د افغان مېرمنو د شهامت یوه بېلګه

جنګ ځپلې پري ګل چې ۳۵ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده؛ خپل غبرګ لاسونه یې په افغانستان باندې د روسانو د یرغل په مهال له لاسه ورکړي. پري ګل د زرګونو نورو افغانانو په څېر د بشریت ضد وحشتونو قرباني ګرځېدلې.
پري ګل د ۷ کلونو وه چې په د روسانو د یرغل پر وخت یې په کور لګېدلي راکېټ ترې دواړه لاسونه واخېستل، خو نوموړې هېڅکله خپل ځواک او هوډ له لاسه ورنکړ. پري ګل اوس د دریو لوڼو او یو زوی درلودونکې ده، چې دري ماشومان یې ښوونځي ته ځي، د نوموړې تر ټولو کشر ماشوم دوه کلن او مشر یې ۱۲ کلن دی. پري ګل د معیوبیت سره سره د خپل کور ټول کارونه پخپلو پښو ترسره کوي.

پري ګل وایي: “د دې ماشومان هم په سختو حالاتو کې ژوند کوي، دوی اړ دي چې د کور کرایې او نورو لګښتونو په پوره کولو کې د خپلو والدینو سره مرسته وکړي.” نوموړې وایي: “د خپل خاوند تر څنګ د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکې لپاره زیار باسم، دوی ښوونځۍ ته لېږم، او د دوی د ښوونځۍ لپاره قلم، کتابچه او کالي پخپلو پښو د اوبدل شویو کیسو د پلور څخه په لاسته راغلو پیسو ورته رانیسم.” د پري ګل خاوند په ښاروالۍ کې د تنظیفي کارکوونکي په حیث کار کوي چې میاشتنۍ تنخوا یې د دوي د کورنۍ اړتیاوې نشي پوره کولی.نوموړې پخپلو پښو سره د تارونو څخه اوبدل شوې کیسې په بازار کې پلوري، تر څو د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه پیدا کړي، خو نوموړې اوس د دې تارینو کیسو له پېر ناخوښه برېښي. نوموړې وایي چې پخوا به یې لدې اړخه د پام وړ پېسې لاس ته ورتلې، خو اوس خلک د دې کیسو رانیولو ته هغومره لېوالتیا نه ښيي.

پري ګل په دوه ورځو کې پخپلو پښو یوه کیسه اوبدلئ شي. نوموړې وایي: “هېڅوک ورسره مرسته نکوي، تر څو له خپلو ماشومانو او کورنۍ سره یو ځای د نورو په څېر سوکاله ژوند ولري.” نوموړې زیاتوي: لدې سره سره چې افغانستان ته د ښځو سره د مرستې په نوم په میلیونونو ډالرو مرستې وشوې خو د دې او د کورنۍ د ژوند په سمون او بدلون کې هېچا ورسره حتی یوه افغانۍ مرسته هم نده کړې. پري ګل وایي: سربېره پردې چې زه له دواړه لاسونو بې برخې یم، خو نغواړم خپل معیوبیت د ځان کمزورتیا وبولم او پدې پلمه لاس تر زنې کینم بلکه زه پدې باور لرم چې ښځې کولی شي خپلې وړتیاوې په هر حال وښیي. او عملاً د خپلو وړتیا تمثیل وکړي، تر څو د خپلو هيلو هسکو پوړو ته پخپلو هڅو ځانونه ورسوي.
سرچینه: بیچ نیوز
ژباړه او تبصره: ق. اميري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب