د الماسو کڅوړه، وخت ارزښت | هيښوونکي کیسې

شپې لا خپله توره بړستن له نړۍ نه وه ټوله کړې چې ښکارې د سیند غاړې ته ورسیدی، دسیند په غاړه یې په یوه شي پښه وښویېدله ، ور ټيټ شو چې لاس یې پرې وتپاوه له کوچنیو کاڼو ډکه کڅوړه وه، کڅوړه یې ور واخیستله د سیند په غاړه کېناستی ، دښکار جال یې هم څنګ ته کېښود اودلمر را ختلو په انتظار شو .

کله چې لمر را وخیږې او رڼا خپره شې نو ښکار به پیلوي، ښکاري کڅوړې ته لاس کړ یوکاڼی یې را واېستی او سیند ته یې وغورځاوه ، د صبحدم په چوپتیا کې په اوبو کې د کاڼې د لویدلو اواز خوند ورکړ نو یو یو کاڼی یې را واخیست او اوبو ته یې غورځاوه ، دلمر تر راختلو پورې وخت و او ده همدا دکاڼو ویشتلو لړۍ روان لرلې وه ، کله چې لمر راوخوت ایله یو کاڼی یې په لاس کې پاته و او ټوله کڅوړه تشه پرته وه .

ښکاري چې په خپل لاس کې پاته کاڼي ته ځیر شو خوله یې وازه ونیوله او په افسوس او چیغو یې پیل وکړ ځکه په لاس کې کاڼی یې د الماسو خورا قیمتې کاڼی و او ده چې سیند ته ویشتلي وو هغه ټول دالماسو ارزښتناک کاڼې وو !! ده په خپل لاس الله ورکړې زیاته شتمنې ټوله سیند ته غورځولې وه او ایله یو کاڼی یې په لاس کې پاته و .

تاسو ښکارې بد مرغه ونه بولئ هغه خو یوکاڼې په لاس کې لري او په هغه باندې خپل ژوند برابرولی شي . موږ اوتاسو هر یو فعلا داسې تر الماسو ډکې کڅوړې په واک کې لرو او په رڼا ورځ یې ارزښتناک او قیمتي کاڼې د غفلت سیند ته غورځوو ، د ژوند شپې ورځې د الماسو ترکاڼو ډیرې ارزښتناکې دي او موږ ته الله راکړی ژوند د الماسو ترډیرو کڅوړو ارزښتناک ده . باید په قدر او ارزښت یې پوه شو .

حامدافغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب