د امانت په زړه پورې کیسه

ویل کیږي چې هلته په مکه مکرمه کې یو بې وزلی سړی اوسیده
دې بې وزله سړي له صالحې (دښو اخلاقو څښتنې) ښځې سره واده کړی وو.
یوه ورځ یې خپلې مېرمنې ورته وویل : ګرانه خاونده!
زموږ سره څه نشته چې ویې خورو او نه څه شته چې وایې غوندو!
نو سړی بازار ته ووت چې دکار پلټنه وکړي ، پلټنه پلټنه خو هیڅ کار یې ونه موند !وروسته له دې چې پلټنې ستړی کړ، بیت الله الحرام ته یې مخه کړه ، دوه رکعته لمونځ یې پکې وکړ دعاوې یې پیل کړې چې له دې ستونځو یې رب خلاص کړي ، له دعا لا نه وو فارغ چې د حرم شریف انګړ ته را ووت یو ه پرېوتې کڅوړه یې ومونده او پرایې نستله ،ګوري چې زر دینار پکې دی .
سړی ولاړ چې خپله مېرمن په موندل شوي مال خوشحاله کړي، خو مېرمنې یې مال بیرته ور وګرزاوو او ورته ویې ویل: اړینه ده چې دا مال بیرته خپل څښتن ته وروګرزوې ځکه په حرم شریف کې د پرېوتي څیز اخیستل روا نه دي ، نو همداسې یې خاوند حرم شریف ته لاړ ګوري چې یو سړی نعرې وهي : چا یوه کڅوړه موندلې چې زر ۱۰۰۰ دینار دي پکې؟؟
بې وزله سړی خوښ شو او ورته ویې ویل: ما موندلې ده واخله خپله کڅوړه دې چې ماد حرم شریف په انګړ کې ومونده!
نو دا یې جزا وه چې نعرې وهونکي بې وزله سړي ته اوږده وکتل او ورته ویې ویل: واخله دا ستا ده او نور نه زره ۹۰۰۰ دیناره هم ورسره دي ،بې وزله سړی هیښونکی شو او ورته ویې ویل : ولې؟؟
نعرې وهونکي ورته وویل: دشام یوه سړي لس زر دینار راکړي وو او راته ویلي یې وو: له دغو څخه زر دینار په حرم شریف کې وغورزوه او بیا نعرې کړه (دبیرته پیداکولو لپاره) که چا بیرته درته راوړې نو دا ټول مال هغه ته ورکړه ځکه هغه امین (ساتونکی) دی .
قال الله تعالى: “ومن يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه من حيث لا يحتسب”.
ژباړه: الله تعالی فرما یلي دي : څوک چې له الله (ج) څخه وویریږي نو الله به (له ستونځو) څخه دوتلو لار ورکړي او داسې روزي به ورکړي چې دده په ګمان کې به هم نه وي .
د (ابداع فیه وفیه) له پاڼې څخه راوزباړل شوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب