د الله نصرت کله راځي؟

يَأَايُّهَا الَّذِينَ  آمَنُواْ إِن تَنصُرواْ اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ

الله تعالی له مومنانو څخه په کلکه غواړي  چې د ځمکې پر مخ د هغه دين تطبيق کړي، بل پلوته  الله تعالی نه غواړي چې خپل دين په خارق العاده توګه د ځمکې پر مخ نافذ کړي.دا سمه ده چې الله تعالی پرهرڅه باندې ښه قادر دی ،کولای شي چې خپل دين په خلکو باندې په زور ومني خو الله تعالی دخپل حکمت له مخې خپل مومن بنده ګان په دې کار مکلف کوي او په دې لارکې  ترې هر اړخيزه قرباني غواړي.
الهي رسالت او د اسلام د سپېڅلي دين اقامه،دنورو عباداتو په پرتله له ټولو ستر،مهم او دروند کاردی ، له  همدې کبله  چې دا دروندکار دی حضرت موسی عليه السلام له الله پاک څخه غوښتنه کوي چې له ما سره زما مشر ورور هارون عليه السلام د وزير په توګه مقرر کړه چې زه يې له ځان سره درسالت په دنده کې شريک کړم اوزما مټ اوبازو ورباندې غښتلی
شي  په دې اړه الله تعالی فرمايلي دي: وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي . هَارُونَ أَخِي . اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي . وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي . كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا . وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا . إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا
زما له کورنۍ څخه زما ورورهارون له ماسره د وزير په توګه وټاکه چې زه خپل مټ په هغه باندې غښتلی کړم اوله خپل ځان سره يې درسالت په دنده کې شريک کړم د دې لپاره چې ستاپاکي په کثرت سره بيان کړو،ستاذکر او ياد زيات وکړو اويقينا ته زمونږ احوال په ښه توګه  ګورې.
د دين د اقامې کار د الله تعالی په وړاندې دومره محبوب اوغوره عمل دی چې الله تعالی ورڅخه له خپل ځان سره دمرستې اونصرت  په عنوان  تعبيرکړی دی ، له دې سره چې د هيچا مرستې اونصرت ته اړتيا نه لري،په دې هکله الله تعالی فرمايلي دي : ( يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ إِن تَنصُرواْ اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ  ويثبت اقدامکم)
ای مومنانو که تاسې دالله له دين،د الله له رسول سره مرسته وکړی نوالله تعالی به له تاسې سره د دښمن په مغلوبولوکې مرسته وکړي اوكله چې تاسې له دښمن سره مخاخ شی نوالله تعالی به ستاسې قدمونه  ټينګ کړي.
اوبيا ورپسې الله تعالی په يوه آيت شريف کې فرمايلي دي چې که الله تعالی له تاسې سره مرسته وکړي بيا هيڅوک درباندې برلاسی کيدی نه شي :إنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
که الله له تاسې  سره مرسته وکړي نو نشته هيڅوک چې پرتاسې باندې برلاسی شي،اوکه الله تعالی له تاسې سره مرسته ونکړي وروسته له دې چې تاسې الله پريږدي(مرسته درسره ونکړي)  نوڅوک به له تاسې سره مرسته وکړي؟ (هيڅوک نشته) اومومنان دې يواځې پرالله توکل وکړي.
بل  پلوته الله تعالی له مومنانو سره دنصرت کلکه وعده کړې ده:
(…وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنين (َ47  الروم)
دخپل احسان له کبله پرمونږ باندې دمومنانو مرسته لازمه  ده
اوپه يوه بل ايت شريف کې الله تعالی مومنانو ته ډاډګيرنه ورکړې ده اوداسې يې ورته فرمايلي دي
(وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الاَْعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ )
اي مومنانو! مه سستي كوئ اومه غمجن كيږی تاسې برلاسي ياستی  که تاسې کامل مومنان وی
له پورتنيو قراني آياتونو دوه خبرې راڅرګندې شوې :
لومړی:داچې الله تعالی له مومنانو سره په ټينګه توګه دنصرت اومرستې ژمنه کړې ده
دوهم: داچې د الله تعالی دا ژمنه له دې پورې تړلې ده چې مومنان دالله تعالی له دين او د هغه له رسول سره د دين په اقامه کې مرسته وکړي.

هغه شرايط چې الله تعالی په هغوپورې خپله مرسته معلقه کړې ده ، لاندې ټکي دي:

اول:له الله تعالی سره په عبادت کې هيڅوک نه شريکول:

په دې هکله الله تعالی داسې فرمايلي دي:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (النور)
الله تعالی له تاسې څخه د هغه چاسره چې ايمان يې راوړی دی اوښه کارونه يې ترسره کړي دي  وعده کړې ده  چې هرومرو به الله تعالی دوی په ځمکه باندې خليفه ګان مقرر کړي لکه څرنګه يې چې هغه کسان خليفه ګان کړي وو چې له تاسې څخه دمخه تيرشوي دي اوهرومرو به الله تعالی ددوی هغه  دين قوي کړي چې الله تعالی ورته غوره کړی دی اوهرومرو به وروسته له ويرې څخه دوی ته امن په بدل کې ورکړو،دوی به ځما عبادت کوي اوله ماسره به هيڅوک نه شريکوي.

دوهم:په سمه توګه مالي اوبدني عبادتونه ترسره کول :

د الهي نصرت دوهم شرط دادې چې مومن مالي اوبدني عباداتوته چمتوشي اوهغه په ښه توګه اداکړي چې دلته يې دنمونې  په توګه د لمونځ او زکات نه يادونه کړې ده چې بايد په سمه توګه  ترسره شي ، په دې هکله الله تعالی فرمايلي دي:
الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[41]}[سورة الحج].
هغه كسان چې که مونږ دوی ته په کافرانو باندې قدرت ورکړو،نودوی به په سمه توګه لمونځونه کوي،زکاتونه به ورکوي ،خلکوته  به په نيکيو حکم کوي اوله بديو څخه به يې منع کوي ،د ټولو کارونو انجام اوخاتمه دالله په اختيارکې ده

دريم:دخپل ځان له اصلاح څخه وروسته دنورو اصلاح ته ملاتړل:

دځان له اصلاح څخه وروسته د نورو اصلاح،دعوت الی الله،امربالمعروف اونهې عن المنکر هغه ستراوغوره کارونه دی چې الله تعالی دې امت ته پرې پرنورو امتونو باندې فضيلت اوغوره والی ورکړی دی اوبل پلوته دامت دبقا قوي ستنې دي،نوله همدې کبله دا د هر مسلمان دنده اوفريضه ده ، نارينه وي اوکه ښځينه،او د دې په عوض کې الله تعالی ورسره دکاميابۍ وعده کړې ده ،الله تعالی فرمايي:
{وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ( آل عمران104)
په لاندې آيت کې الله تعالی په نورو امتونو باندې ددوی فضليت ته اشاره کوي او داسې فرمايي: {كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ(آل عمران 110).

څلورم:د الله په لارکې جهاد اومبارزه کول:

جهاد د قيامت تر ورځی روانه فريضه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته په دې حديث کی داسې اشاره کړی ده: ”من مات ولم يغزُ ولم ينوِ الغزوَ مات ميتة جاهلية“
د جهاد لومړۍ مرتبه  د زړه انکار او کرکه ده. او لوړه مرتبه يې د الله تعالی په لاره کی قتال كول دی اود دې دواړو ترمنځ د ژبې، قلم، لاس، او د ظالم پاچا په مخ کې د حق ويناكول،  په اسلام کې د جهادله جملې څخه دی .
د جهاد په اړه بايد مسلمان: غښتلی او ژوندی احساس ولري ، د اسلام  برم او عزت ته ليواله وي، داسلام د قوت او برلاسۍ هيله ورسره وي او د مسلمانانو په شته حالت، د غم او درد اوښکی توی کړي.
دا هم جهاد  دی چې: دعدالت د رامنځ ته کيدو او د انسانانو د چارو د سمون او اصلاح لپاره، او د مظلوم د مرستی او د ظالم د مخنيوی په خاطر راپورته شی. حضرت ابوسعيد خدري له  رسول الله صلى الله عليه وسلم-څخه روايت کوی فرمايي: : (أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان أو أمير جائر).

پنځم:دالله ددين دغلبې په خاطر قرباني:

پرته له قربانۍ او سرښندنې ممکن نه د ی چې مسلمان خپل هدف ترلاسه کړي، او مونږ په دی ايمان لرو چې د الله په لاره کې قربانی نه ضايع کيږی،الله تعالی پرې ستری بدلی او خورا زيات ثوابونه ورکوی او څوک چې قربانی نه ورکوی، هغه ګناهکار دی,الله تعالى فرمايي:  {إِنَّ اللهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بأن لهم الجنة)
كه څوک دا انګيري چې د خپل روح،شتمنۍ او  وخت له قربانولو پرته د اسلام خدمت وکړی، او د دعوت د بيرغ په پورته کولو کې ونډه وانخلی،  هغه بايد خپل فهم ته مراجعه وکړی، دالله تعالی کتاب دی سم ولولی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت دې سم مطالعه کړی او د تاريخ په پاڼو دې نظر واچوی،ارومرو  به ورته دغه حقيقت راڅرګند شي،چې د دين خدمت او غلبه له قربانۍ پرته ناممکن دی.

شپږم:دالله په لارکې له اوږد صبر اوزغم څخه کاراخستل:

مسلمان هلته دالهې مرستې مستحق جوړيږی چې ديو مجاهد کارکونکی په توګه پرله پسی هلی ځلی وکړی، که څه هم موده پرې اوږده شی،او يا ډير کلونه ورباندې  تير شی،تر هغی  چې د الله تعالی سره مخ شی ، يا يې خپل هدف ترلاسه کړی وي او يايې شهادت په برخه شی,په دې هکله الله تعالی فرمايي. { مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً }

اووم:په خپل کارباندې باور اواعتماددرلودل:

په داسې توګه  چې يو انسان خپل فکر او عقيدی ته له نورو ټولو مباديو څخه يو مخی شی. ځکه چې همدا كارتر ټولو غوره او اوچت كار دی، او له دې پرته د دين غلبه نشی راتلی.

اتم:د مسلمانانو ترمنځ  داخوت ،وحدت او  ايثار احساس راژوندی کول:

په داسې توګه چې  زړونه او ارواح د عقيدې په رسۍ سره  وتړل شی،ځکه چې د عقيدې تړاو تر ټولو کلک تړاو دی، ورورګلوي د ايمان نښه ده، او اختلاف له  کفر سره ورته والی لري تر ټولو لومړی ځواک د وحدت او  يووالی ځواک دی، يووالی د مينې او محبت څخه پرته نشي راتلی، د محبت تر ټولو کمه مرتبه يو ورور ته د زړه پاکوالی دی اوپورته مرتبه يې ايثار او قرباني ده,الله تعالى فرمايي. {وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَْ} .
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:{وإنما يأكل الذئب من الغنم القاصية}
له رمې څخه ليوه هغه ميږه تښتوي چې له رمې څخه ګوښې ګرځي
(‎المؤمن للمؤمن كالبنيان، يشد بعضه بعضاً)
يومؤمن بل مومن ته په اړتيا اومرسته کې لکه ديوې ابادۍ مثال لري چې يوه برخه يې په بله برخه تکيه اوقوي کيږي.

نهم:خپل منځي اعتماد اوباور:

داسې چې  يو مسلمان د خپل قايد د کفاءت، وړتيا او اخلاص په اړه پوره ډاډمن وی او په نتيجه کی يې محبت ، احترام ا و طاعت رامنځ ته شی. { فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً }
قيادت هم د دعوت يوه برخه ده، هيڅ دعوت پرته له قيادته پر مخ نه ځي ،څومره چې د قيادت او غړو تر منځ متبادل اعتماد او باور زيات وي، هومره به ددين داقامې کاراو نظام غښتلی وي، د هغه پلانونه به کلک او غښتلي وي، او خپل هدف ته د رسيدو په لار کی به بريالی او پر ستونزو به برلاسی وي.
که په مختصره توګه ووايو چې په يقيني توګه الله تعالی له مومنانو سره مرسته کوي خوپه دې شرط چې په هراړخيزه توګه دالله تعالی اوامرو اوحکمونوته غاړه کيږدي اوله نواهيو اومنکراتو څخه ځان وژغوري ،له خپلې اصلاح څخه وروسته دنورو اصلاح ته کلکه ملا وتړي نوپه دغه مهال به مسلمانانو ته الهي نصرت اومرسته را درومي اوددنيا اود اخرت سرلوړي به ترلاسه کوي (وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ).
الله تعالی دې مونږ ته توفيق راپه برخه کړي
د ټولو مسلمانانو د سرلوړۍ په هيله

مولوي امين الله ازره وال

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب