د امریکې کمعقل، ناپوه او لېوني ولسمشر د وروستیو بې باکو څرګندونو اړوند د ژبژغورنې ملي غورځنګ د ادارې دریځ

د امریکې کمعقل، ناپوه او لېوني ولسمشر د وروستیو بې باکو څرګندونو اړوند د ژبژغورنې ملي غورځنګ د ادارې دریځ:

دا چې افغانستان د آسیا غوره جیوپلوټیک او ستراتیژیک موقېعت له امله تل د نړیوالو تاړاکګرو او یرغلګرو د یرغلونو تر برید لاندې راغلی او هر یو یې په تش لاس تر خپله ځواکه لوړ، مات کړی او ته لېونی ټرمپ د همدې کړېدلي توکم او خاورې سپکاوی کوې چې ګوندې دا له نقشې ورکؤم، باید پوی شې چې له نقشې ورکؤلو کې مو ښه تجربه لرو، لکه څنګه چې یرغلګر روس هم ستا په څېر رمباړې وهلې خو له نقشې مو ټوټه ټوټه کړ چې تر اوسه خپلې ټوټې نه شي راټولولی، تا به هم مات کړو.
ان شاءالله ته هم افغانستان کې مات یې، ته یرغلګر یې، تا د اسلامي هېوادونو د نیواک خوب لېدلی او ظالم سره الله بیا خپل چلن کوي خو اوس د هم د افغانانو د ګذار له امله ګڼ سرتیري په نه رغېدونکې ناورغۍ اخته دي، ځکه خو د ولس درحخه بېزاره دی او ټینګار کوي چې خپل یرغلګر سرتیري وباسې. د چا لاس د چا پښه د چا مخ د چا نیمه تنه مو دلته خښه ده لکه څنګه چې د انګلیس او روس هډوکي اوس هم دلته خښ دي.
د ژبژغورنې غورځنګ ټول مبارز زلمي ستا د بوینو او خیرنو خبرو غندنه کوي او تا باندې د الله څخه د بېړنیو عذابو د تنزیل دعا کوي.
Abubaker Zalland

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب