د اناناس مېوې له ګټو خبر يئ؟

د اناناس مېوې له ګټو خبر يئ؟

هره مېوه د الله تعالی له لوري انسانو ته يوه ځانګړې تحفه ده، مګر اناناس بيا داسې يوه خوږه او له ډېرو ګټو ډکه مېوه ده، که له ګټو يې خبر شو، نو تر خپله وسه به تل هڅه کوو، چې دغه مېوه وخورو.

اناناس، نه يوازې دا چې ښکلې او خوندوره مېوه ده، بلکې له ډېرو ناروغيو د ژغورنې کار هم کوي.

د اناناس د ځينو ګټو په اړه طبي کارپوهان وايي:

اناناس له وټامن سي ډکه يوه داسې مېوه ده، چې يو ګيلاس جوس څښل يې د انسان بدن کې د وټامن سي کمی پوره کوي او دې سره د بدن هډوکي قوي کيږي او د هاضمې نظام يې هم ډېر ښه کيږي.

د طبي کارپوهانو په وينا د اناناس د خوړولو ګټه وره طريقه دا ده، چې د خوړو په منځ کې وخوړل شي.

your ads

د اناناس يوه بله ګټه دا ده، چې د سترګو نظر ډېر قوي کوي او اوږدمهالي راتلونکي لپاره د انسان سترګې له کمزورۍ ژغوري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب