د افغان زدکړیالانو ټولنې قوانین

قوانین:-

  • لومړی فصل، ټولنه:
  1. ټولنه په افغاني او اسلامي اصولو ولاړه ده، او ورته سپکاوی په هېڅ ډول د منلو وړ نده.
  2. په ټولنه کې هر ډول تعصب له هغې جملې ژبنیز، قومي او سمتي تعصب او ډله بازي منع ده.
  3. د ټولنې ارزښتونه تر هر څه پورته دي، په مسایلو کې د ټولنې ګټې لومړیتوب لري. د هیڅ یوه ګټې د ټولنې تر ګټو پورته ندي.
  4. د ټولنې ټول کور نظافت په مېشتو ملګرو دی.
  5. د ټولنې مېشت ملګري د مېلمنو باید پوره قدر وکړي او مېلمانه ملګري هم ورته احترام ولري.
  6. د ټولنې یوه خونه د اوسیدونکو ده او دوهمه خونه د ټولنې ده، چې مېشت ملګري ترې استفاده نشي کولای، او همدارنګه د ټولنې نور غړي د ټولنې د اوسیدونکو په خونه او ژوند کې د هېڅ ډول مداخلې حق نلري.
  7. د کور کرایه نیمه په مېشتو غړو ده او نیمه نوره یې ټولنه ورکوي. د ټولنې کرایه پر هر غړي کلنی کرایه چې ۱۲۰۰ جنیه دي تادیه کوي.
  8. د رمضان مبارکه میاشت کې هر هغه غړي چې اړ وي، په ټولنه کې د ژوند کولو حق لري.
  9. د ټولنې ټول لوازم مشترک دي، او هر وګړي چې کوم شی تخریب کړي، بل همداسې به ټولنې ته په شخصي لګښت اخلي.
  10. د ټولنې غړي دې د ټولنې میاشتنی د غړیتوب حق چې ۱۰۰ جنیه دي ورکوي.
  11. د ټولنې غړي دې خپلمنځي ستونزې ، اعتراضونه او شکایتونه په خپل منځ ‌کې حل کړي او یا دې ټولنې ادارې ته ورسول شي. په رسمي مجالسو کې دې یو بل څخه شکایت او اعتراض، چې د تاوتریخوالي لامل ګرځي منع ده.
  12. د ټولنې هېڅ غړی د بل غړي شخصي ژوند کې دخالت حق نلري.

 

  • دوهم فصل، مجلسونه او محاضرې:
  1. غړي دې د ټولنې د محاضرې او مجالسو کې دې جدي وي، مجالسو ته به په ټاکل شوي وخت ځان رسوي. او د نه حاضریدو په حالت کې دې فرهنګي مسوول ته د غیاب خبر ورکړي.
  2. هېڅ غړی پر ټولنې او غړو باندې په شفاهي ډول او مجلس کې د اعتراض او شکایت حق نلري، د موضوع حل لپاره به د ټولنې ادارې ته خبر ورکوي.
  3. په محاضرو او مجلسونو کې سیاسي او بې ګټې بحثونه او د مشخصو سیاسي افرادو او ګوندونو باندې خبرې او اعتراضونه چې د تاوتریخوالي لامل ګرځي منع دي.
  4. په اوونیز محاضرو او همدارنګه په رسمي مجلسونو کې هر غړی په خپل ټاکل شوی وخت او نوبت سره خبرې کوي او د مجلس نظم دې نه ورانوي. ( په محاضرو کې یو دور د دوه دقیقې او په مجلسونو کې دې دور او وخت معین شي).
  5. د ټولنې بهرني غړي چې غواړي په ټولنه کې ناستې او پروګرامونه جوړ کړي، نو کوم شیان چې دوی استعمالوي باید پاک او په منظم ډول پخپل ځای کېږدي او د مېشتو غړو د خوراکي توکو څخه د استفادې حق نلري.
  6. د ټولنې غړي چې غواړي ټولنه کې مطالعه وکړي نو د سهار د ( ۸ ) څخه تر شپې ( ۱۱ ) بجو پورې درس ویلی شي.
  7. د جمعې په شپه د ټولنې ټول غړي په ټولنه کې د تفریح حق لري. 
  • درېیم فصل مشر او کابینه:
  1. د ټولنې مشر به هر کال د د سپتمبر په ۵ نیټه د یو کال لپاره د ټولنې غړو لخوا ټاکل کیږي.
  2. د ټولنې مشر به خپله کابینه ټاکي چې عبارت دی له: مرستیال، مالي مسوول، فرهنګي مسوول، رسنیز مسوول او ورزشي مسوول څخه. کابینه یواځې مشر ته حساب ورکونکې ده.
  3. که د ټولنې کوم غړی د قوانینو سرغړونه او د ټولنې د تخریب هڅې وکړې، مشر او کابینه د هغه د ویستلو مستقیم حق لري.
  4. مشر د کابینې د غړو د بې کفایتۍ په صورت کې د تغیر او تبدیل حق لري.
  5. د ټولنې د مشر په غیاب کې مرستیال یې د مشر واکونه او دندې په غاړه لري.

 

  • څلورم فصل: قضا او محکمه:
  1. قضا او محکمه د څو تنو مشرانو څخه جوړه ده چې هر کال د ټولنې غړو لخوا ټاکل کیږي، د پرېکړې مستقیم حق لري.
  2. ټولنه به د قوانینو سرغړونکو ته د سرغړونې په حالت کې یو او دوه ځله اخطار ورکوي، د هغه نه وروسته قانون تطبیقیږي او هیڅ څوک د شکایت حق نلري.
  3. په کور کې د مېشتو غړو قانون خلاف ژوند د مجازات سبب ګرځي.
  4. د ټولنې هر غړی چې د ټولنې د قوانینو سرغړونه وکړي او د ټولنې راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي، هغه به د ټولنې لخوا مجازات کیږي. ( اشد مجازات له ټولنې ویستل دي.)

 

  • پنځم فصل: نوي راغلي زدکړیالان:
  1. نوي راغلو زدکړیالان څخه راتلو سره ( ۱۰۰) امریکايي دالره د ټولنې حق اخیستل کیږي.
  2. نوي راغلي زدکړیالان په ټولنه کې صرف یوه میاشت میلمه وي. بیا به ځان ته ځای ګوري.
  3. نوي زدکړیالانو ته د ټولنې په اړه معلومات ورکول د فرهنګي مسوول دنده ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب