل واکی هغه وخت ارزښت لری چی دفاع او ساتنه یی وشی. همدا راز تر خپلواکی ګټلو د خپلواکی ساتنه مهمه ده پدی خاطر چی سیاست پوهان او ټولنپوهان دی پایلی ته رسیدلی چی تر څو یوه ټولنه په مکمل ډول اقتصادي ازادی ونه لری ، دسیاسی ازادی څښتنان کیدلای نشی.
زه عزتمند جمهور ریس ښاغلی ډاکتر محمد اشرف غنی ته ،ټولو هیوادوالو او په هیواد کی میشتو ورونو فومونو اوولسونو ته د98 کلیزی، دخپلواکی اوازادی د ملی ورځی په ویاړ مبارکی وړاندی کوم همدارنګه دملی یووالی حکومت دمشرانو ، میشتوورونو قومونو ، سیاسی ګوندونو، دمدنی ټولنو فغالینو ، مخوروقومی او ملی شخصیتونونه غوښتنه کوم چی په یووالی او ورورولی سره په یو اتفاق دغه پرتمینه ورځ په شانداره او ملی احساساتو سره ولمانځی ترڅو د هیواد او زمونږ دخپلواکی اوازادی دښمنانو ته یوځل بیا ثابته کړو چی افغانان خپلواک ،ازاد امن دوست او امن پسند خللک دی .
نو د دې سترې او نیکمرغې ورځې په مناسبت یو ځل بیا ټولو ته دزړه له تله مبارکی وړاندی کوم او نیکمرغی موغواړم.
تل دی وی ازادی او خپلواکي د مستحکم ،سرلوړی او سمسوره افغانستان په هیله
 

اخذونه:
لراوبر ویبپانه
ټاند وبپاڼه
لومړیتوب ویبپاڼه
مشعل
یبپاڼه
ویکی پیډیا

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب