د انارو دژړي يو بل لامل پنډ سري چنجیان Flat headed borer

دا چنجیان د درختي د تنۍ پر هغه برخه حمله کوي چي لمر وهلي وي یا د یو بل علت په خاطر زخمي سوي وي. عموما پر نوي درختی او کمزورو درختو حمله کوي.
دوي پنډ سراو نرۍ تنه لري خوچي غټ سي په توره خزدکه بدلیږي، دوي د درختي تر پوست لاندي ژوند کوي، دا خزدکه په نوې درخته کي چي تنه يي دیو علت په خاطر زخمي سوي وي، په هغه زخمي ځاي کي هګي اچوي چي وروسته په لاروا یا چنجي بدلیږي، او د درختي تر پوست لاندي فعالیت کوي او د درختي تنه سوري سوري کوي چي په نتیجه کي درخته زړیږي او وروسته وچيږي او د منځه ځي.


علایم يي: دتني هغه ځاي نم لري یعني لنده وي پر کوم برابر چي دغه چنجي موجود وي، د درختي پوستکي وچ سي او وچاودي، کله چي پوست واړوي نو هلته سوري وي او هغه سوري د پوډر غوندي موادو ډک وي.


مخنیوي:
۱: ددي د مخنیوي دپاره باید هغه نوي درختي چي یو کلني وي او لمر پر برابر وي باید تر (60CM) پوري لوړ او تر دري سانتي پوري تر خاوري لاندي په سپین رنګ ووهل سي ، رنګ باید (LATEX) وي هغه چي درختو ته تاوان نه رسوي، ځکه سپین رنګ تنه دلمر د سوځلو او د چنجیانو دډيرښت مختیوي کوي.
۲: درختي باید داسي پوجي سي چي د درختي پر تنه سايه وي چي د لمر د ضرر څخه په امان وي.
۳: کوښښ وسي چي زري درختي مو قوي وي، ځکه دوي عموما پر کمزوری درخته حمله کوی.
۴: درختي مو د تندي څخه وساتي، او سره یا (کوډ) یی هم باید په مناسبه اندازه ورکول سی.
۵: باید هغه ښاخونه او بوټي چي په دغه مرض اخته وي وکښل سي دباغه څخه لیري وغورځول سي با وسوځول سي.
۶: داسي مخصوصه دوا تر اوسه نده معلومه چي د منځه يي يوسي ، خو موږ ځیني څیړني په کار اچولي دي چي داسي دوا پیدا کړو چي هم باغ ته تاوان ونه رسوي او هم دغه آفت له منځه یوسي.
خو
احمدي صاحب سايپرمترين او فن والريټ دوا تجريبه کړې ده چي ښه نتجه يې ور کړې ده او ځيني نورو انجينرانو بيا لمبدا او اماميکټين دوا هم استعمال کړې ده هغو هم ښه نتجه ورکړېده
سمیع نوري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب