د امت په ۷۳ ډلو د ویش حدیث (قرضاوي)

یادونه:

دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې څلورمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

هغه حدیث چې وایي دا امت به له اویاوو نه په زیاتو فرقو وویشل شي، ټولې فرقې به په اور کې یوازې یوه فرقه به نجات و مومي، د دې حدیث د ثبوت او دلالت په اړه ډیرې خبرې دي چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو.

الف- دا حدیث په صحیحینو کې ندی راغلی

لمړۍ باید دا ووایو چې دا حدیث په هیڅ یوه د صحیحینو (بخاري او مسلم) کې نه دی روایت شوی، سره د دې چې د موضوع له اړخه ډیر مهم هم دی، دا خپله په دې دلالت کوي چې د امام بخاري او امام مسلم د شرطونو له مخې دا حدیث صحیح نه دی.
کیدای شي وویل شي چې دوی دواړو خو ټول صحیح حدیثونه په خپلو کتابونو کې نه دي را غونډ کړي، ډیر داسې صحیح حدیثونه شته چې په بخاري او مسلم کې نه دي راغلي، په ځواب کې یې موږ وایو چې دا خبره سمه ده چې دوی ټول صحیح حدیثونه نه دي راټول کړي، خو د علمونو له مخې یې هیڅ داسې علمي باب نه دی پریښۍ مګر دا چې لږ تر لږه یې یو حدیث پکې روایت کړی.

ب- د اور خبره

د دې حدیث په ځینو روایتونو کې دا خبره نه ده یاده شوې چې ګواکي پرته له یوې به نورې ټولې ډلې په اور کې وي، بلکې یوازې تفرقه او د ډلو شمیره پکې یاده شوې، ګورو چې د ابوهریرة په حدیث کې راځي کوم چې ابوداود، ترمذي، ابن ماجة، ابن حبان او حاکم روایت کړی: (یهود په یو اویا یا دوه اویا فرقو ویشل شوي نصاری په یو اویا یا دوه اویا فرقو ویشل شوي خو زما امت به په دري اویا فرقو وویشل شي)
دا حدیث اګر که ترمذي یې په هکله ویلي چې (حسن صحیح) دی، او ابن حبان او حاکم هم صحیح شمیرلۍ، مدار یې په محمد بن عمرو بن علقمة بن وقاص اللیثي را څرخي، که چا یې بیوګرافي په (تهذیب التهذیب) کې لوستې وي نو ورته څرګنده به شي چې دا کس د حفظ له پلوه د خلکو د خبرو لاندې دی، هیچا هم په مطلقه توګه ثقه نه دی کڼلۍ، بلکې علماوو یاده کړې چې دا کس د ده په پرتله د نورو ضعیفو کسانو څخه غوره دی، په همدې وجه حافظ په (التقریب) کې د ده په هکله یوازې دومره وايي (ریښتونۍ دې خو شک او وهم لري)، یاده دې وي چې یوازې ریښتینولي په دې ځای کې بسنه نه کوي بلکې لازمي ده چې د ریښتینولۍ سره د حفظ ثبات او ضبط هم مل وي، نو د هغه چا په هکله څه فکر کوې چې نه یوازې د حافظې ضبط نلري بلکې ورسره یې وهم او شک هم اخلي؟؟!
د علماوو په وړاندې دا خبره ډیره ښکاره ده چې (ترمذي، ابن حبان او حاکم) د حدیثونو په صحیح شمیرلو کې له آسانۍ کار اخلي او په دې هکله د بخاري او مسلم په څیر ډیر ټینګار نه کوي، آن تردې چې د حاکم په هکله خو دا هم ویل شوي چې د صحیح شمیرلو د شرطونو په تړاو ډیر وړاندې ځي.
د همدې وجې نه حاکم دا حدیث د مسلم په شرط صحیح ګڼلۍ، ځکه دی وايي چې حدیث د محمد بن عمرو له مداره تیر شوی کوم چې مسلم ورباندې اعتماد کړی، خو دا خبره یې امام ذهبي ردوي او وایي چې مسلم په یوازې توګه په محمد بن عمرو اعتماد نه دی کړی بلکې هغه وخت یې د هغه خبره کره ګڼلۍ کله چې ورسره د حدیث په روایت کې نور هم یوځای وي ، بله دا چې دا حدیث د ابوهریرة له خولې هم روایت شوی چې د هغه په حدیث کې دا ټکۍ نه دی راغلۍ چې وايي: (دا فرقې به ټولې په اور کې وي یوازې یوه فرقه به نجات مومي) او دا هغه خبره ده چې په تړاو یې جګړه روانه ده او علماء یې په هکله نظریات لري.
په حدیث کې دغه د اور زیادت له یو شمیر صحابه څخه روایت شوی لکه عبدالله بن عمرو، معاویة، عوف بن مالک او انس خو دا حدیثونه ټول د سند له مخې ضعیف دي، علماوو یو د بل سره په یو ځایوالي قوي ګڼلي.
زه دا وایم چې په اطلاق سره د ډیرو لارو څخه د حدیث روایت د حدیث قوت نشي کیدی، ډیر حدیثونه شته چې له ډیرو لارو روایت شوی خو بیا هم علماوو ضعیف شمیرلي، چې د تخریج او عللو په کتابونو کې یې مثالونه ډیر دي، دا رنګه حدیثونه هغه وخت د احتجاج وړ دي کله چې په وړاندې یو بل معارض نه وي، یا یې په معنا کې ستونزه نه وي.
ښکاره ده چې دا حدیث د معنا له اړخه ستونزه لري، داسې ستونزه چې وايي دا امت به د یهودو او نصاراوو څخه زیاتې فرقې او ډلې ولري، بیا به دا ډلې ټولې په اور کې وي مګر یوازې یوه ډله به نجات ومومي، د حدیث دا معنا د دې لامل ګرځیدلې چې هره ډله ځان نجات موندونکې وشمیري او نورې ډلې تورنې کړي چې ستاسو ځای اور دی، په دې توګه خپله حدیث د امت د جلاوالي لامل ګرځي، هر څوک کوښښ کوي چې مخالف لوری تورن کړي او ځان سپین څرګند کړي، د خپلې خبرې د قوت لپاره دا حدیث دلیل راوړي، چې همدا د امت کمزوري شمیرل کیږي او دوښمن ته دا جرأت ورکوي چې د مسلمانانو د جلاوالي په تړاو خپل هڅې نورې ګړندی کړي او په پای کې خپلې ګټې خوندي وساتي.
دې ستونزې ته په کتو علامة ابن الوزیر په ټولیزه توګه د حدیث په هکله خپل مخالفت څرګند کړی، په ځانګړې توګه په حدیث کې د ټولو فرقو په اور کې د داخلیدو زیادت یې په ټینګه رد کړی، ځکه دا زیادت د دې لامل ګرځي چې یوه ډله د بلې د ګمراهۍ دعوا وړاندې کړي او په پرله پسې توګه ټول امت له لارې ووځي، ټول یو پر بل پسې د کفر اعلان وکړي او امت د یوې نه جبران کیدونکې ستونزې سره مخ شي.
ابن الوزیر رحمة الله علیه په (العواصم) کتاب کې په داسې حال کې چې د دې امت د فضیلت او غوراوي په اړه بحث کوي وايي، پام چې د دې امت د وګړیو د تکفیر په اړه بیړه ونکړﺉ، پام چې د حدیث دې زیادت ته و نه ګورﺉ چې وايي (ټولې فرقې هلاکیدونکې دي مګر یوازې یوه فرقه) ځکه دا یو فاسد زیادت دی چې د اسلام د صحیحو بنسټونو سره هیڅ اړخ نه لګوي او ویره کیږي چې د اسلام دوښمنو کړیو له دسیسو څخه نه وي.
هغه وايي: (ابن حزم خو وايي چې دا زیادت موضوعي (په حدیث کې دروغ) دي نه موقوف دی او نه هم مرفوع، او ټول هغه حدیثونو موضوعي دي چې د قدریة، مرجیة او اشعریة فرقو په اړه راغلي، دا ټول حدیثونه ضعیف دي هیڅ قوت نلري) .

ج- د سند له پلوه

ډیرو مخکینیو او وروستنیو علماوو دا حدیث د سند له پلوه رد کړی، ځینو خو آن د متن او معنا له پلو حدیث مردود شمیرلۍ .
ګورو چې ابومحمد ابن حزم په هغه چا کلک رد کوي چې د عقیدوي اختلاف له امله نورې ډلې کافرې ګڼي.
ابن حزم ټول هغه څیزونه ردوي چې د نورو په کافر ګڼلو کې روایت شوي چې د هغې له جملې څخه دوه حدیثونه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې منسوبوي.
۱- (قدریه او مرجیه د دې امت مجوس دي)
۲- دا امت به څه باندې اویا فرقې شي، ټول به په اور کې وي مګر یوازې یوه فرقه چې جنت به یې په برخه وي.
ابو محمد ابن حزم وايي: (دا دواړه حدیثونه د سند له پلوه صحیح نه دي، دې ته ورته حدیثونه د هغه چا له نظره هم د منلو وړ نه دي چې خبر واحد مني او هغه څوک چې خبر واحد نه مني هغوی خو یې هیڅکله نه مني) .
محمد بن ابراهیم الوزیر (وفات ۸۴۰) امام یمني مجتهد، او د سنتو لاروۍ، کوم چې د معقول او منقول درواړو یوځایوالۍ یې کړی، په خپل کتاب (العواصم و القواصم) کې د هغه حدیثونو په لړۍ کې وايي چې د معاویة نه روایت شوي، د هغې له جملې څخه آتم حدیث د امت د فرقو په هکله دی چې څه باندې اویا فرقې به شې ټولې به په اور کې وي مګر یوازې یوه فرقه چې نجات به ومومي، ابن الوزیر زیاتوي (د دې حدیث په سند کې ناصبي دی چې د هغه نه روایت صحیح نه شمیر کیږي، همدارنګه ترمذي دیته ورته د عبدالله بن عمرو بن العاص څخه روایت کړی او ویلي یې دي چې حدیث غریب دی، د ایمان په باب کې یې د افریقي له لارې چې نوم یې عبدالرحمن بن زیاد دی روایت کړی د عبدالله بن یزید څخه.
ابن ماجة هم دیته ورته د عوف بن مالک او انس څخه روایت کړي.
ابن الوزیر زیاتوي: (په دې حدیث کې هیڅ د صحیحو په شرط نه دي راغلي، همدا وجه ده چې حدیث مسلم او بخاري نه دی راوړی، ترمذي د ابوهریرة حدیث صحیح ګڼلۍ چې محمد بن عمرو بن علقمة څخه یې روایت کړی خو په هغه کې دا نشته چې (ټولې فرقې به په اور کې وي مګر یوازې یوه فرقه) ابن حزم وايي چې دا زیادت موضوعي دی همدا خبره د (بدرالمنیر) څښتن یاد کړي ).
حافظ ابن کثیر د دې آیت (أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ) په تفسیر کې ویلي دي (دا حدیث په مختلفو لارو له نبي کریم روایت شوی چې ویلي یې دي (دا امت به په دري اویا فرقو وویشل شي چې ټولې به په اور کې وي مګر یوازې یوه فرقه به نجات ومومي)  ابن کثیر د حدیث په تړاو هیڅ هم نه دي زیاد کړي حدیث یې په حسن او صحیح سره نه دی یاد کړی، سره د دې چې هغه د آیت په تفسیر کې اوږد بحث کړی او مختلف مناسب آثار یې راوړي.
اګر که دا حدیث ځینو علماوو حسن شمیرلۍ لکه حافظ ابن حجر، او ځینو د ډیرو لارو له مخې صحیح ګڼلۍ لکه شیخ الاسلام ابن تیمیة، خو په دې دلالت نه کوي چې په دې شمیره د امت تفرقه یو دایمي او یومخیزه امر دی چې تر قیامته پورې به اسلامي امت همداسې وي، کیدای شي د حدیث د ریښتیني شمیرلو لپاره دا کفایت وکړي چې په یوه وخت کې همداسې څرګند شي.
کیدای شي ځینې داسې باطلې ډلې پیدا شي چې بیا حق پرې غلبه پیدا کوي او له منځه ځي او هیڅکله بیا نه را څرګندیږي.
ګورو چې همداسې ځینې باطلې او منحرفې ډلې پیدا شوې چې ځینې یې له منځه تللې او بیا یې هیڅکله هم سر نه دی را پورته کړی.
بل داچې حدیث په دې دلالت کوي چې دا ټولې ډلې د محمدي امت جزء دی ځکه وايي (زما امت به په ډلو ویشل کیږي) د دې معنا دا ده چې دا ډلې سره د دې چې په بدعت روانې دي بیا هم د اسلامي امت جزء ګڼل کیږي، د اسلامي امت څخه د باندې نه دي.
او دا چې په اور که به وي د دې معنا نه ورکوي چې تل تر تله به په اور کې وي لکه د کفارو په څیر، کیدای شي د ګنهکارو مسلمانانو په څیر په اور کې داخلې شي او بیا بیرته نجات ترلاسه کړي.
کیدای شي د پیغمبرانو او ملایکو په شفاعت سره له اور څخه وژغورل شي، کیدای شي د ریښتینو مؤمنانو په شفاعت نجات تر لاسه کړي، کیدای شي نیک کارونه یې ډیر وي چې ګناهونه یې پرې وبښل شي او له عذاب څخه خلاصې شي.
د الله جل جلاله مهرباني ډیره لویه ده کیدای رب تعالی په خپل لوی فضل او کرم سره عفو ورته وکړي، په تیره بیا هغه وخت کله چې دوی د حق په پیژندلو کې کوښښ هم کړی وي، خو د دې سره سره بیا هم نه وي بریالي شوي چې حق وپیژني او له باطل څخه ځان را وباسي، ښکاره ده چې الله جل جلاله د دې امت خطا، نسیان او د زور ګناه بښي.

مؤلف: دکتور یوسف القرضاوي
ژباړن:خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب