د افغانستان د مینرالونو کشف شوي زیرمې

په افغانستان زیرمې کومې دي؟

پدی کی هیڅ شک نشته چه زموږ ګران هیواد د مینرالو څخه یو غنی هیواد دی. پدی لړ کی روسی، اروپایی او امریکایی ځمکپوهانو د افغانستان د مینرالو د زیرمود موندلو لپاره څیړنی کړی دی. اوس خبره دلته ده چه ایا کوم مینرال او په کوم ځای کی موقعیت لری. نو همدی لپاره ګرانو هیوادوالو ته یو لست  په لاندی ډول وړاندی کوم.

د افغانستان منرالي زیرمې:

۱  عینک زیرمی لوګر:  کپر (مس)، کوبالت، سیلور(سپین زر)، مربل(مرمرینه ډبره)، کروماید، اسبیستس، تالک.

۲ د بدخشان زیرمی:  ګولد( طلا)، ایرن(اوسپنه)، سیلور(سبین زر)، کپر(مس)، یورانیم.

د بدخشان طلا تقریباً یو ټن یعنی ۹۵۸ کیلوګرامه ښودل شوی ده.

۳ بلخاب : کپر(مس)، لییډ(سرپ)، زنک(جست)، کؤل(ډبروسکاره).

۴ دایکندی: تین، تونګستین، لیتیم، کپر(مس)، لییډ(سرپ)، زینک(جست).

۵ دوسر شهیدا: کپر(مس)، تین، لییډ(سرپ)، زینک(جست)، تونګستین.

۶ حاجیګک: ایرن(چوند)، باریوم، ماربل(مرمرینه ډبره)، سنډستون، یورانیم، کپر(مس).

دغه زیرمه ۱.۷ بیلیونه میتریک ټنه ښودل شوی ده.

۷ کټواز: ګولد(طلا)، سیلور(سپین زر)، مرکری، تونګستین.

۸ کرناک خنجر: ګولد(طلا)، سیلور(سپین زر)، مرکری، ارسینیک، انتیمونی.

۹ ګوندلان: ګولد(طلا)، سیلور(سپین زر)، کپر(مس)، لییډ(سرپ)، مولیبډینم.

۱۰ نلبندان: لییډ(سرپ)، زینک(جست)، سیلور(سپین زر).

۱۱ تخاری شمالی: ګولډ(طلا).

۱۲ درهّ پنجشیر: : ایمیرلډ(زمرود)، ایرن(چوند)، سیلور(سپین زر)، لاپس لازولی(لاجورد).

۱۳ ‌تورملایان: تین، تونګستین، کپر(مس).

۱۴ زرکشان: ګولد(طلا)، سیلور(سپین زر)، لییډ(سرپ(، کپر(مس).

۱۵ بغلان: بوکساید، کلئ(یو قسم خاوره چه اجناس تری جوړیږی)، جیمپسم.

۱۶ باخود: فلوراید، زینک(جست)، لییډ(سرب)، سیلور(سپین زر)، انتیمونی، باریوم.

۱۷ دودکش پلخمری تنګی مرچ: کؤل(ډبرو سکاره)، لایمستون سیمینټ، دولامایت، بیډیډ سیلستاید، جیپسوم، کلئ(یو قسم خاوره چه اجناس تری جوړیږی).

۱۸ اچین غونډئ: میتاسوماتیک مګنیسایت-تالک، اولترامافیک اسبیستوس، مګنیسایت تالک، ګرافیک، کؤل(ډبرو سکاره)، ماربل(مرمرینه ډبره).

۱۹ خان نشین هلمند: یورانیم، لنتانیوم، سیریوم ، نیوډیمیوم، فاسفورس، باریوم، توریم، سترانتیم.

۲۰ کندوز: بیډیډ سولستاید، فاسفاید، آیل(پطرول)، ګاز.

پدی زیرمه کی یو ملیون متریک ټن سولستاید او په پریمانه اندازه تیل دلته ښودل شوی دی.

۲۱ هرات شمالی: ایرن(چوند)، باریوم، لایمستون، کلئ(یو قسم خاوره چه اجناس تری جوړیږی)، ماربل(مرمرینه ډبره).

۲۲ نورستان: پیګمتایتس، لنتانیوم، سیریوم ، نیوډیمیوم، لیتیم، تین، تنتالوم، نیوبیم، مایکا.

۲۳ هلمند جنوبی: تراورتاین، کپر(مس)، مولیپډینوم، ګولډ(طلا)

۲۴ تخار: سالټ(مالګه)، کلئ(یو قسم خاوره چه اجناس تری جوړیږی)، سنډسټون، سیلیکا، ګاز، آیل(پطرول)، کؤل(ډبروسکاره)

دغه پورتنی زیرمی هغه زیرمی دی چه تر اوسه پوری د څمکپوهانو پواسطه زمونږ په ګران هیواد کی کشف شوی دی.

سره لدی چه زمونږ ټاټوبی ډیری غنی زیرمی لری مګر متاًسفانه ددی هیواد اولادونه په غربت کی لالهانده ګرڅی.

د محترم ولسمشر نه دا خواهش دی چه د یو څو پلونو، پولچکو، اوموسمی سړکانو(چه په یو موسم کی جوړ سی تر بل موسمه نه رسی)په جوړولو افغانان مه تیرباسئ او اصلی بیارغونی ته اولیت ورکړئ چه ډیره عمده برخه یی د افغانستان زیرمی دی چه ددوی په استخراج باید کار وشی چه تر څو افغانستان د اقتصاد په ډګر کی په خپلو پښو ودریږی او په لکهاوو ګرانو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شی.

موږ څومره طلایی چانس درلود او هم لا لرو یی چه د نړئ د شتمنو هیوادو توجو افغانستان ته ده او د همدغی موقعی نه په استفادی سره مو د نړیوالو په همکارئ او په اذاد رقابت سره باید د زیرمو استخراج مزایدی ته وړاندی کړی وای او دغه پروسه مو په چټکتیا پر مخ بوولی وای. دا هغه وخت کیدای شی چه کار اهل کار ته وسپارل شی او دبیا رغونی کارونه پرایریتایز (حق اولیت) شی.

د ټول افغانستان د پروژو د نظارت او تطبیق لپاره دی باید مستقله اداره جوړه شی، د پروژو د پر مخ وړلو لپاره د باید د کاری کارپوهانو ټیمونه جوړ شی تر څو پروژی په منظم ډول پلان او تطبیق شی.

د پروژو د تطبیق لپاره د باید کارپوهه ټیمونه جوړ شی چه تر څو د ټولو پروژو نظارت مطابق د شرایطو د قرارداد وکړای شی. او د پروژو کیفیت کنترول کړای شی. که داسی نه وی نو دا موسمی پروژی چه په اصلی ستندرد نه تطبیقیږی د افغانستان په درد نه خوړل کیږی او هسی د بلیونو ډالرو ظایع ده او بس.

د ولسی جرګی له اعضاو څخه خواهش دی چه په دولت فشار راولی تر څو د پورتنیو زیرمو په استخراج کی عاجل اقدام وکړی او د ولسی جرګی د کانو او صنایعو مربوطه کمیټه باید د کانو او صنایعو وزارت څخه د منرالونو د زیرمو د استخراج کلنی پلان ترلاسه کړی. و من الله توفیق

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب