د الله تعالی د کور شاليد | بیت الله له ادم تر دې دمه

د الله د کور (کعبې) شالید:

الله جل جلاله فرمایي: ان اول بیت وضع للناس للذي ببکة مبارکا وهدی للعالمین(۹۴) فیه ایات بینات مقام ابراهیم ومن دخله کان امنا ولله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا.

ژباړه: بیشکه، لومړی کور چې دخلکو دعبادت لپاره ټاکل شوی دی هماغه دی چې په مکه کې دی، مبارک او دمخلوقاتو لپاره د لارښوونې سرچینه ده(۹۴) په هغې کې ښکاره نښې دي چې له هغو څخه  مقام ابر اهیم دی او هر څوک چې ورننوزي نو په امان کې به وي او دالله لپاره پر خلکو د کعبې حج فرض دی.

له پورتنیو ایتونو څرګندیږي چې دځمکې پر سر کعبه  هغه  لومړنی  کور دی  چې دالله  د عبادت په موخه ودان شوی دی، له ځینې تاریخي روایتونو څخه داسې ښکاري چې کعبه د ځمکې هغه برخه ده چې تر ټولو لومړی پیداکړې ده،  په پېل کې کعبه سپین زګ وه چې وروسته وچه او سره ونښته او بیا الله پاک ترهغې لاندې ځمکه داسې وغوړوله لکه  د ډوډۍ پخولو په موخه چې د اوړو زواله غوړول کیږي له همدې امله ورته ام القری(دښارونو مور) ویل کیږي مرقات المفاتیح ۵/۴۱۹ ط:دارالکتب العلمیة

له پیدایښت نه وروسته د تاریخ په اوږدو کې کعبه یوولس ځله ودانه شوې ده چې په لنډه توګه به یې هر پېر ته ځغلنده کتنه وکړو.

[irp][irp][irp]

۱- پرښتې او دکعبې ودانۍ

دادم علیه السلام له پیدایښت نه دوه زره کاله وړاندې کله چې په ځمکه پرښتو ژوند کاوه، الله جل جلاله ورته امر وکړ چې د بیت المعمور په برابري د ځمکې پرسر هم  دالله دعبادت لپاره یو کور ابادکړي او بیت المعمورغوندې دې ترېنه طواف کوي. مرقات المفاتیح ۵/۴۱۹

your ads

۲- ادم علیه السلام او د کعبې ودانول

ابن حجر رحمه الله له بیهقي نه  روایت نقل کوي:

کله چې ادم علیه السلام ځمکې ته واستول شو، الله جل جلاله ورته جبراییل امین را ولیږه څو کعبه ودانه کړي، کله چې یې کعبه جوړه کړه ورته وویل شول چې ته لومړی انسان یې او دا لومړی  کور دی چې دخلکو دعبادت لپاره ټاکل شوی دی، ځینو نورو روایاتو کې راځي: کله چې ادم علیه االسلام دنیا ته راغی نو دپرښتو دعبادت او پاکي بیانولو هغه غږونه یې نه اوریدل کوم یې چې په اسمانونو کې اوریدل نو الله جل جلاله ورته وویل چې مادطواف لپاره کور در استولی دی نو ولاړ شه او طواف یې وکړه هماغه و، چې ادم علیه السلام مکې ته ولاړ او دکعبې طواف یې وکړ، له دې وروسته د الله په حکم بیت المقدس ته ولاړ او څلویښت کاله وروسته یې هلته بیت المقدس جومات جوړ کړ.فتح الباري۶/۴۸۷ او۴۹۵ مکتبه دارالسلام

د دې خبرې تایید د بخاري له یو روایت څخه هم کیږي چې ابو ذر رضي الله عنه له محمد صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر ځمکه تر ټولو وړاندې کوم جومات ودان شوی دی؟ هغه په ځواب کې وفرمایل:  مسجد حرام بیا یې وپوښتل چې تردې وروسته کوم یو؟ ځواب یې ورکړ چې د اقصی جومات او دریم ځل یې پوښتنه وکړه چې د دواړو تر منځ څومره موده وه محمد صلی الله علیه وسلم وویل څلویښت کاله.صحیح البخاري ۱/۹۱۳ حدیث شمېره۳۳۶۶ط: الطاف

۳- د شیث علیه السلام په لاس دکعبې ودانیدل

له دې وروسته د ادم علیه السلام اولادونو کعبه رغولې ده چې په ځیني تاریخي روایتونو کې یې شیث علیه السلام ته نسبت کیږي او دغه ودانۍ د نوح علیه السلام په طوفان کې ړنګه او یا اسمان ته پورته کړی شوه.

۴- ابراهیم علیه االسلام او د کعبې ودانول

دڅلورم ځل لپاره ابراهیم علیه السلام دخپل زوی اسماعیل علیه السلام په مرسته کعبه ودانه کړه که څه هم ځینې علماء لکه اسماعیل بن کثیر او داسې نور دکعبې لومړی بنسټ اېښوونکی ابراهیم علیه السلام بولي خو سهي خبره دا ده چې ابراهیم علیه والسلام نه مخکې هم کعبه ودانه شوی وه څرنګه چې دقران له دې ایت څخه څرګندیږي.

واذ یرفع ابراهیم القواعد من البیت واسماعیل ربنا تقبل منا انک انت السمیع العلیم(بقره ۱۲۷)

ژباړه: او یاد کړه ای رسوله هغه وخت! چې ابراهیم او اسماعیل د دې کور (کعبې) بنسټونه پورته کول (او دا دعا یې کوله) ای زموږ ربه، له موږ  نه (داخدمت) قبول کړه رښتیا چې ته ښه اودریدونکی او پوه یې.

[irp][irp][irp]

په دې ایت کې الله جل جلاله خپل رسول ته وایي چې هغه وخت در په یاد کړه  (کله چې ابراهیم علیه السلام د کعبې بنسټونه پورته کول) نو له دې دا جوتیږي چې دکعبې بنسټونو له وړاندې شتون درلود او ابراهیم علیه السلام هغه شته بنسټونه پورته کړل ،نه! دا چې هغه دکعبې دجوړولو بنسټونه کیښودل ځینې تاریخي روایتونه کې راځي چې دنوح علیه السلام له طوفان وروسته کعبې دیوې غونډی شکل اختیار کړی و، کله چې ابراهیم علیه السلام ته د کعبې د جوړلو امر وشو نو دخپل زوی اسماعیل علیه السلام په مرسته یې کعبه ودانه کړه، او د ودانۍ دچارو بشپړیدا نه وروسته ورته جبراییل راغی او دحج طریقه یې وروښودله بیا ابراهیم علیه السلام په هغه ډبره  ودریده چې دکعبې په جوړولو کې یې ترې د زینې کار اخیسته (مقام ابراهیم) او اعلان یې وکړ: ای خلکو! الله جل جلاله پرتاسو حج فرض کړی دی نو حج وکړئ،  الله پاک دغه غږ ترقیامته راتلونکو انسانانو ته  ورسوه او هغو ټولو ورته لبیک اللهم لبیک وویل چې په تقدیر کې یې  حج کول لیکل شوي دي.فتح الباري۶/۴۹۲

۵- ابراهیم علیه السلام نه وروسته  د پنځم  ځل لپاره عمالقه وو کعبه ودانه کړه.

۶- شپږم ځلي د اسماعیل علیه السلام خسرګنۍ (جرهمیانو) کعبه ودانه کړه.

۷- د کلاب زوی قصی او د کعبې ابادي.

 قصي د محمد صلی الله علیه وسلم له نیکه ګانو څخه و او د مکې له واکمنۍ ترلاسه کولو وروسته یې ټول قریش  سره یو ځای کړل او دکعبې د خوندیتوب په موخه یې پرې د مکې ښار وویشه څو هره کورنۍ ته  سپارل شوې سیمه د دښمن له بریده وساتي.

۸-قریش او د کعبې رغونه

اتم ځل قریشو دکعبې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې کله چې یې د ودانۍ جوړولو کار د حجر اسود(تورې ډبرې) ایښودلو ترځای ورسید؛ نو د دغې ډبرې دایښودلو پر سر د قبیلو ترمنځ سیالۍ او ناندرۍ پیل شوې ، هرې قبیلې غوښتل چې دغه ویاړ یې په برخه شي او نږدې وه چې د بېلابېلاو ټبرنو تر منځ خونړۍ جنګ پیل شي خو د قریشو یو مشر وړاندیز وکړ  چې سبا سهر وختي چې هر څوک حرم شریف ته راننوزي هغه به د دوی ترمنځ پرېکړه کوي

سبا تر ټولو دمخه محمد صلی الله علیه وسلم حرم ته راننوت کله چې خلکو ولید نو وې ویل دا رښتونی دی او ټول پرې  یوه خوله شول.

محمد صلی الله علیه وسلم  یولوی څادر  اوار کړ او په خپلو لاسونو یې حجر اسود پکې کېښوده او بیا یې د هر ټبر مشر راوغوښت او د څادر څنډې یې په لاسونو کې ورکړې او تر وړلو وروسته  محمدصلی الله علیه وسلم په خپلو لاسونو دغه ډبره په دیوال کې کېښودله او دا پریکړه ټولو په ورین تندي ومنله دغه وخت دمحمد صلی الله علیه وسلم عمر پنځه دریشت کاله و.

قریشو د کعبې په ودانۍ کې څلور بدلونونه راوستل :لومړی بدلون دا وه چې قریشو ژمنه کړی وه چې دکعبې ودانۍ کې به حلالې پیسې لګوي خو کله چې یې حلالې پیسې خلاصې شوې نو اړ شول چې څه له پاسه شپږ ګزه دکعبې شمالي برخه دباندې پرېږدي چې دغې برخې ته اوس مهال حطیم ویل کیږي.

دویم: کعبه یې د ختیځ او لویدیز خواوو څخه یوڅه را لنډه کړه دریم دا چې د کعبې ختیځه  دروازه یې له ځمکې دوه متره لوړه کړه چې له اجازې پرته څوک ورته دننه نه شي او څلورم دا چې دکعبې لویدیزه دروازه یې وتړله.

[irp][irp][irp]

۹- عبدالله بن الزبیر او د کعبې ودانول

نهم ځلي عبدالله بن الزبیر کعبه ودانه کړه ، هغه داسې چې له خپلې خاله عائشه رضی الله عنها څخه یې دا حدیث اوریدلی و چې محمد صلی الله علیه وسلم  ورته ویلي : که ستا قوم د جاهلیت زمانې ته نږدې نه وی نو ما به کعبه نړولې وه او دوه دروازې به مې ورته ایښې وې.. ترمذي۱/۴۰۴ حدیث شمېره۸۷۵

کله چې عبدالله بن الزبیر دمکې واکمن شو نو له یوې خوا دا چې کعبه د حصین بن نمیر د محاصرې پرمهال زیانمنه شوې وه او له بلې خوا یې غوښتل چې دمحمد صلی الله علیه وسلم هیله پوره کړي نو کعبه یې ونړوله او دابراهیم علیه السلام په بنسټونو یې بیا له سره اباده کړه حطیم یې کعبې کې راوست کوم چې قریشو د حلال لګښت د کمیدو پرمهال ایستی و او د کعبې جګوالی یې نه ګزه زیات کړ چې دې سره د کعبې د دیوالونو ټول ټال جګوالی اووه ویشت ګزه شو او د ختیزې دروازې تر څنګ یې لویدیز ته هم یوه دروازه ورکړه. فتح الباري۳/۵۶۲

۱۰- حجاج بن یوسف او کعبه

عبدالله بن الزبیر نه  وروسته کله چې  حجاج  په مکې واکمن شو، غوښتل یې چې کعبه بیا له سره د قریشو دکعبې په  شان ودانه کړي او په دې موخه  یې عبدالملک بن مروان ته خط و استوه چې په کې یې  لیکلی و، عبدالله بن الربیر کعبې کې خپل سري تصرفات کړي دي او هغه ځمکه یې هم کعبه کې راوستې چې دکعبې نه ده نو عبدالملک بن مروان اجازه ورکړه او حجاج بن یوسف  بیرته کعبه دقریشو دکعبې په شان ودانه کړه حطیم یې ترې ویېست او د کعبې لویدیزه دروازه یې  هم وتړله.۳/۵۶۴

یادونه:

هارون الرشید هم غوښتل چې کعبه د ابراهیم علیه السلام په بنسټونو ودانه کړي او د محمدصلی الله علیه وسلم هغه هیله یو ځل بیا پورا کړي خو امام مالک رحمه الله یې مخه ونیوله او ویې ویل که ته کعبه بیا داسې ودانه کړې نو تا نه وروسته  نورو واکمنانو ته به ستا کار ښه نه ښکاري او هغوی به یې بیرته د قریشو د کعبې په شان جوړوي نو کعبه به د واکمنانو ترمنځ نانځکه شي چې پرې لوبې به کوي هارون الرشید دامام مالک رحمه الله خبره ومنله او له خپلې ارادې لاس په سر شو.۳/۵۶۶

۱۱- د عثماني خلافت واکمن مراد علي خان او د کعبې رغونه:

له دې  وروسته  په  ۱۰۳۹ هجري کال مکه کې دسیلاب له امله کعبه کمزورې شوه او نږدې وه چې ونړیږي نو د عثماني خلافت واکمن مراد علي خان عثماني بیا ورغوله او چارې یې په ۱۰۴۰ هجري کال کې بشپړې شوې چې دې سره دکعبې له سره د  ودانولو شمېر یوولسو ته رسیږي او دا تر ټولو وروستنۍ د کعبې ودانۍ وه چې تر اوسه شتون لري البته بېلابېلو وختونو کې دکعبې د بیارغونې او ترمیم چارې ترسره شوي دي.

شاعر محمد علي بن علان په دریوو شعرونو کې دکعبې دغه تاریخ نغاړلی دی او وایي.

بنی الکعبة املاک ، ادم ، ولده
شیث ،فابراهیم ، ثم العمالقة

وجرهم، قصی ،مع قریش وتلوهم
هو ابن الزبیر ثم حجاج لاحقه

ومن بعد هذا قد بنی الکعبة کله
مراد بني عثمان فشید رونقه

درس ترمذي ۳/۱۳۲

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب