د المسيار او صيغې تر منځ توپير

يوه ورځ د ځينو ورونو تر منځ د صيغې (نکاح المتعة) او المسيار پر سر بحث رامنځ ته شو. ځينو يې داسې انګيرله چې ګواکي المسيار هم د صيغې په څير له سنيانو سره يوه نکاح ده. بحث نوی او په زړه پورې و، نو ځکه دې ته اړ شوم چې د صيغې او المسيار تر منځ توپير په ډاګه او په اړه يې څه معلومات تر لاسه کړم، هغه هم له دې امله چې زياتره خلک يا خو د المسيار سره، له سره اشنا نه دي او يا هم د صيغې او المسيار تر منځ دقيق توپير نه شي کولاي. ياده دې وي، چې المسيار د يوې ټولنې په کلتور او همدارنګه د ښځې په اقتصادي شرايطو پورې اړه لري.

تعريفونه:

۱- المسيار عبارت دی له دې څخه: چې يو سړی له يوې ښځې سره د ارکانو او شرطونو په منلو سره عقد (د نکاح تړون) وکړي، البته ښځه نوموړی سړي ته د نفقې او استوګنځي له مسووليتونو څخه تيريږي.

۲. صيغه (المتعة) عبارت ده له دې څخه: چې يو سړی يوې ښځې ته يوه اندازه مال ورکړي او ښځه ورته خپل ځان د نوموړی مال په بدل کې د يو ټاکلي وخت لپاره ورکړي، او دغه عقد يا د نکاح تړون د ټاکل شوې مودې په پای ته رسيدو سره پرته له طلاقه فسخ کيږي او همدارنګه سړی د ښځې د نفقې او استوګنځي مسووليت هم پر غاړه نه لري. او که چيرې په دغې ټاکل شوې موده کې ښځه يا سړی ومري نو يو پر بل د ميراث حق هم نه لري.

د المسيار او صيغې تر منځ توپير

۱- صيغه په يو ټاکلي وخت پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې المسيار د صيغې په خلاف په محدود وخت پورې هيڅ تړاو نه لري او يوازې په طلاق سره فسخ او له منځه ځي.

۲- په صيغه کې د ښځې لپاره د شرعي نکاح په څير هيڅ کوم م سووليت د ميړه پر غاړه نه وي لکه نفقه، استوګنځي، طلاق، ميراث، مګر يوازې د نسب ثابتيدل، چې البته په المسيار کې د ښځې او ميړه تر منځ د طلاق، ميراث او داسې نور ټول حکمونه د شرعي نکاح په څير دي، مګر يوازې پر سړي باندې د ښځې او نفقې، شپې تيرولو او استوګنځي مسووليت نه وي.

۳- په صيغه کې د ښځې او ميړه تر منځ جلاوالی په طلاق نه بلکې د هغه وخت په پای ته رسيدو سره رامنځ ته کيږي چې دواړو خواوو پرې موافقه کړې وي ولې بيا په المسيار کې د ښځې او سړی تر منځ جلاوالی يوازې د طلاق په ورکولو سره رامنځ ته کيږي.
۴- په صيغه کې ولي او شاهدان نه دي شرط په داسې حال کې چې د نکاح المسيار د صحت او جواز لپاره ولي او شاهدان شرط دي.

۵- په صيغه کې يو سړی کولای شي چې په عينې وخت کې له يوې څخه د زياتو سره (له څومره سره چې يې زړه وي) صيغه وتړي، اما په المسيار کې يو سړی يوازې د څلورو ښځو سره د نکاح حق او جواز لري که چيرې يې څلور واړه ښځې د المسيار په نکاح سره کړې وي.

د المسيار نکاح په اړه د عالمانو فتوا

له ښاغلي عبد العزيز ابن باز (رحمه الله) څخه د هغه سړی په اړه وپوښتل شول چې له دوهمې ښځې سره واده وکړي او ښځه د ځانګړو لاملونو له کبله د خپل پلار په کور کې پاتې کيږي ولې سړی کولای شي د هغې کره چې هر وخت وغواړي تلای شي. نوموړی ځواب ورکړ چې په نوموړی عقد (المسيار) کې څه مشکل نشته البته چې کله په کې د يو عقد لپاره لازم شرعي شرطونه پوره شي، چې نوموړي شرطونه عبارت دي له: د ولي شتون، د دواړو خواوو رضايت او د دوو عادلو شاهدانو م وجوديت او بيا يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه مبارک حديث وويل (المسلمون علی شروطهم) او زياته يې کړه که چيرې ښځه او ميړه سره په دې موافقه وکړي چې ښځه به د پلار په کور کې پاتې کيږي او سړی به د ورځې له خوا د ښځې کره ځي نه دشپې له خوا، او يا که چيرې سړی د ښځې سره په ټاکلو ورځو يا شپو کې وي نو څه عيب نه لري ولې په دې شرط چې نکاح به ښکاره کوي.

– هغو عالمانو چې د المسيار نکاح ته يې جواز ورکړي يو شمير دليلونه يې وړاندې کړي چې ځينې مهم يې په لاندې ډول دي:
۱- په المسيار کې د شرعي نکاح په څير ټول شرطونه او ارکان پوره دي، لکه ايجاب او قبول، د دواړو خواوو رضايت، ولي، مهر او شاهدان.

۲- د رسول الله صلي الله عليه وسلم په سنتو کې دا ثابته شوي چې د مومنانو مور حضرت سودة بنت زمعة رضی الله عنها خپله ورځ عايشه رضی الله عنها ته بښلې وه، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به دوه ورځې له عايشې رضی الله عنها سره و، يوه ورځ د سودة او بله ورځ خپله د عايشې. (البخاري)
په نوموړی حديث له دې وجهې استدلال کيږي، چې سودة رضي الله عنها خپله ورځ عايشې رضي الله عنها ته بښلې وه او رسول الله صلي عليه وسلم قبوله کړې وه، نو دا په دې دلالت کوي چې دا د ښځې حق دي چې د خپلو ځينو حقونو چې الله پاک ورته ورکړې تيرېدای شي لکه نفقه او د ميړه سره د شپې تيرول. که چيرې دغه کار جايز نه وای نو رسول الله صلي الله عليه وسgم به نه وای قبول کړی.

۳- د المسيار په نکاح کې نورې ډيرې ښيګڼې او مصلحتونه نغښتې دي. په نوموړې نکاح کې د ښځو فطري غريزې پوره کيږي، کيدای شي د اولاد خاونده شي، دا د هغو پيغلو چې زيات عمر پرې د پلار په کور کې تير شوی وی او واده يې نه وي کړي، د طلاق شوو او کونډو شمير راکموي. او ډير هغه ځوانان له بد اخلاقي څخه ژغوري چې د عادي واده کولو وس نه لري.

سرچينه: د الشيخ عبد الملک المطلق ” زواج المسيار رسالة”

الهام نيازی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب