د انجلۍ پر زيږيدنې غم او غصه کول

زمونږ په ټولنه کې یو غیر اسلامي او غیر انسانی عادت دی چې کله د یو چا کره لور وشی نو هغه ډیر زیات خفه او په غصه شی حتی چې بعضې نارینه د انجلۍ مور ته بد رد شروع کړی او دکور څخه وځی او د الله تعالی په اقدارو اعتراض کوی نو دغه مذکوره کارونه غیر شرعي او حرام او ناروا او لویه ګناه دی الله تعالی ددغه ډول کړو وړو سخت تقبیح کړیدی او دایی د کافرانو کار ګڼلی دی لکه چې فرمایي :

(( و اذا بشر احدهم بالانثی ظل وجهه مسودا وهو کظيم يتواری من القوم من سوء ما بشر به ايمسکه علی هون ام يدسه فی التراب الاساء ما يحکمون ))
((سورة نحل ایت ۵۸-۵۹))

ژباړه : او کله چې خبر ورکړی شی یو تن ددغود کفارو څخه په پیدا کیدو د لور سره نو ټوله ورځ دده مخ له غمه تور وګرځی حال دا چې دی له قهره ډک وی ( خپلې ښځې ته چې لور دی ولې راوړه؟)

له خپله قومه پټ ګرځی له سببه د ناخوښې د هغه شی څخه چې ده ته په هغه سره خبر ورکړی شوی دی او د حیرانتیا په حال کې د ځانه سره وایی چې ایا د سپکوالی سره دغه لور وساتی او که په خاورو کې يې ژوندی ښخه کړی.

نو ددغه آیت کریمه څڅه معلومه شوه چې کافران به د لورګانو په زیږیدنې باندې خفه کیدل او هغه به يې ځانته یو پیغور او عیب ګڼل او داسې کارونه مسلمان نه کوی خو متاسفانه چې په دغه وخت کې زیات مسلمانان د کافرانو دغه عمل ترسره کوی او دا معلومه خبره ده چې څوک د کافرانو غوندې عمل کوی نو د هغوى غوندې به د دوزخ په اور کې سوځیږی.

بلکې رسول الله صلی الله علیه و سلم امر کړیدی خپل امت ته چې تاسو دا نجلی د زیږیدنې په شکرانګی کې یو ګډ حلال کړی لکه چې فرمایي : ( عن الجاريه شاة))

((ابو داود نسایی ترمذی مشکاة صفحه ۳۶۲))

ژباړه : د انجلۍ په عقیقه کې یو ګډ حلال کړی .

یعنې ګډ حلال کړی ا د هغه غوښه په خپلوانو او ګاونډیانو او دوستانو تقسیم کړی.لکن د تاسف خبره داده چې زمونږ په ټولنه کې کله د چا کره هلک پیدا شی نو هوایی ډزی میلمستیاګانې خوشحالیانې او مبارکیانی د حد نه زیات ترسره کیږي خو د انجلۍ د ږیږیدنی په صورت کې بیا دا یو هم نه کیږي بلکې غصه او غم د ټولو په مخونو باندې ښکاره کیږي چې دغه کار یو ناروا او غیر انسانی او غیر اسلامي کار دی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب