د البرټ انشټین ماغزه

د مشهور فزیک پوه البرټ انشټین ماغزه د څیړونکو او پوهانو د مطالعې یوه خورا جالبه موضوع وه، ځکه چې انشټین د نړۍ د شلم قرن له پیژندل شویو نوابغو څخه ؤ. دی په یوه غریبه کورنۍکې زیږیدلی ؤ، خو د خدای ورکړي استعداد او پرله پسې علمي هڅو له امله یې د نړیوال عالم په توګه شخصیت وده وکړه او د فزیک د علم په برخه کې یې غوره فورمولونه او نظریات رامنځته کړل.

ویل کیږي چې په نولسوه پنځه پنځوس میلادي کال، د انشټین له مرګ څخه اووه ساعته وروسته د هغه د ده د کورنۍ له اجازې پرته د ټامس هاروې له خوا د باندې را و ایستل شول.
دا ماغزه ښاغلي ټامس هاروې په پوره احتیاط له ځانه سره کورته یووړل او هلته یې په یو ځانګړي شیشیي لوښي کې ځای پر ځای کړل، مګر ددې کار په کولو سره ښاغلی هاروې د خپل کار ځای څخه چې د جسدونو تشریح وه، و ایستل شو.

څوکاله وروسته هاروې د انشټین له مشر زوی هانس څخه د هغه د پلار د ماغزو د مطالعې په موخه اجازه تر لاسه کړه، هغه د البرټ انشتین د ماغزو په هکله خپله څیړنه له بلابیلو ډاکترانو او پوهانو سره شریکه کړه. ددې پوهانو څخه د ماریا ډیامونډ په نامه یو پوهاند چې د یوسي بیکیلي د پوهنتون استاد ؤ، د انشټین د ماغزو د څیړنې پرمهال متوجه شو، چې د نورو معمولي کسانو په پرتله د انشټین په ماغزو کې د ګلیال سلولونه چې د اطلاعاتو د ترتیبولو دنده پر غاړه لري، زیات شتون لري.

او په یوه بله مطالعه کې پروفیسور ساندرا ویتسون او نورو پوهانو وویل: د البرټ انشټین ماغزه لویوالی او د چینونو او ګونځو ډیروالی لري او په ځانګړي ډول یې هغه برخه زیاته فعاله ده، چې د ریاضاتو او نورو ساینسي علومو په تحلیلولو کې زیاته وړتیا لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب