د الله په لار کې ستر جهاد

فلاتطع الكافرين و جاهدهم به جهادا كبيرا (الفرقان 52)
نو د کافرانو اطاعت مکوه او د قرآن په وسيله له هغوى سره ستر جهاد وکړه
که څه هم  دلته د الله تعالى له  لوري خطاب په مستقيمه توګه رسول الله ته متوجه دى خودا خطاب تر رسول الله پورى مخصوص ندى بلكه د قيامت ترورځې پورى د هر مسلمان اومومن مسؤليت  چې ددې آيت له غوښتنې سره سم ددښمن په مقابل کې هر اړخيز او د وخت له ظروفو او شرايطو سره سم جهاد او مبارزه وکړي

د كافرانو طاعت نه كول

په ياد شوى آيت شريف كى الله تعالى مومنان د كافرانو له اطاعت اوخبرى منلوڅخه منع کوي،ځکه چي كافران د تل لپاره مسلمانان په فتنو كى اخته کوي اوهڅه کوي چى مسلمانان له اسلام څخه تير باسى په دى اړه الله تعالى مؤمنانو ته داسى فرمايلى دى ” يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنْ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ” (ال عمران 100)
اي مومنانو! كه چيرې تاسى د كتابيانو ديوى ډلې اطاعت وکړئ اوخبره يى ومنى نودوى به تاسې له ايمان څخه كفر ته ور وګرځوي .
او دهمدى سورت په يوه بل آيت كى الله تعالى داسى فرمايلى دى ” يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ (ال عمران 149)
اى مومنانو!كه تاسې دكافرانو په خوښه روان شئ نوهغوى به تاسې له ايمان څخه په شا کړي نوتاس به زيان کې شئ
دكافرانو،يهودانو اومسيحيانوخورا لوى هدف همدادى چې مسلمانان بى دينه اوبى لارې كړي، نومسلمانان بايد د دوى خبرې ونه منى اود هغوى پروژې اوپلانونه دې په مستقيم او غيرمستقيم ډول نه عملىکوي ځكه چې د كافرانو اطاعت اوخبره منل له هغوى سره دخپل ځان په بى دينه كولوكى مرسته كول دى اوهمدا دكافرانو د اطاعت اوخبرې منلو لازمي نتيجه ده نوبااحساسه مسلمان به څرنګه په داسى كار راضى شى ؟ هڅکله به يوواقعى مسلمان داسې كار ونه کړي اوكه څوك داسې كوي نوبايد خپل ايمان ته  بيا مراجعه وکړي  اودخپلې مسلمانۍ په اړه دې  تجديد نظر وكړي.

عبرتونه :

لومړی:مسلمان بايد د تل لپاره له كافرانو څخه په ويره كى وى .
دوهم: مسلمان بايد دتل لپاره د كافرانو چلونو اوفريبونوته متوجه اوبيداروي .
دريم: د كافرانو لوى هدف د مسلمانانو بى لارى كول دى .
څلورم: مسلمان بايد د كافرانو په مقابل كى بصيرتمندانه تعامل غوره كړي.
څلورم: مسلمان بايد هيڅکله هم په كافرانو اعتماد اوبروسه ونه کړي .
كله چى مونږ ته دا خبره روښانه شوه نوپه مسلمانانوباندى دكافرانو په مقابل يوهراړخيز اودوامداره جهاد اومبارزه كول فرض كيږي، چې ډولونه يې په لاندې توګه دي : دجهاد ډولونه :
1.    مالي جهاد: خپل مال د الله تعالى په لاره کې لګول
2.    د نفس په ذريعه جهاد كول: خپل نفس د الله په لاره کې قربانول
3.    د ژبى جهاد: په ژبه باندې د ظالم په وړاندې د حق خبره کول
4.    د قلم جهاد، د کافرانو په اړه لېکنه کول او د هغوی دسيسې او پلانونه رسوا کول
5.    د علم په واسطه جهاد كول: خلکو ته الهي دين او حق ورښودل .
6.    د جهاد اعلى او ترټولو اوچته مرحله هغه  د تورې او مسلحانه جهاد كول دى: چې کله دښمن د حق په وړاندې خنډ شي او اسلامي دعوت ته مخه نه ورکوي چې مخ پر وړاندې ولاړ شي او يا هم کافران پر مسلمانانو تېری وکړي نو بيا د هغوی په مقابل کې له شرايطو او ظروفو سره سم د تورې او سيف جهاد کول فرض کيږي
مسلمان مربى او دعوتګر بايد په قران كريم باندى، په لفظى او معنوى لحاظ، او هم په عملى لحاظ پوره اهتمام وکړي له آيت شريف نه دا هم  جوته شوه چى مونږ قران كريم ته څومره زيات ضرورت لرو او څومره ورته اړيو له قران كريم څخه پرته زمونږ كاميابي اوسرلوړي له امكان څخه وتلى ده

بلال امين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب