د الله په لور د بلنې حکم او غوښتنې یې | سیرت النبي

يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ 1 قُمْ فَأَنذِرْ 2 وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ 3 وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ 4 وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ 5 وَلاَ تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ 6 وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ

ژباړه:ای ځان تاوونکیه! پورته اوخلک وډاروه، دخپل الله لویې وستایه ،لباس دې پاک کړه اود ګندګۍ (ګناه اوبتانو) څخه ژغورنه وکړه او داسې احسان مه کوه چې بدل یې ډیر غواړې او د خپل رب دخوښۍ لپاره (دستونزو پ مقابل کې) صبر کوه.

د سورت مدثر د پورتنیو مبارکو ایتونو په نزول سره نبی کریم صلی الله عليه وسلم  د هغو لویو غوښتنو سره مخ شو چې د ټولنې په ټولو پیښو اغیزمن رول لری:

۱.د ډارونې دندې په غاړه اخیستلو اخرنی پړاو دادی چې له الله څخه ټول غاړه غړونکی دخپلو کړنو له ناخوښو نییجو څخه هومره وډار شی چې په زړه او ضمیر کې یې د ډار اوبدلون انقلاب را منځ ته شی.[irp][irp][irp]

۲.دلوی الله د لویې ستایلو اخرنۍ معنی دا ده چې په ځمکه کې نورې ټولې لویی ختمې او ټول لویان بې له الله څخه پړمخې نسکور او یواځې د یو لوی رب جل جلاله لویې ثابته اوحاکمه شی.

۳.د لبا س پاکولو او دګندګیو د پریښودلو اخرنی درشل دا دی چې ظاهری او باطنی سپیڅلتیا خپله او د ټولو شکمنو څیزونو او نا پاکیو څخه انسانی نفس په هومره اندازه پاک شی چې د الله د رحمت او لارښونې په رڼا کې یو بشری نفس کیدای شی.

۴.( نیکی کول بې له احسانه) لوړه څوکه دا ده چې باید خپلې هلې ځلې او نه  ستړی کیدونکی قدمونه لوی او ستر ونه ګڼل شی، بلکې باید د هرې منډې پسې بله منډه واخیستل شی، ټولې قربانۍ وړاندې خو په هیڅ ځای کې یادې نه شی ترڅو د الله په مینه کې هومره ډوب شی چې خپلې کړنې او قربانۍ یې هیڅ وخت په سترګو کې وړاندې وړاندې نه شی.

۵.په اخرنی ایت شریف کې دې خبرې ته ګوته نیول شوې ده چې د دښمنانو له ټوکو ،ملنډو،سپکو سپورو څخه نیولې تر د ده او د ده ملګرو د وژلو او د ټولو د له منځه تللو له هڅو سره به مخ شی نو په دې وخت کې باید په خورا میړانه او اوسپنیز هوډ سره مقابله  وکړی مقابله ددې لپاره نه چې ځینې نفسی هیلې یې پوره شی بلکې یوازې د دې لپاره چې د الله رضاء اوخوښه یې تر لاسه کړی وی.

الله اکبر!

 په ښکاره بڼه دا څومره بسیطې خبرې او څومره ښکلی اوخواږه توری دی چې یو له بل سره یې زړه وړونکی تړون پیدا کړی دی خو د عمل په ډګر کې څومره درانه لوی او له ستونزو ډک کارونه دی چې د کړنې په صورت کې به ګرده نړۍ په لړزان او یو له بل سره به لاس او ګریوان شی.

انسان به د دعوت په لاره کې له مشکلاتو،تکالیفو سره مخ کیږی او صبر به کوی او ددې بدله به په اخرت کې وینی دا نیمګړې دنیا د انسان د ټولو کړنو د بدل ورکولو ځای نه دی او نه د چا په وس پوره ده چې د دې بدل ورکړی نو په دې اټکل (انذار) ډارول د دې غوښتنه کوی چې باید له نیمګړې دنیا څخه جلا د حساب کتاب یوه بله ورځ وی چې د هرچا دکړنو پوره بدل پکې ورکړل شی او دا همغه  ورځ ده چې د قیامت د حساب کتاب ورځ او د انسانانو د کړنو د تللو ورځ ورته وایې.

په نورو ایتونو کې له انسانانو څخه د سوچه وحدانیت غوښتنه شوې او هم پرې امر شوی چې خپلې ټولې هلې ځلې الله جل جلاله ته وسپاری او د الله جل جلاله د رضاء د لاس ته را وړلو لپاره د نفسی خوښیو او د انسانانو له خوښې څخه لاس په سر شی.

په پورتنیو مبارکو ایتونو کې د دعوت او تبلیغ مواد په لنډو تورو سره داسې په ګوته کوو:

الف: توحید

ب: دقیامت په ورځ ایمان

ج: د نفس د پاکوالی لپاره هڅه چې له هغو بدو او پریوتو کارونو څخه ځان وژغورل شی چې انسان د بدبختۍ په لور بیایی او د نیکو او ښو کارونو په خپلولو کې هڅه وشی.

د: د ژوند په ټولو اړخونو کې یوازې په الله جل جلا له توکل وشی.

ه : د دې لړۍ اخرنۍ کړئ دا ده چې باید پورتنی کارونه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په رسالت لرلو دهغه د پخې او باوری مشرۍ په رڼا کې وشی.

د دې مبارکو ایتونو لومړۍ برخه هغه اسمانی خدایی غږ دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته یې امر کړی دی چې دیو لوی او ستر کار لپاره ملا وتړی له خوب، بې پروایی او ارام ژوند څخه را پورته د جهاد مبارزې او له ستونزو ډک ژوند سره یې اشنا کړی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پورته او څه د پاسه شل کلونه یې نه دمه وکړه او نه ارام، د الله جل جلاله په لور بلنه کې په نه ستړی کیدونکو هلو ځلو بوخت او په اوږو یې لوی او دروند پیټۍ په اوسپنیزو مټو پورته کړ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب