د امیرالمومنین حضرت عمر رض سفر فلسطین ته او فتح یې

 

یوه تاریخي لویه او ستره شېبه وه، هغه چې د مسلمانانو خلیفه أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه به د فلسطین د بیت المقدس کیلي ګاني د نصاراوو څخه ترلاسه کوي.

رومي او فارسي امپراطوریاني د اسلامي لښکرو تر سخت برید لاندي وي او د مسلمانانو لخوا ور ولړزولی شوي، بیت المقدس د ابو عبیده بن الجراح رضي الله عنه تر مشرۍ لاندي د مسلمانانو لخوا له څلورو میاشتو راهیسي کلابند وه،

مسلمانانو ته د بیت المقدس څخه پرته بل کوم مهم هدف پاتي، مګر د بیت المقدس نصاراوو دا غوره نه ګڼله چې مسلمانان دي دې مقدسي خاوري ته د تورو په زور ننوځي او وینه دي توی کړي، نو د دي دپاره يي د مسلمانانو عادل خلیفه ته وړاندیز وکړ او غوښتنه يي ورځیني وکړه ترڅو راشي او د نصاراوو څخه د بیت المقدس کیلي ګاني پخپل لاس ترلاسه کړي او ښار ورتسلیم کړی شي.

د دوی دا وړاندیز د مسلمانانو خلفیه عمر رضي الله عنه ته ورسید خو عمر رضي الله عنه د دوی دا وړاندیز سپک ونه ګاڼه، په داسي حال کي چي عمر رضي الله عنه د مسلمانانو اعلی سر قومندان وه او له وسي يي پوره وه چي د نصاراوو دا وړاندیز رد کړي او په بیت المقدس د حملي امر ورکړي او لکه د نورو ښارونو غوندي يي د تورو او وینو په واسطه فتحه کړي خو ويي نه کړل.

اوس نو د هغه تاریخي فتحي قیصه شروع کیږي هغه قیصه چي هرکله د تاریخ په پاڼو کي د لوستونکي سترګي له اوښکو ډکوي او د اسلامي عزت او فخر حس کوي، د قدس په نني حال افسوس کوي چي دا ښار هغه سپیڅلي او عادل خلیفه څنګه فتح کړ او نن په کي څه تیریږي؟؟!!

امیر المومنین او د سفر توښه:

عمر بن الخطاب رضي الله عنه د فلسطین د بیت المقدس په لور روان شو، د فوځونو او آسونو او دبدبي سره روان نشو او نه د کوم لوی او قوي دولت د مشر په څیر چي د ایمان د لوړوالي څخه پرته په لوړه سویه سفر کوي، مګر!!!! د یوي اوښي او یو خادم سره روان شو او د لاري د حاجتونو دپاره يي له ځانه سره اوبه، ډوډۍ او خورما واخیستلي.

امیر المؤمنين روانیږي:

أمير المؤمنين د مدیني منوري څخه د قدس تر ښاره پوري په یو تاریخي سفر کي تنها او یواځي له یو خادم سره صحرا ګاني او دشتي تیروي، دواړه سورت یاسین تلاوتوي، یو ساعت أمير المؤمنين په اوښي سپریږي او خادم يي پیاده روان وي بیا کوزیږي او خادم يي له یو سات پوري په اوښي سپریږي او أمير المؤمنين پیاده روان وي، عادل خلیفه اوښي ته هم په نوبت کي برخه ورکوي او د یو ساعت دپاره دواړه پیاده روان وي او اوښه تشه روانه وي ترڅو د اوښي دپاره استراحت شي.

أمير المؤمنين او خادم يي په پیاده تللو او سپریدلو سره ۲۴۰۰ کیلو متره مسافه په یوه سخته رحله کي د دشتو او صحراګانو د ګرموالي په ملتیا ووهله آن تر دي چي د بیت المقدس ښار د محاصري کړیو ته ورنزدي شول، د خټو او اوبو ژوره مخي ته ورغله او خادم په اوښه سپور وه او د عمر رضي الله عنه د اوښي پړی په لاس او پیاده روان وه، عمر رضي الله عنه خپل خادم ته د اوښي څخه په کوزیدو امر ونه کړ ترڅو پخپله په اوښه سپور شي او له خټو تیر شي، خادم غوښتل چي له اوښي ښکته شي ترڅو د مسلمانانو خلیفه په اوښه سپور شي او له خټو تیر شي خو عمر رضي الله عنه د خپل عدل له مخي خادم له کوزیدلو منع کړ ترڅو يي نوبت نیمګړی نه شي.

د مسلمانانو خليفه او روم او فارس امپراطوریانو ته شکست ورکونکي او د مسلمانانو د فاتح لښکر عمومي سرقومندان أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خپل عظیمو اخلاقو، تقوی، عدل، مهربانۍ او تواضع مطابق خپل بوټان وویستل او په خپله اوږه مبارکه يي کیښودل، تر زنګنونو يي خپلي جامي را اوچتي کړي او خټو ته ورګډ شو، د دواړو پښو ساقونه يي د زنګنونو څخه ښکته په خټو ولړل شول.

عمر ښار ته ننوځي:

عمر رضي الله عنه د قدس ښار ته د “المکبر” د غر له لاري ورننووت او غر ته په ورختلو سره يي د “الله اکبر” نعره وکړه چي په دي سره په همغه ځای کي ټولو شته مسلمانانو د عمر رضي الله عنه سره د “الله اکبر” نعره بدرګه کړه.

جنګي قومندانان یي هرکلی کوي:

د أمير المؤمنين د راتګ خبر په مسلمانانو او غیر مسلمانانو کي خپور شو نو د مسلمانانو سرلښکر ابو عبیده رضي الله عنه د خپلو څلورو لویو قومندانانو سره د أمير المؤمنين هرکلي ته راووت ترڅو د یو خلیفه د شان مطابق استقبال وکړي، کله چي ابو عبیده رضي الله عنه د أمير المؤمنين پښي مبارکي په خټو ولیدلي نو له خپل ښه نیته او په أمير المؤمنين باندي د پام له وجې يي ورته وویلي چي: ای أمير المؤمنينه! که په اوښه سپور شوی وای ښه به وه ځکه نصارا خو مونږ ته ګوري!!.

د أمير المؤمنين تاریخي او مشهوره غوصه:

عمر رضي الله عنه د ابو عبیده بن الجراح د خبري په اوریدو سره یوه مشهوره او تاریخي غوصه وکړه، ابو عبیده رضي الله عنه داسي یو کس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دنیا کي په جنت زیری ورکړی داسي یو قومندان چي د بیزنطي دولت ته يي په جنګ کي شکست ورکړی، د ده د دي لو منزلت سره سره أمير المؤمنين عمر رضي الله عنه خپله مشهوره او تاریخي خبره ده ته په لوړ غږ سره واوروله او ورته يي وویل: “ای ابا عبیده! قسم په الله که چیري دا خبره راته له تا څخه په غیر بل چا کړي وای نو د محمد صلی الله علیه وسلم د امت دپاره به مي عبرت ګرځولای وه!!! مونږ (د جاهلیت په دور کي) ذلیله وو نو الله عزوجل په اسلام سره عزت راکړ، که چیرته مو د اسلام څخه په غیر په بل شي کي عزت ولټاوه الله به مو د ذلت سره مخ کړي”.

سبحان الله! څومره یو تاریخي او عبرتناک الفاظ؟! داسي کلمات چي نن ورځ هم د فلسطین خلکو او ټولو مسلمانانو ته د عزت او فخر درس ورکوي او د یهوانو اشغالګرو څخه د همدي بیت المقدس د ازادۍ په لور يي لا نور هم هڅوي، چي په اسلام سره به فلسطین فتح کیږي او په بي دینۍ سره به له لاسه وځي، او هم په بي دینئ سره په ملتونو او قومونو کي د امت مقام او رتبه د منځه ځي.

د اسلامي عدالت تاریخي انځور:

عمر رضي الله عنه د ابو عبیده رضي الله عنه سره ډیر پاتي نه شو ځکه هغه د سیاحت او وخت تیروني دپاره نه وه راغلی، وخت ورته قیمتي او با ارزښته وه او د بیت المقدس فتحه چمتو وه، نو د بیت المقدس په لور يي تللو ته ادامه ورکړه او د قوماندي مرکز ته نزدي شو، عمر رضي الله په اوښه سپور او خادم یي پیاده وو او دواړو سورت (یس) تلاوت کاوه، چي د عمر رضي الله عنه نوبت ختم شو او د خادم نوبت شو خادم په اوښه سپور او عمر رضي الله عنه پیاده روان شو په داسی حال کی چی د اوښي پړی يي په لاس دی او په پښو مبارکو يي خټي نښتي دي.

سلام دي وي ستا عدالت ته ای عمره!! په داسي حال چي ستا امثال نن ورځ نه تر سترګو کیږي او اسلامي امت ستا امثالو ته سخت ضرورت لري، سلام دي وي ستا مهرباني او رحم ته.

د عزت، فخر او شجاعت مثال او د مسلمانانو خلیفه امیر المومنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بیت المقدس د دمشق دروازي ته ورسید په داسي حال کي چي پیاده روان دي د اوښي پړی يي په لاس کي دی او خادم په اوښه سپور دی. د دښمن فوځ د عامه خلکو په ګډوڼ ټول دروازي ته ځیر وارخطا او نه باور کوونکي ولاړ او راټول شوي ول په داسي حال کي چي هیچا دا شېبه نه تصدیقوله ځکه چي دا یو تاریخي منظر وه چي هیچا به يي هم په لیدلو سوچ هم نه کاوه، حتی نن په یو ویشتمه پیړۍ کي مونږ هم دا شېبه نه شو انځور کولی.

دا شېبه په هماغه وخت کي یو انځورګر په یو تصویر کي انځور کړي ده چي ځینو د تاریخ عربي کتابونو داسی رانقل کړي ده: امیر المومنین عمر رضي الله عنه بیت المقدس ته د دمشق د دروازي څخه راننوتونکی وي، په عربي جامو کي لوړ با عزته او با وقاره او ږیره لرونکی سړی په پښو پیاده روان وي د اوښي پړی يي په چپ لاس نیولی وي، د تصویر په پاسنئ برخه کي یو نری تور هلک په اوښه باندي نیغ ناست وي او په لاس کي يي لښته اوچته نیولی وي او خلک عمر رضي الله عنه ته له سجدي څخه منع کوي، اواز يي کړی وي چي: هلاکت دي وي تاسي ته!! سرونه اوچت کړئ!! د الله عزوجل نه پرته بل چاته سجده حرامه ده.

دا د هغي دروازي انځور دی چي عمر رضي الله عنه يي په واسطه د بیت المقدس ښار ته ننوتلی.

صفریانوس کیلي ګاني ورسپاري:

کله چي عمر رضي الله عنه له دروازي څخه ننوت نو د اساقفه سرلښکر (صفر یانوس) ورته له خلکو راښکته شو او په لاس کي يي د بیت المقدس کیلي ګاني وي، په عمر رضي الله عنه يي سلام واچاوه او ورته يي وویل: د بیت المقدس د کیلي ګانو د تر لاسه کوونکي صفات زمونږ په کتاب انجیل کي ذکر شوي دي او هغه دري دي:

اول: پیاده به په پښو راځي او خادم به يي سپور وي.

دوهم: دواړه پښي به يي په خټو ککړي وي.

دریم: که اجازه وي ستا د جامو پیوندونه به وشمارم؟؟ بیا يي وشمارل او هغه ۱۷ وه، بیا يي وویل: او دايي دریم صفت وه چي جامي به يي ۱۷ د شکیدلو پیوندونه لري.

دا هغه دري د عزت او شرف صفتونه دي چي په دي سره به بیت المقدس فتح کیږي، بیطریرک چي کله د دي دري صفتونو د شتون څخه متاکد شو نو امیر المومنین ته يي د قدس کیلي ګاني ورکړي او پخپله یو کونج ته لاړ او ويي ژړل، عمر رضي الله عنه په خپل مهربان زړه ورغی او ډاډ يي ورکړ ترڅو له ژړا غلی شي او هیڅ کومه بده او د اهانت او لوړوالي او فخر خبره يي ورته ونکړه لکه په دي زمانه کي چي کیږي بلکي ورغی او په مسلماني مهربانئ يي ورته وویل: “إن الدنيا دول” دا دنیا نقل کیدونکی ده یعني له یو قومه بل قوم ته په سلسله واره توګه انتقالیږي، او بیا يي له ځانه سره دا شعر ووایو: فيوم علينا ويوم لنا ويوماً نُساءُ ويوماً نُسرّ، یعني: که یوه ورځ په مونږه سخته وي خو بله ورځ بیا زمونږه (د ازادۍ) وي، که یوه ورځ مونږ ته بد را ورسول شي خو بله ورځ بیا زمونږ د خوشالۍ وي.

بطریرک جواب ورکړ: زه ستاسي د فاتحینو په څیر راننوتلو باندي نه یم خفه او نه تاسي د اشغالګرو په څیر راننوتلي یاست چي دنیا له مونږه ځان ته انتقال کړئ ترڅو مونږ هم وکولای شو چي له تاسي يي بیرته یو وخت ترلاسه کړو بلکې تاسي بیت المقدس د اسلامي عقیدي او اسلامي حکم او اسلامي اخلاقو په بنا په دایمي توګه تر لاسه کړ مونږ يي هیڅکله بیرته نشو ترلاسه کولی.

افسوس دي وي د بیت المقدس په نني حال چي مسلمانان پکي هیڅ واک نلري او د یهوادنو په لاس کي دی

د عمر او ځایي خلکو ترمنځ تړون وشو:

وروسته له دي چي عمر رضي الله عنه د بیت المقدس کیلي ګاني تر لاسه کړي د “إيلياء” (چي د بیت المقدس نوم دی) اوسیدونکو سره يي د “عمري تړون” په نامه یو تړون وکړ چي د دي تړون د نص پښتو ژباړه به تاسي ته رانقل کړم، خو متاسفانه د دي تړون د یوي نسخې ځیني کلمات د زیات وخت د تیریدو له وجي نه ویل کیږي چي په ژباړه کي په همغه ځایونو کي “…” لیکل شوي:

د لیکل شوی عمري تړون یو انځور

(بسم الله الرحمن الرحیم

دا د الله د بنده عمر امیر المومنین له پلوه د “إيلياء” خلکو ته د امان ورکولو تړون دی، دا امان د دوی دپاره او د دوی د مالونو دپاره او د دوی کلیسا ګانو لپاره او … او د دوی د روغ او ناروغ دپاره او د ټول ملت دپاره دی، او نه به د دوی په عبادت خانو کي څوک اوسیږي او نه به ورانیږي او نه به له کلیسا څخه څه کمیږي نه به يي له غاړو څه کمیږي، او نه به د دوی د اولادونو او مالونو څخه څه شی کمیږي او نه به دوی ته د دوی د دین له امله بد کتل کیږي او نه به ضرر ور رسول کیږي، …. یو هم له دوی څخه، او نه به په “إيلياء” کي له دوی سره یهودان اوسیږي. او د “إيلياء” په خلکو لازمه ده چي جزیه ورکړي لکه څنګه چي د “مدین” خلک جزیه ورکوي. او د “إيلياء” په خلکو لازمه ده چي له “إيلياء” څخه رومیان او غله وباسي. که څوک ووتل … هغه په امان کي دی سره د خپل مال او نفس ترڅو چي خپل د امن ځای ته ورسیږي، او که له دوی څخه څوک پاتي هم شي نو هغه په امان کي دی، او په هغه باندي د “إيلياء” د خلکو غوندي جزیه ورکول دي….

… د “إيلياء” د خلکو څخه هغه کس خوښوم چي د خپل مال سره رومیانو سره ولاړ شي او خپل اخستل او خرڅول هم پریږدي، نو هغوی په امن کي دي ترڅو چي … ورسیږي، او د دي ځای ځايې خلک اختیار لري که خوښه يي وي پاتي دي شي هغوی باندي به هغه څه وي کوم چي د “إيلياء” په خلکو وي، او که د چا خوښه وي لاړ دي شي … او که د چا خوښه وي کولی شي چي بیا بیرته خپلو خپلوانو ته راوګرځي، له هغوی به هیڅ شی نه اخیستل کیږي ترڅو چي د خپلو ځمکو ثمره کي عشر ورنکړي. او څه چي په دي کتاب کي دي د الله له پلوه عهد دی… د رسول د پلوه، او د خلیفه ګانو او مومنانو لخوا ذمه واري ده که چیرته دوی ټاکل شوي جزیه ورکړه.

په دي تړون باندي خالد بن ولید، عمر بن العاص، عبد الرحمن ابن عوف او معاویه ابن ابي سفیان شاهدان دی او په ۱۵ هجري کال کي لیکل شوی دی.

عمر د خطاب ځوی)

امیر المومنین له مسجد نه کتنه کوي:

له دي وروسته عمر فاروق رضي الله عنه بیت المقدس ته ننوت او له بیطریرک څخه يي وغوښتل چي د داود مسجد ته يي بوځي، بیطریرک ورسره شو عمر رضي الله عنه توره په لاس د څلور زره صحابه وو سره روان وه بیطریرک د داود مسجد چي نصارا ورته د “القيامة” کلیسا وايي ننویست! د تاریخ ځیني کتابونه را نقل کوي چي په کلیسا کي عمر رضي الله عنه د سلیمان د هیکل ځیني نښي ولیدلي چي خاوري پري پرتي وي نو ورکوږ شو او د خپلو جامو په یوه څنډه يي پاکي کړي آن تردي چي هیکل وځلیده، تاريخ پوهان وايي که چیرته هیکل خبري کولای شوای نو ضرور به يي ویلي واي چي: دا د اسلام ازادي ده! دا د اسلام عدالت دی!.

بلال رضي الله عنه اذان کوي:

له دي وروسته د لمانځه وخت شو، عمر رضي الله په “القيامة” کلیسا کي وه خپلو مسلمانو ملګرو ته يي اعلان وکړ چي کلیسا هم د عبادت ځای دی او لمونځ کول پکي پروا نه کوي خو له دي ډاره يي پکي نه کوم چي زما څخه وروسته به خلک راشي او وايي به: عمر فاروق دلته لمونځ کړی او د کلیسا نه به مسجد جوړ کړي. نو د کلیسا څخه ووت او ۵۰۰ متره وړاندي يي لمونځ وکړ چي په هغه ځای بیا د “مسجد عمر” په نامه مسجد هم جوړ شو، چي همدا ځای د اقصی څخه هم په ۵۰۰ مترۍ کي واقع دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه اسمان ته ختلی وه.

حضرت بلال رضي الله عنه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اذان ویونکی وه، په دي شېبه کي عمر رضي الله عنه ورته وویل: ای بلاله! اذان راته نه کوي الله دي په تا ورحمیږي؟ بلال وویل: ما پریکړه کړي وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به بل چا ته اذان نه کوم خو که ته راته امر کوي وبه يي کړم، بلال رضي الله عنه په عمیق او د خشوع څخه ډک ښکلي اواز باندي اذان شروع کړ او ټولو صحابوو کرامو ته د بلال د اذان په اوریدلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وریاد شو او کله چي “اشهد ان محمدا رسول الله” ته ورسيد نور بلال ونه توانید چي اذان ته ادامه ورکړي او ستوني يي له ژړا څخه ډک شو او سخت يي وژړل او ورسره ټولو صحابه کرامو وژړل خو ابو عبیده بن الجراح او معاذ بن جبل رضي الله عنهما تر ټولو صحابه کرامو زیاته او عمیقه ژړا وکړه آن تر دي چي عمر رضي الله عنه ورته وویل چي: بس مو دي الله دي په تاسي ورحمیږي!!.

د بلال رضي الله عنه په ژوند کي اخری اذان همدا اذان وه چي په بیت المقدس کي یي وکړ او له دي وروسته د بلال رضي الله عنه څخه اذان وانه وریدل شو.

د فتحي اسلامي جشن لمانځل کیږي:

لکه څنګه چي د هري تاریخي فتحي څخه وروسته یو تاریخي جشن جوړیږي خو د عمر رضي الله عنه او مسلمانانو جشن په بله غوره او متمیزه څیره جشن وه لکه په متمیزه او بله څیره فتحه، دوی د جشن په ځای ټوله شپه الله عزوجل ته په زاریو، دعاګانو او لمونځونو بوخت ول. عمر فاروق رضي الله عنه به چي کله له سجدي چي را اوچت شو نو له سترګو به يي اوښکي رواني وي یعني په سجده کي به يي ژړل، وپوښتل شو چي ای امیر المومنینه! ایا ته د فتحي په ورځ هم ژاړي؟؟ هغه وویل: هو، ماته د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث راپه یاد شو چي وايي: “زه په تاسي باندي د فقر څخه نه ډاریږم بلکي د دنیا څخه درباندې ډاریږم چي تاسي به هم لکه د پخوانیو قومونو په شان د دنیا د ترلاسه کولو لپاره په سیالۍ ورشئ،  نو همدا دنیا به مو داسې هلاک کړي لکه چې هغوی یې هلاک کړي وو”.

بیرته د مدینی په لور:

شپه سهار شوه عمر رضي الله عنه د یو قائد په څیر په خپلو اسلامي لښکرو وګرځید او د هغوی احوال يي واخیست او د یو څه وخت وروسته بیرته د خپل خادم او اوښي سره د مدیني منوري په لور وخوځید، چي د عمر رضي الله عنه دي سفر د مدیني منوري څخه بیت المقدس ته او د بیت المقدس څخه بیرته مدیني منوري ته ټول ټال اته میاشتي ونیولي.

ای مسلمانانو! وګورئ د عمر رضي الله عنه دي لوی درس ته چي مسلمانانو ته يي ورکوي او د بیت المقدس ارزښت خلکو ته په خپل اته میاشتني سفر کی ورښيي او بیت المقدس د وینو د تویولو څخه پرته فتح کول غوره ګڼي، خو افسوس د نني بیت المقدس په حال چي د یهودانو لخوا اسیر شوی، مسلمانان پکي وژل کیږي، د مسجد اقصی بي احترامي پکي کیږي، مسجدونو ته اور اچول کیږي، د یهودانو لخوا د مسلمانانو مسجدونه خرڅول کیږي خو لا تراوسه مسلمانان د غفلت او بزدلۍ په خوبونو ویده دي او د خپلو مقدساتو د ګټلو څخه غافله دي.

خو بیا هم د الله عزوجل ډیر شکر دی چي په نني عصر کي یي هم د عمر رضي الله عنه اولاده او امثال د بیت المقدس او نورو اسلامي خارو د ساتلو دپاره ګمارلي او پیدا کړي چي ډیر ژر به ان شاء الله د اسلامي نړۍ څخه د دي ذلت او حقارت ټغر ټول کړي او یو اسلامي خلافت به راولي.

د یو خپلواک متحد اسلامي خلافت د راتلو په هیله

ليکوال: شهید حذيفه عزيز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب