د انارو دنګه غاړه

د انارو دنګه غاړه

انار چي ژړ ته مايل سور رنګ لري مشکل ده چي شکل او رنګ یی پوره تشریح شي دنړۍ د نقشې په ډول جوړ شوی، په زیړ بخون سور رنګ پوښل شوی چي منځ کي په ښه ترتیب اوډل شوي سرې داني لري، په نریو سپینو پوښونو سره جلاشوی، په ډير منظم او ترتیب سره هره دانه خپله خانه کي ځای پرځای شوې ده.

انار لکه څرنګه چي یی شکل او رنګ په ګرانه تشریح کیږي همدا ډول جادویی او عجیبه مزه لري چي په ګرانه سره تشریح کیږي، ځینی وایی انار خوږ خوند لري ځیني وایی تریو او ځیني نور یی بیا له تریو او خوږ څخه جوړ شوی خوند بولي.

دغرناطي لرغوني ښار دغه منلې چي چاودلی یعني خلاص انار (د لا ګراناډا) پخواني غرناطې نښان دي، غرناطه یو وخت کي په هسپانیه کي دمسلمانانو اخیرنۍ نظامي کلا وه او همدارنګه په هسپانوي ژبي کي انار ته ګراناډا وایی، د دغه ښار اوسنی نوم هم ګراناډا دی، ځکه چي د دغه ښار شا او خوا اکثره باغونه د انارو دي او انار د دغي سيمي ملې میوه ده.

په ۱۴۹۲ زدیږکال کي کله چي پادشاه فردینانډ او شاهزادګي ایزابیلا غرناطه ونیوله دوي د خپلي لاس ته راوړني په ویاړ انار ته دومره اهمیت او ارزښت ورکړ چي ډیر دولتي او عسکري نښانونه یی د انار په شکل جوړ کړو.

دا خبره په هسپانیه کي ډیره عامه ده وایی کله چي شاهزادګۍ ایزابیلا غرناطه ونیوله، را ووته د خلګو په مخکي په داسي حال کي ودریده چي چاودیدلی انار یی لاس کي نیولی او خلګو ته یی وویل لکه څرنګه چي مي دغه انار لاس کي نیولی دي همدا ډول به اندلس او اړوند سیمي هم دانه دانه نیسم او لاس ته راوړم.

انار چي د افغانستان د کندهار او هسپانیی دغرناطي دښار په شمول ځیني نورو منځني ختیځو هیوادونو کي لکه فلسطین، لبنان، سوریه، ایران او ترکیه کي موندل کیږي، یواځي دا نه چي ښه مزه او خوند لري بلکي پوره غذا هم ده.

د منځني اسیا په هیوادونو کي یو رقم خوراک چي ورته آش انار ویل کیږي ډیر خوندور خوراک دي، دغه خوراک چي دسوپ په ډول جوړ شوی وي ډیره برخه یی انار او ورسره عدس، دغوښې وړې ټوټې او پودینه ورسره ګډه شوې وي ډیره مزه کوي.

په فلسطین کي بیا د انار دانې او اوبه هغو خوږو خوراکونو پر سر د ښایست او لا خوندور کیدو لپاره اچول کیږي چي پنځه ستوري هوټلونو کي له ډوډي څخه وروسته د میلمنو په وړاندي ایښودل کیږي.

په ازربایجان کي بیا د انارو جوس ( اوبه) له کباب او سره کړي ماهي سره یوځای د نر شراب په نامه سره خلګ ډیر په خوند خوري.

همدا رنګه د انار هغه اوبه (جوس) چي اسیایی هیوادونو کي یی له پخوا څخه خلګ څيښي، اوس په اروپا او شمالي امریکا کي هم ډیر عام شوی او خلګ یې په خوند سره نوش جان کوي.

خواړه پوهانو انارو ته دسترو خوړو نوم ورکړی.

انار له دي سره سره چي لږ کیلوریز لري په ډير مقدار ویټامین سي، ویټامین بی۵، پوټاشیم لري همدارنګه د انارو فایبر (تارونه یا ریښکۍ) دخوراکونو په هضمولو کي ښه رول لوبوي او له دي څخه علاوه انار انټي اکسیډنټ او انټي بکټریال هم دي.

فکر کوم داسي یو حدیث هم شته چي انار د هضمیې د تقويي لپاره غوره میوه بلل شوې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب