د افغانستان په خپلواکۍ او دفاع کې د ديني عالمانو تاريخي رول

ليکنه : ارواښاد محمد حسين مستسعد

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی رئيس

د افغانستان مېړني او غيور ولس هر وخت او په هره مرحله کې د هېواد د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکړې او په هرځل يې، زموږ پر پاکه او اسلامي خاوره تېری کوونکي، له افغانستانه شړلي او د دې دفاع او مېړانې هرې مرحلې ته يې غزا او جهاد ويلی، په همدې نامه يې قربانۍ ورکړي دي، څرنګه چې جهاد د اسلام په سپېڅلي دين کې ډېر ستر عبادت دی؛ نو د معمول له مخې هر وخت د عبادتونو په برخه کې علماوو زموږ لارښوونه او رهبري کړې ده؛ د جهادونو او ياغزاګانو په برخه کې هم هر وخت علماوو د دې غيور او مېړني ملت رهبري او لارښوونه کړې ده .

تاريخ شاهد دی، هره جګړه چې علماوو يې سرپرستي او لارښوونه نه ده کړې، کومې ښې او ګټورې نتيجې ته نه ده رسېدلي، بلکې په بدبختيو او ظلم پای ته رسېدلې.

له بده مرغه زموږ معاصر تاريخ داسې ليکل شوی، چې يا خو يې د وخت د حاکمانو د خوښۍ په خاطر او يا يې د خپلو شخصي افکارو پر بنسټ په ډېره بې انصافۍ زموږ د تاريخ ډېرو قهرمانانو ته مناسب ځای نه دی ورکړی او په ډېره ناځوانۍ يې سترګې پرې پټي کړې دي، دا ظلم په زياته پيمانه زموږ د هېواد دعلماوو او ديني مشرانو په برخه کې ترسره شوی دی، ډېره د خواشينۍ خبره خو لا دا ده، چې زموږ د هېواد له قلمه پاتې خلکو خپلې ټولې خاطرې له ځان سره وړي او زموږ ليکوالې طبقې په داسې وخت کې قلم پورته کړ، چې هغوی ته د مأخذ لپاره يوازې خارجي منابع په لاس ورغلل، چې اکثره زموږ د دين او وطن د دښمنانو لخوا ليکل شوي وو، دوی يې هم په پټو سترګو تقليد وکړ، يوه لويه غميزه لا دا رامنځ ته شوه، چې په دا وروستيو څلورو لسيزو کې زموږ زيات شمېر تاريخ ليکونکو خپل تاريخونه د کمونيزم د تاريخ ليکنې په عينکو کې وليکل او د کمونستانو هغه تيوري يې چې د ولسونو د مفاخرو او قهرمانانو د له منځه وړلو په برخه کې يې لرله عملي کړه، خو د رسول کريم صلی االه عليه وسلم د دې وينا په بناء چې فرمايې : من لم يشکرالناس لم يشکرالله. چا چې د انسانانو شکر ادا نه کړ، هغه د خدای جل جلاله شکر نه دی اداء کړی.

موږ بايد د يو شمېر هغو تاريخ ليکونکو مننه وکړو، چې په زړه يې زور کړی او يا يې د ملي احساس له مخي يوشمېر حقايق رابرسېره کړي دي.

له محمد شهاب الدين غوري (رحمه الله) نه بيا د احمدشاه بابا تر لويې امپراطورۍ پوري، علماء زموږ د مېړني ولس په مخکې روان او د جهاد بيرغونه په لاس د هند لويې وچې او شاوخوا سيمو ته ورغلي او بيا يې هلته د اسلام سپيڅلي دين ته دعوت او تبليغ کړی. هند ته منسوب لوی مشاهير لکه خواجه معين الدين چشتي اجميري رحمه الله، مجددالف ثاني قدس روحه، علي هجويري (رحمه الله) او په سلګونو نور مشاهير د همدې خاورې بچيان دي او يوازې معين الدين چشتي اجميري (رحمه الله) په خپل لاس (۹) نهه ميلونه خلک داسلام مقدس دين ته داخل کړي، همداسې زموږ نور علماء په زرهاوو داسې کارنامې لري، چې تر اوسه اسلامي نړۍ ورباندې وياړي. په معاصر افغانستان کې زموږ د علماوو زياتې کارنامې تاريخونو ثبت کړې دي.

زموږ ملي مشران لکه ميرويس نيکه، احمد شاه بابا او نورو مشاهيرو يو کارهم د علماوو د فتوی او مشورې پرته نه دی کړی، همدا وجه ده چې دغه دواړه مشران زموږ په تاريخ او خلکو کې د خپلو ښو کارنامو په وجه ستر ځای لري. کله چې د احمد شاه بابا د لمسيانو او کړوسيانو د اختلافاتو او وروسته د بارکزو سردارانو د بې اتفاقۍ په سبب د افغانانو د واکمنۍ ساحه راکمه شوه او په عين وخت کې انګلېسي استعمار اوتزاري روسيې د افغانستان خواته چې اوس نو کمزوری او د داخلي اختلافاتو او باچاګړديو په وجه يې خپل مرکزيت له لاسه ورکړی و، د هوس سترګې غړول شروع کړل، په هغه وخت کې هم زموږ علماوو او مشاهيرو د انګرېزانو د نفوذ د مخنيوي لپاره زموږ غيرتي او مجاهد اولس رابيداراوه.

له انګرېزانو سره د افغانانو په لومړني جهاد کې زيات شمېر علماوو او طالبانو له ملي مجاهدينو سره يوځای د انګرېزانو په مقابل کې خپلې سينې سپر کړې او انګرېزي لښکرو ته يې زيات تاوانونه ورواړول، دغه راز د غازي عبدالله خان اڅکزي نائب امين الله خان لوګري، وزيرمحمد اکبرخان غازي په قيام کې له نورو ډېرو علماوو سره د ملامؤمن غلجي نوم هم زموږ په تاريخ کې په زړه پورې ځای لري، کله چې انګرېزانو امير يعقوب خان په خپله سلطه کې د افغانستان پر تخت موزون ونه باله؛ نو هغه يې تبعيد کړ، دغه وخت د امير يعقوب خان مور د امير شيرعلي خان مېرمنې او همدا راز د امير يعقوب خان مېرمنې زموږ د هېواد جيد عالم او مجاهد شخصيت ملا دين محمد اندړ ته چې په ملامشک عالم اندړ شهرت لري، ليک واستاوه او د امير يعقوب خان د شړلو او د انګرېزانو له خوا د قدرت نيولو شکايت يې ورته وکړ، ملاصاحب سمدستي د انګرېزانو پر وړاندې د مقاومت اعلان وکړ، غازي محمد جان خان وردګ، ملاعبدالغفور لنګري او نور په زرهاوو تنه علماء، طالبان او ملي مجاهدين د ده پر شاوخوا راټول شول او د ۱۲۹۷ هجری قمري کال د محرم الحرام په مياشت کې يې د جهاد اعلان وکړ، د يوې احصايې له مخې په دې غزا کې د مجاهدينو شمېر(۹) نهو زرو تنو ته رسېده او په کابل کې يې د نورو مجاهدينو په ملتيا د انګراېزانو پر ضد جهاد پيل کړ، وروسته چې انګريزانو ماتې وخوړه او امير عبدالرحمن خان يې پر خپل ځاي کېناوه، نو څرګنده خبره وه چې امير عبدالرحمن خان هم له انګرېزانو سره روابط لرل، د ملا صاحب مرحوم دا نه خوښېدل او د هغه مقابله يې شروع کړه، اميرعبدالرحمن خان ټول مجاهدين د انګرېزانو په اشاره بنديان کړل، خو ملا صاحب ته يې د هغه د نفوذ په وجه څه نه شو ويلای، ملا صاحب له دوو کلو کلک جهاد او مبارزې وروسته د ۱۳۰۳ هجري قمري کال د ربيع الاول په لسمه وفات شو.

د مرحوم دا تحريک د ده زوی ملا عبدالکريم اخندزاده رهبري کاوه او د اميرعبدالرحمن مخالفت ته يې ادامه ورکوله، همدا راز زموږ د هېواد په جهادي تاريخ کې د هډې ملاصاحب چې اصلي نوم يې نجم الدين اخندزاده و، ډېر شهرت لري، انګرېزان او اميرعبدالرحمن خان ډېر ترې وېرېدل، کله چې ملا عبدالکريم اخندزاده د اميرعبدالرحمن خان چې له انګريزانو سره يې نژدې اړيکې لرلې، پر ضد مبارزه سخته کړه او له نجم الدين اخندزاده څخه يې وغوښتل چې د خوست، مغل خېلو، باجوړ او د مومندو قبائل د جهاد لپاره د امير او انګريزانو پر ضد را پاڅوي، نو ملا صاحب په دې کار پيل وکړ، خو انګرېزانو مخکې له دې چې نوموړی مجاهدين سره راټول کړي، اميرعبدالرحمن خان ورباندې خبر کړ او په دې کې مشکلات رامنځ ته شول، انګرېزان او امير عبدالرحمن خان بيا هم سخت ورڅخه وېرېدل، ملا صاحب په قبايلو کې زيات نفوذ درلود او يو انګرېز مؤرخ ليکي: چې نجم الدين اخندزاده په خلکو کې زيات نفوذ لري او تر يولک زيات مريدان لري.

په دې لړ کې د افغانستان د جيدو علماوو او مشهورو مجاهدينو له جملې د موسهي فيض محمد اخندزاده صاحب (رحمه الله) هم زيات شهرت لري، فيض محمد اخندزاده د هډې د ملا صاحب په ملګرتيا ډېر جهادونه کړي او اميرشېرعلي خان به يې هر وخت د انګرېزانو پر ضد جهاد ته هڅاوه، هغه د جهاد په باره کې د «روضة المجاهدين» په نامه يو منظوم اثر هم لري، چې ډېر مشهور دی.

دغه راز د غازي محمد ايوب خان په لښکر کې هم ډېر علماء او طالبان شريک وو او د ميوند په غزا کې يې له هغه سره ګډون درلود، امير عبدالرحمن خان چې له انګرېزانو سره يې دوستي لرله، له غازي محمد ايوب خان سره د علماوو له ملګرتيا داسې سر ټکوي او په خپل تاريخ تاج التواريخ کې ليکي:«محمدايوب خان ادوات حربيه، لشکر واسلحه بيشتر ازمن نه داشت، برعلاوه ملاهای جاهل به مخالفت من اعلان جهاد داده بودند اينکار به جهت پيشرفت محمدايوب خان خيلي مساعد بود اينها ميگفتند من دوست انگليس ها هستم و حريف من غازي».

د علماوو له جملې څخه بل سترشخصيت، مشهور عالم او د انګرېزانو سخت دښمن د سوات «اخندصاحب»و، د نوموړي اصلي نوم عبدالغفور او په باباجي صاحب يې هم زيات شهرت درلود، اخندصاحب ډېر علماء او مجاهدين درلودل او مشهوره خليفه ګان يې د هډې ملانجم الدين اخندزاده صاحب، د مانکۍ ملاعبدالوهاب صاحب، د اورکزو ملاصاحب، ملاولي الله صاحب، د دير شاه بابا، د کربوغي ملاصاحب، د لوګر د موسهي اخندزاده صاحب، د تيرا د څيرې ملاصاحب، د محسودو ملاصاحب، د صوابۍ «سوتاملاصاحب» او نور زيات شمېر مريدان او خليفه ګان لرل، ويل کېږي چې اميرشيرعلي خان د جلال آباد حاکم له څو تنو سپرو سره سوات ته د اخوندصاحب د دعاء لپاره ولېږل او حاکم چې کله اخند صاحب ته د امير شيرعلي خان مدعا بيان کړه، چې هغه غواړي په خپله توره انګرېزان له ملکه وشړي، تاسو دوعا ورته وکړئ، اخندصاحب ورته وويل : هغه دانه غواړي چې انګرېزان وشړي ، بلکې هغه خو د انګرېزانو د خپلولو هڅې کوي، حاکم ورته ټينګ شو او ورته ويې ويل چې ترڅو د امير لپاره دوعا ونه کړې، زه ستاله درباره هيڅکله هم نه وزم ، اخند صاحب ورته وويل چې داډېره ښه ده چې تاسو له جهاد سره مينه لرئ، ولاړشه ! امير شيرعلي خان ته ووايه چې عبدالغفور يوازې د دعا فقير نه دی،  د جنګ په ميدان کې د خپلو وينو د تويېدو په رازهم ښه پوهيږي، که چېرې امير شېرعلي خان په خپله غوښتنه کې ريښتنی وي؛ نو پر پېښور دې حملې وکړي، زه به د ملاکنډ له لارې له خپلو مجاهدينو او طالبانو سره د جګړې ډګر ته حاضر شم، سوات صاحب د انګرېزانو سخت مخالف و، هغوي د انګرېزانو د مقابلې لپاره د سوات، بونېر، دير، باجوړ او نورو علاقو مشران علماء وروغوښتل او د يوې جرګې په أساس يې له هغو وغوښتل چې د انګرېزانو په مقابل کې د جهاد لپاره ملاوې وتړي، خپل مينځي نفاق وباسي او د انګرېزانو مقابلې ته تيار شي.

پرجرګې د سوات صاحب خبرو ډېر زيات تأثير وکړ او ټولو په يوه خوله سوات صاحب د شرعي امير په ډول ومانه، که څه هم په لومړي سر کې سوات صاحب امارت قبول نه کړ؛ خو وروسته يې ومانه او په سوات کې يې اسلامي شريعت اعلان کړ، د سوات صاحب عليه الرحمه تر ټولو مشهوره غزا د امبيلې جهاد دی، چې انګرېزانو ته يې سخت شکست ورکړ، انګرېز مؤرخ ډاکټر «ويليم هنټر» ليکې چې د امبيلې په جنګ کې د انګريزانو د ناکامۍ درې علتونه وو:

۱ – د  ټولو پښتنو قبائلو ټينګ اتحاد او يو والی.

۲ – په جګړه کې دسوات صاحب موجوديت.

۳ – د مسؤلو کسانو غياب.

د سوات اخند صاحب زموږ د هېواد د جيدو روحاني مبارزو او سياسي علماؤ له جملې څخه دی او د استعمار په مقابل کې نړيوال شهرت لري، زموږ د هېواد يو زيات شمېر نور علماء او طالبان هم د انګرېزانو په دښمنۍ او له هغوي سره د مقابلې نړيوال شهرت لري.

د هغوي له جملې څخه «ملاپيونده» (رحمه الله) دی ، نوموړي د محسودو په قوم کې زيات روحاني نفوذ درلود او د قوم هر لوی او واړه هغه ته احترام درلود، هغه له انګرېزانو سره سختې مقابلې او مبارزې کړي دي او تر ډېره وخته په قبائلي سيمو کې د انګرېزانو د اقتدار د مخنيوي په مبارزه کې بوخت و.

«باري فقير» هم د وزيرستان د سيمي يو روحاني او ملي مجاهد مشر و، هغه هم د سوات صاحب مريد او لومړی يې د هغه په مشرۍ له انګريزانو سره مقابلې کولې او بيا وروسته په خپله د يوه جهادي قايد په صفت په مبارزه بوخت و، نوموړی په ۱۲۱۳هجري قمري کال کې د انګرېزانو له خوا شهيد شو او په سپين وام کې خاورو ته وسپارل شو، ويل کيږي چې د ځنکدن پر وخت يې وويل چې د لوی خداي جل جلاله شکر دی چې زما غوندي فقير په لاس يې هم دري دېرش (۳۳) انګرېز افسران ووژل.

«مولانا ګلاب الدين» چې د وزيرو د ملا صاحب په نامه يې زيات شهرت درلود، ډېر متقي او مجاهد سړی و، نوموړي خپل ټول طالبان او متعلقين د انګريزانو پر ضد د جهاد لپاره را وپارول او په اخر کې د انګريزانو له خوا په شهادت ورسېد.

«مولانا حمدالله» هم يو ډېر جيد عالم او سترمبارز و، هغه د مولانا ګلاب الدين له شهادت وروسته د وزيرو د مجاهدينو مشري په غاړه لرله او د خپلو شاګردانو “ملا ارکړ” او کاکا صاحب په ملتيا يې ډېرې غزاګانې کړي دي.

«کاکا صاحب» شهيد د وزيرستان له ملي او تکړه مجاهدينو څخه و، ډېر طالبان او مريدان يې لرل، د واڼه او ډېره اسماعيل خان په منځ کې چې کوم جنګونه ترسره شوي، په ټولو کې يې ګډون درلود، دی د واڼه په تعرض کې چې اته ورځې يې دوام درلود سخت ټپي شو او له څو ورځو وروسته د ۱۲۱۲ هجري قمري کال د جمادي الاول په مياشت کې په شهادت ورسېد.

په دې لړ کې د «اکاخېلو ملا صاحب» هم ډېر شهرت لري او زياتې غزاګانې يې کړي دي، همدا راز «ملا حاجي محمد» (وزير) يو ډېر تکړه عالم او زړور شخصيت و، زياتې مبارزې يې کړي دي، د ده دوه وروڼه ملا محمد سلام، ملاګل سلام دواړه د انګرېزانو له خوا په شهادت ورسېدل. د محسودو او وزيرو په ټولو جهادو کې ګډون لاره او په پای کې په شهادت ورسېد. “سنداکې بابا” هم زموږ د ډېرو جيدو اوتکړه علماوو له جملې څخه دی.

سنداکې بابا صاحب د چکيسيو د منطقې اوسېدونکی و، د انګرېزانو په مقابل کې يې د هغې سيمې له خلکو يوه لويه جرګه جوړه کړه او خپل طالبان مريدان او نور ملي خلک يې جهاد ته تيار کړل، نوموړي د هند د آزادي غوښتونکې ستر او مشهور عالم او مجاهد (شيخ الهند) مولانا «محمودالحسن» ديوبندي سره هم نژدې تعلقات لرل. همدا راز يې د طرابلس په جهاد کې د شيخ «السنوسي» په ملتيا ډېرې غزاګانې کړي. نوموړي په باجوړ کې د انګرېزانو خلاف سخته مبارزه وکړه، دی دانګرېزانو پر ضد د جوړ شوي نهضت “جمعيت الاحرار” مخکښ غړی هم و.

جمعيت الاحرار :

د «ترنګزو حاجي صاحب» د بابړي ملا صاحب، د الينګار فقيرصاحب، سيد معروف خان پاچا، د کېندري حکيم صاحب، مولوي صاحب فضل الدين (کابلي ملا صاحب) او نورو زيات شمېر مجاهدينو د «جمعيت الاحرار» په نامه يو منظم تنظيم درلود، چې د انګرېزانو پر ضد يې د آزادۍ لپاره هراړخيزه مبارزه کوله.

د «بابړي ملا صاحب» چې اصلي نوم يې «سيد امير» و، جيد عالم او د هډې د نجم الدين اخندزاده صاحب خليفه و، ډېر جهادونه يې کړي، د ده مشهوره غزا د سکو دېرې ده چې ټول انګرېزان يې په هيبت کې اچولي وو.

مولوي صاحب «ميراجان» (کاکاخېل) هم يو جيد عالم او تکړه مجاهد و، نوموړی نړيوال شهرت لري، په اسټراليا کې يې ژوند کاوه او هلته يې د انګرېزانو خلاف منظم فعاليت درلود، د انګرېزانو خلاف د سياسي فعاليت لپاره امريکا، جاپان او نورو هېوادو ته تللی دی، انګرېزان ورنه ډېر په تشويش کې وو، د انګرېزانو خلاف له نړيوال تبليغاتي کمپاين نه وروسته بالاخره د عملي جهاد لپاره تيرا ته راغی او عملي جهاد يې پيل کړ، ډېرې بريالۍ جګړې وکړې، خو په آخر کې د ځينې بې وفا ملګرو له خوا د يوې توطيې په ترڅ کې انګرېزانو ته په لاس ورکړل شو او بيا يې د مرګ اوژوندهيڅ درک معلوم نه شو.

«مولانا سيف الرحمن» يو بل ډېر جيد او مشهور عالم و، کله چې نوموړی په هند کې د فتح پوري د مدرسې مهتمم و د انګرېزانو پر ضد يې، مبارزه پيل کړه، په اصل کې د افغانستان و او د طالب په صفت هندوستان ته تللی و، د مولانا رشيد احمد ګنګوهي شاګرد او په سياسي مبارزه کې د شيخ الهند مولانا محمود الحسن نژدې ملګری و، چې د هغه له خوا يې په افغانستان کې د حکومت توجه د انګرېزانو مخالفت ته را واړوله.

دی په هند کې د انګرېزانو له خوا تر فشار لاندې راوستل شو او وروسته د سوات بونېر او باجوړ له لارې افغانستان ته راغی او دلته يې د انګرېزانو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړه.

زموږ د علماوو يوه بله مشهوره استعمار ضد څېره «ملا حاجي فضل واحد» (رحمه الله) دی چې د ترنګزو په حاجي مشهور دی او د انګرېزانو په مقابل کې د خپلې مبارزې په وجه نړيوال شهرت لري، نوموړی د «ابوبکر اخندزاده» صاحب شاګرد او د هډې د ملا صاحب خليفه و، د ترنګزو حاجي صاحب د ملکنډ په غزا کې ګډون درلود او په (۱۹۰۱ميلادي) کې د نجم الدين اخندزاده صاحب (عليه الرحمة) د خلف په صفت د مجاهدينو مشر وټاکل شو، نوموړی د افغانستان د استقلال په جهاد کې د مومندو د قوم په مشرۍ پر ډکه حمله وکړه، همدا راز يې په ملکنډ کې له انګرېزانو سره سخت جنګونه وکړل  او د انګرېزانو ټول پلټن (پوځي واحد) يې ورتباه کړ او بالاخره يې انګرېزان سولې ته مجبوره کړل، نوموړي د هند د آزادۍ د غورځنګ له مشر شيخ الهند محمودالحسن (رحمه الله) سره ټينګ ارتباط درلود او د هغه په لارښوونه يې ډېره مبارزه وکړه. همدا راز يې د خپل يو منظم پروګرام له مخې ډېرې ديني مدرسې هم جوړې کړې، چې خلک په دين پوه او د جهاد لپاره اماده شي. مشهورې مدرسې يې کډي، اتمانزو او د حمزه خان مدرسې دي چې ډېرو طالبانو استفاده ورڅخه کړې ده.

[irp][irp][irp]

«چکنور ملا صاحب» هم د افغانستان د ملي مجاهدينو له جملې څخه يوسترنوم دی، نوموړی د افغانستان په جهاد کې د ستر رول څښتن و او د استقلال په بېرته ګټلو کې يې مهم رول لوبولی، کله چې سپه سالار «صالح محمد خان» په ډکه کې ماتې وخوړه او ننګرهار د سقوط له خطرسره مخ شو، د نورو ډېرو علماوو او ملي مجاهدينو په شمول چکنور ملاصاحب د ملي دفاع لپاره ولس په خپل عالمانه قيادت کې راپورته کړ او د جلال آباد ښار يې له سقوطه وژغوره.

دغه راز يو شمېر نور علماء چې ډېر مشهور دي او ډېرې مبارزې يې کړي دي، لکه مولوي فضل ربي، مولانا فضل محمود مخفي، مولانا منصور انصاري، قاضي صاحب هيبت شاه، الينګار فقيرصاحب، ايپي فقيرصاحب، لنډورو پير صاحب، مولوي عبدالخليل او نورو په زرهاوو علماء چې په ملي کيسو کې يې اوس هم خلک يادوي او آثار ترې پاتې دي، د افغانستان د استقلال او في الجمله له انګرېزانو سره د جهاد په وجه د يادونې وړ دي، د دې علماوو آثار اوس هم ډېرځايونه شته لکه په کندهار کې د «شهيدانو چوک». په دغه چوک دشهيدانو په وياړ اوس هم يومنار شته، د دغو شهيدانو اکثريت د مدرسو او مسجدو طالبان وو، چې په تشو لاسو يې د انګرېزانو په قواوو حمله وکړه او په هم هغه ځای کې شهيدان او ښخ شوي دي او اوس يې پر ځای منار ولاړ دی او دا چوک هم ځکه د شهيدانو پر چوک نومول شوی.

د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د غزا په درې واړو محاذونو کې د علماوو ونډه:

لکه مخکې چې مو په اجمالي توګه د انګرېزانو پر ضد د علماوو مبارزې او مجاهدې په لنډ ډول وړاندې کړې، اوس ضروري ګڼم چې د خپلواکۍ په اخيستلو يا د افغانانو او انګرېزانو د درېيمې جګړې حالات او په هغه کې د علماوو ونډه، د هغوی حسن تدبير او د ملت په راپاڅولو کې د هغوی رول تر خپله وسه په تفصيل سره وړاندې کړم.کله چې امان الله خان د خپل پلار له مړينې وروسته د پاچاهۍ اعلان وکړ او د کابل د شوربازار د حضرت صاحب «نورالمشايخ» فضل عمر مجددي قدس الله سره له خوا د کابل د عيدګاه په مسجد کې هغه ته د پاچاهي پګړۍ ور په سر کړل شوه؛ نو په هم هغه ورځ او هغه ميدان کې يې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ، څرنګه چې پخوا د هغه د نيکه او پلار په وخت کې افغانستان په خارجي سياست کې خپلواکي نه لرله او د انګليسانو تر نفوذ لاندې يې يوازې داخلي خودمختاري لرله، امان الله خان دا جرئت وکړ، چې د افغانستان خپلواکي او استقلال يې اعلان کړ، په دې اعلان کې دی يوازې نه و، بلکې په دې کې د ده تر شا علماء، روحانيون، ملي مشران او بالاخره ټول غيور ملت ولاړ وو، بالمقابل انګرېزانو د افغانستان استقلال او نوی حکومت په رسميت نه پېژانده او په اصطلاح د جنګ خاشه يې واخيسته، غوښتل يې چې په افغانستان حمله وکړي او د افغانستان د خپلواکۍ اعلان او غوښتنه رد کړي، په همدې خاطر د افغانستان د دفاع لپاره له دوو خواوو څخه د سپه سالار «محمد نادر شاه» د جنوبي افغانستان لپاره او سپه سالار “صالح محمد خان” د ختيځ محاذ يعنې جلال آباد او د خيبر د دفاع لپاره وټاکل شول، د کندهار په محاذ کې د سپين بولدک پر قلعه جديد باندې انګرېزانو خپله حمله د چمن له لوري وکړه او پخوا له دې چې په کندهار کې مجاهدين سره منظم شي د سپين بولدک قلعه(کلا) يې د مجاهدينو له زيات مقاومته وروسته ونيوله، خو هلته هم مجاهدينو زيات مقاومت وکړ او قربانۍ يې ورکړې، د کندهار په محاذ کې وروسته يوه لويه قوه تياره شوه او له بېلابېلو سيمو څخه د علماوو په دعوت او د جهاد په مينه ډېر خلک او مجاهدين سره يوځای شول، د کندهار د سلګونو علماوو له جملې څخه د ارغنداب محمد رسول اخندزاده صاحب، محمد حسن اخندزاده صاحب او عبدالحميد اخندزاده صاحب ډېر مشهور دي، دغو علماوو د خپل علمي او روحاني نفوذ په وجه زيات شمېر طالبان مريدان او نور متعلقين د جهاد لپاره اماده کړل او په زرهاوو تنه قوه يې تياره کړه، د دې قوې دومره تاثير و، چې انګرېزان په چمن او کوټه کې هم په تشويش کې شول، خو د امان الله خان د متارکې او له انګريزانو سره د سولې په وجه دا قوه معطله سوه او جنګ يې ونه کړ، د جنوبي سيمو خوست او پکتيا د محاذ لپاره چې کله امان الله خان سپه سالار محمد نادر شاه خان ته قومانده وسپارله؛ نو هغه په   خپله له خپل ځان سره د کابل د شوربازار حضرت صاحب (شمس المشائخ) فضل محمد مجددي قدس سره او نورالمشائخ فضل عمر مجددي قدس سره وغوښتل او امان الله خان ته يې وويل چې: “بکمال ذوق ومحبت حاضرم که برای خدمت وطن خود درين موقع نازک علی الفور برای جهاد عازم سمت جنوبی شوم تنها اجازه می خواهيم که ارجمند شاه ولی خان رکاب باشی و شاه محمود خان و جناب حضرت صاحب شوربازار را با خود ببرم”. څرنګه چې حضرت صاحب نورالمشائخ رحمه الله او د هغه ورور شمس المشائخ رحمه الله په لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني او زابل کې زيات علاقه مندان او مريدان لرل په دې اساس نادر شاه د هېواد د استقلال لپاره د هغوی رول مهم وباله، جناب حضرت صاحب نورالمشائخ (رحمه الله) د انګرېزانو په مقابل کې د مبارزې نړيوال شهرت هم درلود، په دې اساس د مجاهدينو په دې لښکر کې حضرت صاحب د يوه مهم مشر په صفت ګډون وکړ او د دوی د ګډون او په بېلابېلو سيمو کې د جهاد د دعوت په وجه په زرهاوو کسان د دوی په لښکر کې ورګډ شول.

د روژې د مبارکې مياشتې په ۱۱مه نېټه دپکتيا د زرمت په سيمه کې د حضرت روحاني (رحمه الله) پر مزار په زرګونو مجاهدين راټول شوي وو، حضرت نورالمشائخ (رحمه الله) هغوی ته په خپله وينا کې د جهاد او غزا اهميت د وطن د استقلال ضرورت او د افغانستان تاريخ او سابقه داسي بيان کړه:«… برادران حقيقي و ديني خالق کون و مکان بنده ګان خاص خود راکه مسلمانان اند امر اکېد به جهاد ميفرمايد، و نيز غلظت درمقابل کفار و منافقين را به مسلمانان ارشاد مي فرمايد، و هم ولايت خاصه و عامه کفار را ازمسلمانان سلب نموده و مسلمانان را حر و صاحب اختيار تامه معرفي مينمايند، مملکت افغانستان از وقتيکه احمدشاه ابدالي سلطنت آنرا بر اصول دين اسلام نهاده غلامي راقبول نکرده.»

په يوه بله وينا کې يې چې د افغانستان د مخکنيو حکومتونو له نيمه غلامۍ څخه شکايت کاوه او د انګرېزانو سياسي تسلط يې غانده ، وفرمايل :«… ما اين قباها راکه بمقراض حرس و ظلم بر مابيچارګان مشرق زمين بخيال پوچ خود درلندن و درشهرهای ديګر نصرانيت بريده وساخته اند هيچ ګاهی بردوش نينداخته و نخواهيم  انداخت ، سبحان الله چه افتخار بزرګ است اګر شهيد شديم جنت الفردوس جای ما است و اګر زنده و مجاهد ماندم باعث سعادت دارين ما است، چنان سعادتی که قدسيان را بر آن غبطه آيد امروز ملت و عسکر پير و جوان شيخ و عالم دهقان و خان همه متفق الکلمه استيم و ميګوئيم که استقلال خود رابه فدا کردن نفس، مال، اولاد، عيال و احفاد بدست مي آوريم، فقير التجاء ميکنم که امروز تمام اقوام افغانستان نعره جهاد استقلال و اعلان جهاد را لبيک ګويد، از اقوام سليمان خيل به تعداد ششهزار جوان داخل ميدان جنګ شدند.»

څرنګه چې د حضراتو کرامو نفوذ زيات و؛ نو د هغو سيمو ټولو مسلمانانو، طالبانو او غيور ولس د هېواد دازادۍ لپاره ملاوې وتړلې او د دوی په حسن تدبير او د نادرشاه په اخلاص او له علماوو سره د مشورې په وجه د افغانستان دغه لښکر د انګرېزانو په زړونو کې رعب واچاوه او يو په بل پسې يې ماتې وخوړې، د محسودو  او وزيرو د قومونو مجاهدين اوعلماء هم ورسره يوځای شول، سپين وام ميران شاه او ټل يې فتح کړل، سره له دې چې انګرېزي قواوې ډېرې منظمې او منسجمې وي او زيات نظامي امکانات يې لرل، خو د افغانستان د مېړني ولس د مقابلې توان يې له لاسه ورکړ، که چېري امان الله خان له انګريزانو سره د متارکې اعلان نه وای کړی؛ نو په دې کې شک نه شته چې دا قواوې او لښکر به د پنجاب تر سرحده رسېدلې وای او د فغانستان لپاره به يې لويه سوبه ترلاسه کړې وای.

د جنوبي په محاذ کې د قربانيو په ورکولو سره نورالمشائخ  او شمس المشائخ ته دامان الله خان له خوا دنورالمشايخ اوشمس المشايخ القاب ورکړل شول او د هغوی مجاهدې او غزاګانې وستايل شوې، په دې غزا کې پر نورو زرهاوو علماوو سربېره د موسهي اخندزاده صاحب، مولانا حمدالله، احمد جان خان، قاضي صاحب عبدالرحمن پغمانی چې وروسته د امان الله له خوا په شهادت ورسېد، د اتمانزو ملاصاحب ملاعبدالرشيد شهيد رحمه الله چې وروسته يې د امان الله خان د اسلام ضد اساسنامو پر ضد له ملاعبدالله شهيد (رحمه الله) سره يوځای جهاد وکړ او شهيد شو، ملا عبدالحميد غزنوي صاحب، غلام رسول صاحب زاده صاحب او نورو مشهورو څېرو ګډون درلود.

د شرقي زون په محاذ کې د صالح محمد خان په مشرۍ عسکر واستول شول او صالح محمد خان ته يې امر وکړ چې د مولانا عبدالرزاق عليه الرحمه بې مشورې به هيڅ کار هم نه کوي، مولانا عبدالرزاق چې په مولانا عبدالرزاق اندړ ډېر مشهوردی، د افغانستان له جيدو علماوو څخه دی او د انګرېزانو په دښمنۍ کې نړيوال شهرت لري، په رياضياتو کې يې ستر نوم لاره، د مولانا رشيداحمد ګنګوهي شاګرد و او د هغه په لارښوونه او مشوره يې د انګرېزانو خلاف مبارزه پيل کړې وه، انګرېزي دائرة المعارف (هو از هو) د ده په هکله ليکې: چې نوموړی تکړه عالم د شاهي مدرسې مدرس او د انګرېزانو سخت مخالف و، ده به همېشه په آزادو قبايلو کې خپل فعاليت کاوه او ټولو قبايلو ده ته سخت احترام درلود.

امان الله خان هم د يوه مکتوب په ذريعه له مولانا صاحب څخه هيله وکړه، چې د قبايلو په تيارولو کې مرسته وکړي او د انګرېزانو خلاف جهاد پيل کړي، مولانا صاحب هم خپل فعاليت پيل کړ يو هيئت يې د دبر نواب اورنګزېب خان ته واستاوه، چې خپله په دې جهاد کې برخه واخلي، بل هيئت يې د مولانافضل محمود مخفي په مشرتابه سوات ته ولېږه چې د اخند صاحب د لمسي مياګل صاحب له خوا مجاهدين تيارشي، امب او دربند ته يې هم هيئت واستاوه، يو بل هيئت يې د بونېر او کوهستان سيمو ته ولېږه، دغه راز يې يو هيئت د باجوړ خان محمدجان خان ته ولېږلو. په خپله مولانا صاحب په آزاد قبايلو کې جرګه راوبلله، تر ټولو لويه جرګه يې د چارمنګ په سيمه کې چې د بابړي د ملا صاحب په نفوذ کې وه دايره کړه او علماء، سادات، مشايخ او قومي مشران په کې شريک وو، جرګې څو مادې په لاندي ډول تصويب کړې :

لومړۍ ماده: ترڅو ټول افغانستان له انګرېزي استعماره خپلواک شوی نه وي مبارزه او جهاد به نه پرېږدو.

دوهمه ماده: د هر کور له څلور نفرو به يو جهاد ته ځي او يوه مياشت وروسته به هغه تبادله کېږي او پرځای به يې بل نفر جهاد ته ځي او دا سلسله به تر پوره آزادۍ پوري جريان لري.

درېيمه ماده: هر نفر چې جهاد ته ځي بايد د يوې مياشتې خوراک او نور ضروريات له خپل ځان سره خپله واخلي.

څلورمه ماده: د هر قوم غښتلی او تجربه کار سړی به د هغه قوم د قوماندان په صفت ټاکل کېږي.

پنځمه ماده: د هر قوم مشري به د هغه قوم د روحاني او عالم شخص په لاس کې وي، ترڅو خلک يې پوره اطاعت وکړي.

شپږمه ماده: هر قوم به د خپلو نفوسو په اندازه بسپنه ورکوي.

اوومه ماده: د ټولو قبايلو عمومي قومانده به د الحاج مولانا عبدالرزاق په غاړه وي؛ نو په دې اساس مولانا صاحب د مومندو او چارمنګ د مجاهدينو قومانده د بابړي ملا صاحب ته وروسپارله او د نورو قومو د لښکرو قومانده يې د ترنګزو حاجي صاحب مولانا فضل واحد ته وسپارله چې هغه به د شبقدر او دير شاوخوا حمله کوي، د سالارزو مجاهدين به د مولوي اميرالدين صاحب په قومانده خپل جهاد کوي او ټول قبايلي لښکر به له بېلابېلو لارو پر پېښور حمله کوي، مولانا عبدالرزاق، صالح محمدخان ته ليکلي وو، چې ترڅو موږ اطلاع درنه کړو پام کوه چې پر ډکه جګړه شروع نه کړې، خو متأسفانه پخوا له دې چې قبايلي لښکر او نورو قومونه خپل ځانونه سره برابر کړي، صالح محمد خان په ډېرې بې تدبيرۍ سره پر ډکه حمله وکړه، چې بيا يې د انګرېزانو په مقابل کې مقاومت و نه شوای کړای او له خيبره بېرته ډکې ته راشاته شو او يوازې د پښې د يوې ګوتې په زخمي کېدو سره يې خپل عسکر په ډېره بي نظمۍ راشاته کړل، په دې سره انګريزانو زړه پيدا کړ، غوښتل يې پر جلال آباد حمله وکړي، خو نورو مجاهدينو او علماوو د ملي قيام اعلان وکړ او خلک يې جهاد ته راوبلل، په دې  علماوو کې د اسلامپوري شيخ پاچا صاحب (مير صاحب جان) د چکنورو ملا صاحب ميرسيد پاچا او نور ملي مجاهدينو او مشرانو د ملت په راپاڅولو کې زيات رول ولوباوه، جلال آباد يې د دښمن له حملې وژغوره او په دې ډول د مولاناصاحب پروګرام چې تر کشميره او راولپنډۍ پوري يې څلور لکه لښکر تيار کړی و او د پېښور د نيولو مکمل پلان يې تړلی و، د صالح محمد خان د بې نظمۍ او بې تدبيرۍ او په عين حال کې د نه مشورې په وجه شنډ شو، ورسره د امان الله خان لخوا د متارکې او سولې په بې ځايه اقدام سره د علماوو او ملي مجاهدينو هغه طرحه چې د افغانستان هغه برخې يې چې انګليسانو د فشار په وجه له افغانستانه د اميرعبدالرحمن په وخت کې د ډېورند د کرښې په نامه بېلي کړې وې، بېرته آزادول يي، له خاورو سره خاورې شوه او انګليسان بېرته خپلو زړو قرارګاوو ته ورغلل او په لکونو ملي مجاهدين د جهاد د جذبې او ولولو سره يوځاي مايوسه او تيت پرک شول.

 

له اذان مجلې څخه

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب