د الله تعالی د “الجبار” نوم معنی څه ده؟

پوښتنه: د الله تعالی د “الجبار” نامه معنی څه ده؟

ځواب:

“الجبار” درې مانا وې لري:
لومړی:

په قوت سره د اړويستنې ځواک، څښتن تعالی جبار دی هغه ذات چې له ټولو جابرانو څخه د اړ ويستنې په ځواک او قوت کې غښتلی دی، هر ځواکمن که څومره هم ځواکمن شي نو د خدای جل جلاله له ولکې څخه نه شي وتلاى.

دويم:

په رحمت سره د اړ ويستنې ځواک، څښتن تعالی کمزوري او ضعيف ته دا وړتيا ورکوي چې ځواک ترلاسه کړي، غني شي، ناروغ ته صحت ورکوي، هغه څوک چې زړونه يې مات شوي هدايت ورته کوي، که دغه کسان د خدای جل جلاله په ورکړه صبر وکړي، بيا ورته د زړه سکون، ثواب او ښه راتلونکی هم ور په برخه کوي.

دريم:

په لوړوالي سره د اړ ويستنې ځواک، څښتن تعالی له ټولو لوړ دی، خدای جل جلاله له دومره لوړوالي سره بيا هم خپلو بندګانو ته ډير نږدې دی، د هغوی خبرې اوري، کارونه يې ګوري او له هغه څه هم خبر دی چې د مخلوقاتو په زړونو کې تيريږي.

د “الجبار” معنی

فتوى: محمد بن عثیمین رحمه الله

ژباړه: ميوند ننګيال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب