د امام غزالى شخصیت (طنطاوی)

نن مونږ د نيشاپور نه غږيږو د مشر وزير نظام الملک د هغه مرکز نه چې  له هغه ځايه يې نيمه اسلامي نړۍ اداره کوله او هميشه به د علماؤو نه ډک وو. خو نن تر ټولو ورځو زيات علماء راټول شوې وو. ځکه نن د عمومي سياليو ورځ وه، تاسي خو د سپورتي سياليو سره اشنا ياست علمي سياليو سره نا بلد ياست، هغه چې د منا‌ظرو په نوم به ياديدلې، خلک به  ورته راټوليدل، اميرانو به  يې څارنه کوله، په دې مناظرو کې به ځينې مناظرې محدودو فنونو پورې منحصرې وې لکه نحو، فقه، علم کلام او داسې نور او ځينې مناظرې به هر اړخيزې وي ټولو علومو او فنونو ته به  شاملې وي.

مشهوره مناظره

د نن ورځې مناظره هم هر اړخيزه وه خو حيرانونکې ځکه وه چې  ټول علماء د نظام الملک په ګډون د يو سړې په مقابل کې ولاړ وو. او دا ډول مناظره د لومړې ځل لپاره جوړه شوې وه چې څو ورځې يې دوام درلوړد.
هغه سړى  يو ځوان وو چې عمر يې ٣٣ کاله وو خو نوم يې د هر چا غوږونو ته رسيدلې وو او تاليفات يې هرې خواته خواره شوې وو.
د هغې اصولو ته ځانګړې شوې وه او زيات  شمېربرجسته علماء او عام خلک ورته راټول شوې وو، په دغه ځوان د پوښتنو باران پيل شو او ده په ډېره سړه سينه مدلل، او مفصل  ځوابونه ورکول چې ټول مجلس يې هک پک او حيران  کړې وو، او ټولو په يوه خوله دده په علم اعتراف وکړ او په شافعې مذهب کې يې د امامت لقب وروباښه او د مذهب د رياست بيعت يې ورسره وکړ.
د مناظري دويمه ورځ متکلمينو او اهل کلامو ته ځانګړې شوې وه او ياده دې وي چې دا داسې زمانه وه چې هرې خواته د علم کلام بحثونه روان وو او په تاريخ کې د علم کلام په زرين عصر ياديږي ځکه هغه وخت علم کلام د شريعت او فلسفې خلاصه ګڼل کيده او د علماءو په وړاندې يې لوې مقام  درلود. اګر چې دلته زه دا خبره ضروري ګڼم چې د توحيد په مسايلو کې د قرآن کريم اسلوب يوبشپړ اسلوب دې فلسفې او علم کلام ته اړتيا نه لري… خو په هر حال دغه مناظرې هم څو ساعته دوام درلود تردې چې علماء په دې قايل شو چې دا ځوان د متکلمينو امام دى.
د مناظرې دريمه ورځ يونانې فلسفې ته ځانګړې شوې وه، د دغه ځوان مخې ته  هغه وتلې فيلسوفان ناست وو چې د افلاطون او ارسطو کتابونه يې د ژبې په سر ياد وو او په دې باور وو چې نن ورځ به له دغه ځوان چې د يونان د فلاسفه و کتابونه يې نه دې لوستلې مناظره خاماخا ګټې او په ده به برلاسې کيږي خو کله چې مناظرې ته ورکيوتل نو داسې عقلې ځوابونه يې واوريدل چې د يونان فلاسفه يې په زړونو کې وشرمول او ويې منل چې دغه ځوان په دې علم کې هم ترټولو وړاندې دى.

مناظرې څو ورځې دوام وکړ او هره ورځ به دغه ځوان خپل مقابل لورې ته ماتې ورکوله تر دې چې نظام الملک  له ده  ډېر اغيزمن شو او په بلخ،نيشاپور، هرات، اصفهان اوبصره او موصل کې يې کې يې (المدارس الجامعة) يعني پوهنتونونه تاسيس کړل او دې يې په مدرسة النظامية الکبرى کې د مشر استاذ په حيث وټاکه.
وروسته يې د وخت دارالخلافې بغداد ته سفر وکړ او د علماءو سره يې مناظرې وکړې او ټولو دده په وړاندې ماتې ومنله او دده په علم يې اعتراف وکړ.

اوس به تاسې ته دا پوښتنه خاماخا پيدا شوي وي چې دا عالم به څوک وي؟ آيا دغه شخص به رښتيا هم د همدومره علم او پوهې خاوند وو او که نه مبالغه به په کې شوې وي او دا دومره علم يې څرنګه او له کوم ځايه لاس ته راووړ.
باور وکړئ ما په دې کې مبالغه نه ده کړې بلکه دغه شخص ددې نه هم دډيرو ځانګړتياوو لرونکې وو کوم چې ما يې په هکله بيان کړي دي. بلکه دې د اسلامي فکر لرنکو لسو لويو شخصيتونواو د قلم د خاوندانو څخه  يو وو.  هغه شخص وو چې يوناني فلسفه يې خلاصه کړې او په هغه يې قوي رد کړې.  اول يې تاييد کړې ځواکمنه کړې او بيا يې پرې قوي ګذار کړې اوجالبه داده چې دايې له کوم  استاذ نه نه ده زده کړې بلکه پخپله يې مطالعه کړې ځکه هغه ته الله پاک دغه صلاحيت ورکړې وو چې په يو مذهب،رايې او فکر رد وکړي. دده آراء فلاسفه و هم استقبال کړې ځکه هغوى په ده کې داسې تلخيص او پوهه موندلې وه چې پخپلو کتابونو کې يې نه وه ترسترګو شوې. دده کتاب (تهافت الفلاسفه) خو يو پريکوونکې ګذار وو چې د هغې نه وروسته مقابل لورې سر را اوچت نه شو کړاى او دده يوه  عجيبه ځانګړتيا داوه چې ددې توان يې درلود چې هر ډول فکرـ په واضحه ټکو وڅيړي اوپه اسانه او منطقې تسلسل سره يې خلکو ته واضحه کړي.
زما په اند دده په څير شخص به په خپله زمانه کې  بل څوک نه وي تير شوې او دا ځکه  چې دده ژوند دوه اړخه درلودل يو د عقل او بل د زړه او دې ددواړو اړخونو پيشوا او لارښود وو د بغداد په نظاميه پوهنتون(الجامعة النظامية) کې استاذ وو او عجيبه اوپه زړه پورې تاليفات لري چې تر ننه مفکرين او فقهاء تري سرچينه اخلي او له بل لورې يې  د ژوند يوه لويه برخه عبادت ته فارغه کړې وه او په دې اړوند يې (احياء العلوم) وليکه  چې تر اوسه اهل تصوف او زاهدانو ته منلې کتاب ګڼل کيږي.

اوس خو به مو خاماخا پيژندلې وي؟ د اځوان حجة الاسلام ابو حامد محمد بن محمد بن محمد الغزالي دى.
دده د تحصيل او د علم د طلب قصه هم ډيره عجيبه او حيرانوونکې ده  چې يو اړخ ته يې ستاسې پام راګرځوم  ترڅو پوه شئ چې لوى شخصيتونه کله نا کله د ډېرو فقيرو او کمو اسبابو لرونکو کورنيو کې پيدا کيږي  کله نا کله د عوامو فقيرانو زامن د داسې لويې مرتبې او علم  خاوندان ګرځې لکه امام غزالي، شاعر متبني وزير نظام الملک او پادشاه ظاهربيبرس…
يو ځل بيا مو نيشاپور ته راګرځوم او د يو وړوکې دکان نه مو خبروم چې د يو صالح سړې په کې د وړيو په کار اوبار مشغول دې دې پخپله عالم نه دى،بلکه  امې دى ليکل لوستل نشې کولاي ليکن اسلامي امت ته يې داسې برجسته اونادر عالم وړاندې کړ که دې نه وې نو هيڅ عالم به نه وو.

دا دکاندار محمد بن محمد د امام غزالي پلار وو…

کله به چې ددکان د کار نه اوزګار شو مسجد ته به ننوت او د فقهاءو حلقاتو کې به کښيناست او په خپل حال به يې افسوس کولو او ژړل به يې چې کاشکې علم يى کړې واى خو ځوانې او عمر يې تير وو او د افسوس او اميد نه پرته ورته څه نه وو پاتې او د الله نه به يې په اخلاص دا سوال کولو چې که خداى يو داسې ځوى ورکړي چې فقيه او عالم يې او خلک يې ددرس په حلقه کې ناست وي.
الله تعالى دده دعاء قبوله کړه او داسې زامن  ورته الله وربـخښل  چې يويې د زماني د لويو فقهاوو نه ووچې هغه همدا ابوحامد وو چې په اړه يې غږيږو. او بل ځوى يې د لويو واعظانو څخه وو.
پلار يې په داسې حالت کي وفات شوچې دواړه اولادونه يې صغيران وو د مرګ پر وخت يې په زړه کې ارمان پاتې وو چې کاشکې زامن مې عالمان ليدلې واي خپل نيزدې صوفي دوست  ته يې وصيت وکړ چې دده پاتې مال ټول دده ددواړو زامنو په تعليم خرڅ کړي اګر که ټول مال يې هم تمام شي. نو معلومه شوه چې د امام غزالي د دغه لوړې مرتبي لومړنې لامل دده پلار او دويم لامل دده د پلار دوست هغه صوفي وو چې ددوى په تعليم او تربيه کې يې منډې ووهلي او هر څه يې په دوى مصرف کړل او ورته به يې ويل: په خپل علم د خپل پلار په څير عمل وکړئ او يا زما په څير صوفيان شئ  همدا ډول ورته يې ويل چې ما په تاسې ستاسي خپل مال خرڅ کړځکه زه فقير سړې يم خپل مال نه لرم چې ستاسې مرسته مې کړې واى نو په تاسې حرام دي چې علم پريږدئ بلکه د مدرسې لاره ونيسئ او مدرسه مه پريږدئ
دريم لامل د امام غزالي په تکوين او جوړونه  کې د علم مدرسې وي، هغه مدرسې چې د هغې نخښي په دمشق،عمريه او صالحية کې شته او ډېر شاخونه يې درلودل په مراديه، بادرائيه او نورو کې…

د امام غزالي د تکوين څلورم لامل د ده علمي سفرونه دي چې څو مياشتې او حتى کلونه به يې نيول ددې لپاره چې د علماءو څخه مسائل او احاديث واخلي دده له دغه سفرونو څخه يو سفر دده لپاره لوى درس وو چې په راتلونکې  کې يې ورته ډېره ګټه وکړه او هغه درس ده له کوم عالم او محدث نه نه ؤ زده کړې بلکه له لارشکوونکې او ډاکو نه يې زده کړې وو او هغه دا چې په يو سفر کې دده قافله ډاکوانو ولوټله  او دده د کتابچو او کتابونو په شمول هرڅه يې ترې واخيستل.  امام غزالي په ژړا شو او ډاکوانو ته يې زارۍ کولې چې  کوم مال او جامې مو چې له ما اخيستې په هغې مي هيڅ پروا نشته خو زما کتابچې او نوټونه زما د ټول تعليم ثمره او پانګه دا راڅخه مه اخلئ .  ډاکوانو ورته وويل: چې کومې کتابچې غواړې؟  امام ورته وويل:  دغه کتابچو کې زما ټول هغه علم دې چې ما حاصل کړې دى.
غله په خندا شول او ورته يې وويل ته څرنګه وايې چې زما علم په داسې حال کې که دا کتابچې درنه ضايع شي له  تاسره هيڅ شى نه پاتې کيږي.او کتابچې يې ورته ورګذاې کړې چې دادې علم دې درواخله.
امام غزالي وايې: له دغه غلو او لار شکوونکو مې لوى درس زده کړ او کله چې خپل وطن ته ورسيدم ټول هغه څه مې چې ليکلې وو حفظ کړل اوس نو زما پروا نه وه که کتابونه مې ضايع شي يا غلا شې او يا هم وسوزي.
دامام غزالي د تکوين پنځم لامل د ستر عالم  امام الحرمين سره دده ملازمت او صحبت وو چې لويه موده يې ورسره تيره کړې وه  او ډېر څه يې تري لاس ته راوړي وو.

د ژوند اړخونه

دامام غزالي ژوند دوه اړخونه درلودل  يو علمي اړخ او بل تصوفي اړخ.
تصوفي اړخ دده د هغه لومړنې استاذ او صوفي چې پلار يې ورته د ددوۍ سپارښتنه کړې وه د تربيت اغيزه وه چې د عمر په پاى کې پرې غالب شو او د جامعې د استاذۍ نه يې استعفى وکړه او عبادت او زهد ته يې ځان فارغ کړ او زيات وخت به يې د ددمشق په جامع مسجد په هغه خونه کې تيراوه چې غربي مناري ته به ورڅخه خلک ورختل او دغه کونج له هغې وروسته د امام غزالي په نوم شهرت لري او همدلته يې مشهور کتاب (احياء علوم الدين) وليکه.
په دمشق کې هم امام غزالي عجيبه خاطرې لري ځکه دې هلته د يو نا اشنا انسان په توګه راغلې وو چې چا نه پيژنده، د مسجد تشنابونه به يې پاکول او مسجد ته به بالکل د عوامو په جامه کې ننوتلو.

يوه ورځ يو تن مسجد ته راننوت او د يوې مسئلې پوښتنه يې کوله چاورته د علماءو او مفتيانو ډله ورښودله خو ټول يې له ځواب نه عاجز شو. غزالي چې پرې پوه شو را ويې غوښت او ورته ېې وويل : څه پوښتنه لرۍ؟ نو هغه ورته وويل دومره علماء او مفتيان پرې پوه نه شول نو ته امې سړې به پرې څه پوه شي !!! امام غزالي ورته وويل ته خو يې راته ووايه کيداى شي ځواب يې درکړم نو کله يې چې ترې پوښتنه وکړه نو مدلل ځواب يې ورکړ، سړى بيرته هماغه علماءو او مفتيانو ته ورغې او د امام غزالي ځواب يې ورته بيان کړ چې تاسې پرې پوه نه شوئ او دا امې سړى پرې پوه شو او ځواب يې راکړ هغوى چې دا ځواب واوريد امام غزالي ته راغلل او پوښتنه يې ترې وکړه چې ته څوک يې؟ ته خو د ډېر لوى علم خاوند يې نو دده په وياړ يې يوه لويه غونډه جوړه کړه او خلکو ترې ډيرې پوښتنې وکړې او ده به ځوابولې خو بله ورځ امام له دمشق نه په پټه ووت خلک ورپسې ګرځيدل خو په لاس ورنغې.

خپل وطن ته راوګرځيد اويو ځل بيا جامعه نظآميه نيشاپورکې  په تدريس مجبور کړاۍ شو خو لږه موده لا تيره نه وه چې  بيا يې استعفى وکړه اوپه خپل کور کې يې يوه وړه مدرسه جوړه کړه چې تدريس به يې په کې کولو  اونور وخت يې عبادت او ذکر ته فارغ کړ تردې چې د ٥٥ کالو په عمر په داسې مرګ وفات  شو چې  په ښه خاتمې دلالت کوي.
دا ؤ د هراړخيز علم خاوند او داسلام لوى مفکر امام ابوحامد الغزالي.

يو د هغه نيمګړتياوو څخه چې امام غزالي يې لري په احاديثو کې دده ضعف دې اګر چې د ژوند په وروستې پړاو کې ېې ددې علم د لاس ته راوړلو هڅه کړې وه خو ژوند ورسره وفا ونکړه او همدا لامل دې چې دده کتاب (احياء علوم الدين) د موضوعې او ضعيفو احاديثو نه ډک دى که څوک غواړې چې  احياء علوم الدين مطالعه کړې نو د د عراقې د تخريج پرته دې نه مطالعه کوي او يادې د شيخ جمال الدين القاسمي اختصار ولولي، بل شى چۍ دغه کتاب يې لري هغه له دنيا نه د بالکل بي رغبتۍ  او فقر روحيه ده چې د هغه اسلامي روح سره اړخ نه لګوي کوم چې درسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه کراموپه سيرت کې تر سترګو کيږي او په زړه پورې خوداده چې دا کتاب په داسي وخت کې ليکل شوې چې د ختيځ مغلو او لويديځو صليبيانو له خوا په اسلام کلک ګذارونه روان وو که مسلمانانو په دغه وخت کې هغه څه خپل کړاى کوم چې دې کتاب ورته بلنه کوله نو د تتار او مغلو مقابله به يې نه واى کړاى

په هر حال امام غزالي د اسلام لوى مفکرهراړخيز عالم  او له نادرو علماءو څخه وو چې امت ته يې لويه پانګه وړاندې کړېده، ٫الله دې پرې ورحميږي او الله دې ورته د جهودو اجر ورکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب