د انسانانو آزادي د اسلامي اصولو په رڼا کې

انسان آزاد هست شوى او د آزاد ژوند كولو حق لري. د آزاد ژوند كولو مانا دا نه ده چې دنوروپرحقوقوتيري وشي، بلکې دنورودحقوقودرناوي اورعايت په كاردي،دځان په وړاندي اوهم دنوروپه وړاندي دمسوليت احساس وشي، پخپله آزادژوندوكړي. آزادي چې دانسان حق دى په دې کې دښځې اونارينه ترمنځ دحقوقودويش كومه كرښه هم نه ده ايستل شوي اودادواړه يوپربل حقوق لري. ښځه كولاي شي دنارينه په څيردژوندله حقوقونه برخمنه واوسي اويوهوساژوندولري.ددي  خبرى يادول اړين دي چې ښځه دځانګړى كرامت اوعزت خاونده ده چې دهغې دغه كرامت هم داسلام دسپيڅلي دين د ارشاداتوله امله اوهم دافغانى فرهنګ له پلوه جوت اوڅرګنددى، يه دي لړکې ښځه يولړحقونه اوامتيازونه لري چې څيړل به ئې ددي لږې ليكنې له حوصلې بهروي .

دلته يوازي غواړوچې دښځوديولړستونزو اونا خوالوپه يادوني بسنه وكړو، له بده مرغه په بيرته پاتې ټولنوکې دتاريخ په اوږدوکې ښځه له خپلو حقوقوڅخه محرومه پاتې شوې اوتل دستم،تيري اوجبردبيلابيلو ځورونو لاندې مجبوره اوبې وسه پاتې شوې ده، كله هم ددوكورنيوددښمنۍ په ترڅ کې ديوې وسيلې په توګه قرباني شوې،كله دخون بهالپاره ديوې وسيلې په توګه كارول شوې اوكله كله دبيلابيلومقاصدوپه غرض برمته شوې وي.

دتاوتريخوالي شدت اويادښځوله حقوقوڅخه سرغړونه هغوټولنو کې زيات ترسترګوکېږي،چېرته چې قانون حاكميت ونه لري . زمونږ ټولنه اوهيواديوهم له بيرته پاتې ټولنوڅخه شميرل کېږي چې قانون پکې ډېرحاكميت نه لري اودتاوتريخوالي شدت په پراخه كچه ترسترګوکېږي اوكله كله ددغه تاوتريخوالي په وړاندې حكومت اوخلك داسې چوپه خوله پاتې كېږي لكه دغه تاوتريخوالي چې ګواكې قانوني بڼه لري اوله پيړيوراهسې ديومنل شوي دود او اصل په توګه راروان دى. دتاوتريخوالي په پايله کې ډول ډول پيښې زمونږپه هېوادكې رامنځ ته شوې دي اوهره بڼه يې زمونږپه هيوادکې له ډيروپخواكلونونه دود ده. لكه تحقير،توهين،وهل ټكول،وژنه اوسوزول،همدارنګه دښځودحقه آزادي سلبول،له تعليم اوزده كړې څخه منع كول،كارته دښځې نه پريښودل،خپلوانوكره دښځې په تګ بنديز،په ټولنيزوكارونوکې دښځې نه پريښودل،دښځې اودخاوندترمنځ بې اعتمادي،ټولنيزدريځ اونورډولونه چې هرډول ئې زموږپه هيوادکې شته اوياپه بله ماناددې هيوادښځې ورسره لاس اوگريوان دي.

دتاوتريخوالي ترټولوسترعامل په ټولنه کې دښوونې اوروزنې نشتوالي دى. داشمېره په افغانستان کې له نارينوونه په ښځوکې زياته دى. نوپه يوه ټولنه کې چې په ټولنيزه كچه دښوونې اوروزنې سطحه ټيټه وي اوبيادښځولپاره دغه زمينه برابره نه وي نوپه داسې ټولنه کې دښځوترمنځ ياپه بله ماناكورنۍ تاوتريخوالى ډيرزيات وي . ځكه چې نارينه اوښځه دواړه يودبل حقوق نه پيژني اوداسې انګيرل شوي وي چې نارينه كل اختياره دى،ښځه هيڅ اختيارنه لري اودښځې ټول اختياردنارينه سره دى. همدلته ده چې ښځه نظراوغوښتنه نه شي څرګندولى. په ځاى دى چې دټولنيزواوداسلامي اصولوپه رڼاکې دمشرانوڅخه دکارونودښه ترسره کولوپه برخه کې مشوره اويادهركارلپاره بايدله خاوند،خواښي،خسراونوروغړوڅخه اجازه واخلي.

په همدي توګه جبري ودونه هم دتاوتريخوالي لوي عامل دى. ځكه هغه ښځه چې په جبري ډول واده شوې وي څرګنده خبره ده چې هغه ډيره دستم لاندې وي. ځكه په جبري ودونوکې دعمرمسله په نظرکې نه نيول کېږي اوهمدغه دعمردتوپيرپه راتلونکي کې ستونزي رامنځ ته كوي. همدارنګه كه ددواړوخواوو رضايت  نه وي نوپرته له تاوتريخوالي نه دڅه شى هيله کېداى شي؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب