د امير امان الله خان او  حبيب الله کلکاني پرتله

1:   امیر امان الله خان سوادلرونکی او پوهه کس وؤ چي پاچا شو. او حبیب الله کلکاني په پیښور، پاړچنار، خوست او کابل کي غلاوي کولې چي وروسته پاچا شو.

2:   امیر امان الله خان له انګلیسانو خپلواکي واخسته. او حبیب الله کلکاني د انګلیسانو په مټ د امیر امان الله خان ادارې له منځه یوړې.
3:   امیر امان الله خان افغانستان ته یو منظم ځواک ورپه برخه کړ. او حبیب الله کلکاني دا ځواک له منځه یوؤړ.
4:   امیر امان الله خان خلک زده کړي ته هڅول. او حبیب الله کلکاني زده کړي ورباندي بندي کړې.
‏5:   امیر امان الله خان په کابل کي عامه کتابتونونه تاسیس کړل او مطبوعاتو ته یې پراختیا ورکړه. او حبیب الله کلکاني هر څه له منځه یوؤړل ویل یې چي خلک له دینه باسي، چي وروسته یې ځینې کتابونه وسوځول او ځینې یې په ارزانه بیه وپلورل.
6:   امیر امان الله خان د ډاکټري او نرسینګ لپاره نجوني ترکیې ته ولیږلې چي ډاکټري زده کړي. او دلته د ښځو تادوي ښځي وکړي. او حبیب الله کلکاني یې د زده کړو مخه ډب کړ. ښځي یې نه پرېښودې چي ډاکټري یا نرسینګ وکړي.
‏7:   امیر امان الله خان روغتونونه جوړ کړل. او حبیب الله کلکاني خلک له روغتونه راګرځول او تعویزان یې پکښې مروجع کړل.
8:   امیر امان الله خان د هېواد د پرمختک لپاره ریل ګاډي، فابریکي او نورو کارونو ته پرمختګ ورکړ. او حبیب الله کلکاني ټول پرزې کړل او په کباړ کې وپلورل.
9:   امیر امان الله خان نړۍ ته لاس ورکړل نړۍوال یې دې ته وهڅول چي د افغانستان خپلواکي ومني، دلته سفارتخوني ولري او سوداګري وکړي. او حبیب الله کلکاني هر څه له منځه یوؤړل یواځي یې د انګلیستان سفارتخونه پرېښودله. ځکه چي هغوۍ ورسره د افغانستان په ورانولو کي مرسته کوله.
10:   امیر امان الله خان د فوځ او دولتي مامورینو لپاره موټري رانیولې. او حبیب الله کلکاني دا موټري په نژدې خپلوانو ووېښل چي د ډیزلو له ختمیدو وروسته یې ټول موټر د بې باورۍ له امله زنګو ووهل او کباړل شول.
11:   امیر امان الله خان ارګ په ټوله نړۍ وپېژانده. او حبیب الله کلکاني کرونده ورنه جوړه کړه او ترکاري یې پکښې کرل.
‏12:   امیر امان الله خان به له نړۍ سره اړیکي جوړولې او انګلیسانو به خنډونو ورته پیدا کول چي له امریکا سره د اړیکي جوړولو په وخت کي یې د شاه شجاع لمسۍ فاطمه سلطان یو ښه بېلګه ده. چي سردار ولي محمد یې نه پرېښوده چي د امریکا له لوړپوړو چارواکو سره وګوري. خو د ډیرو ستونزو سره سره یې له نړۍ سره اړیکي جوړي کړې. او حبیب الله کلکاني دا هر څه له خاورو سره خاوري کړل.
‏13:   امیر امان الله خان له خلکو قانوني مالیه راټولوله او ادارې یې ورباندي پحاله ساتلې. او حبیب الله کلکاني خلکو ته مالیه وربخښله خو خپله اړتیا یې په چورچپاول له شتمنو او نورو خلکو پوره کوله.
‏14:   امیر امان الله خان د افغانستان لپاره ملي سرود جوړ کوؤ چي احترام به ورته کیده. او حبیب الله کلکاني هم هغه ملي سرود له منځه یوؤړ. او بل ملي سرود یې هم جوړ نه کوؤ چي له امیر امان الله خانه رانیولې بیا تر اوسه د افغانستان په واکمنیو کي همدا یوه واکمنۍ وه چي ملي سرود یې نه درلود.
‏15:   امیر امان الله خان په کابل کي دولتي ودانۍ جوړي کړې. او حبیب الله کلکاني له هم هغه ودانیو شخصي استوګنځایونه جوړ کړل.
16: امیر امان الله خان په پوهه او مبالغې سره خلک دولت ته رابلل. او حبیب الله کلکاني په وهلو، ټکولو او ظلم کولو سره نوموړی وؤ. یواځي هغه خلک یې نه وهل کوم چي به دولت ته نه راتلل، هغه خلک یې ټول وهل او مړه کول کوم چي د امیر امان الله خان د واکمنۍ وؤ او دلته په کابل کي پاتي وؤ.
‏17:  امیر امان الله خان د لومړی ځل لپاره لویه جرګه جوړه کړه. او حبیب الله کلکانی د لویی جرګې د ارزښتونه په هکله نه پوهېده او نه تر وروستیو پوهی شو.
‏18:  امیر امان الله خان له انسانیت سره دومره مینه لرله، چی د انسانانو د هوسایي لپاره یې هر څه ته لومړیتوب ورکاوؤ. او د حبيب الله کلکاني هر څه برعکس وو.
‏19:  امیر امان الله خان د خپل ګډ ژوند لپاره اغلې ثریا خوښه کړه، او هغې هم دی په ډیري خوشحالي سره د خپل ژوند لپاره انتخاب کړ چی تر وروستۍ سلګۍ یې ښه او خوشحاله ژوند سره درلود. خو د حبيب الله کلکاني مغزو اجازه نه ورکوله چي دوى خوشحاله وګوري نو په هڅي چټي فتوا به يې له هغه غوښتنه کوله څو اغلې ثريا طلاقه کړي.
‏20:  امیر امان الله خان او اغلې ثريا سره په خوښي او رضايت سره حلاله نکاح وکړه، خو حبيب الله کلکاني به په زور او وچ ظلم سره د شاهي کورنۍ مېرمني په نکاح کولې، لکه د نايب السلطنه سردار نصرالله خان لور چي يې په زوره ځانته په نکاح کړه.
21:  امير امان الله خان د هېواد نجوني هڅولې چي درس ووايي ښه خوشحاله ژوند ولري، خو کله چي حبيب الله کلکاني ته د دغه نجونو نوملړ په لاس ورغى نو امر يې وکړ چي هره يوه دي يو کوهستاني يا يوه کوهدامني غله ته واده شي، چي د اسلام په نوم يې په هېواد داسي فاجعه راوستله چي هيڅ تصور يې نه کېده.
22:  امير امان الله خان هڅه کوله چي ښځو ته هغه حقوق ورکړي کوم چي په ټولنيز ژوند کي ورکړل شوي وي، خو حبيب الله کلکاني او پلويانو چي به يې په کوم کلي جنګ وکړ نو د هغه کلي نارينه به يې بنديانول او ښځي به يې مال غنيمت بللې او په نورو به يې پلورلې، لکه د تذکر الانقلاب په 289مخ کي ليکي: د جولائ په لومړۍ نېټه حمیدالله او د هغه پوځیانو په سرچشمه باندي حمله وکړه، د تاجک او هزاره توپیر یې ونه کړ او کورونه یې لوټ کړل، څاروي یې ورسره بوتلل او بالاخره یې د کورونو دروازې وایستلې، ویل کېږي چي حمیدالله او د هغه سړیو د یو نیم میلیون روپیو په ارزښت مالونه لوټ کړل، حمیدالله ٣۴ نارینه او څلوېښت تنه ښځي کابل ته ورسره بوتلې، نارینه یې بندیان کړل، خپلو سړیو ته یې امر وکړ چي ښځي وپلوري.
23:  امير امان الله خان هڅه کوله چي پوهان راپيدا کړي او خپل ځانته يې نژدي کړي، حبيب الله کلکاني چي به ګهيځ راويښ نو په همداسي کسانو پسې به يې راواخسته، په توپونو کې الوزول، ویشتل يې، ووهل يې، یا به يې په نېزو ټوکر ټوکر کړل، په ایشېدلو تېلو کې شکنجه کول، د لاسونو او حتی د ټول وجود داندامونو یو په یو ورنه پرې کول او داسي نور.
24:  امير امان الله خان به ښه کار اهلي کار ته سپاره چي کار په قانوني توګه ښه تر سره کړي لکه سردار محمدولي خان چي ټاکلى وو او داسي نور، خو حبيب الله کلکاني به داسي کسان په کار ګومارل چي غله ورته وکړي او انسانان په زراره کړي لکه هغه مهال چي ملک محسن د(کابل) والي(40000) روپۍ د ایشک آقاسي او مرحوم محمدسرورخان، کورونه ضبطول، څلوېښت زره روپۍ یې ترلاسه کړې او ورسره یې د غلام صدیق خان د خارجه وزیر، محمدیعقوب خان د دربار وزیر، عبدالعزیز خان د حربیه وزیر، محمودخان یاور او حیات الله خان د دولت غړي او نورو کورونه څخه چي نژدې دوه سوه کورنه کېدل، ښکلي هنري توکي او نور ډېر قیمتي شیان يې ورنه تر لاسه کړل او خپل کور ته یې يوړل، له دې کبله د معین السلطنه حمیدالله(د سقاو ورور) تر فشار لاندې راغلی، هغه(ملک محسن) په لرګیو ښه سم وډباوو او امر یې کړ چي له هغې جملې څخه څلوېښت زره روپۍ ترې واخیستل شي.
نوره پريکړه تاسو ته پرېږدم چي امير امان الله خان د نړۍ په مخ هغه انسان تېر شوى ده چي هره لحظه يې د خذمت لپاره تېره کړې ده او انسانان يې پرمختګ او سرلوړتيا ته هڅولي دي، نو نن يې هم هغه خلک خپل اتل او امير شمېر د کومو چي په بشريت زړه خوږيږي او غواړي چي ټول انسانان سمون سره ولري او خوشحاله ژوند سره وکړي.
او د حبيب الله کلکاني پلويان به هم هغه ډول خلک وي چي په هيڅ شرم نه وي، نه د هېواد غم ورسره وي نه د انسانيت او بشريت غم ورسره وي، د خپل جيب د ډکولو لپاره د هر غريب کور چور کول هغوۍ زورول او داسي نور… د جنسي غريزې لپاره د بل ناموس ته لاس وراچول دا ټول د هغه چا کارونه دي چي په بې علمۍ واک ته ورسيږي او پلويان به يې هم داسي خلک وي. او دا وروستۍ خبره به همدرته وکړم چي  د کلکاني له نيول کېدو او واک ته د محمدنادر خان د رسېدلو په وخت کي د کابل ښار او ارګ دومره وران شوي وو، چي کله د (1929ز کال د اکتوبر په دوهمه وونۍ) محمدنادر کابل ته ننوت د اوسیدلو له پاره یې هيڅ مناسب ځای نه درلود. نو په باغ علیمردان کي يې د یوه ملګري فتح محمدخان امین العسس په کور کي تر هغه وخته استوګنه غوره کړه، څو ارګ یو څه ترمیم شو.

لیکوال: ح ، حقوېش 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب