د انسان سترګه 

د انسان سترګه 

تاسې خپل پنځه ګوني حواس ددې لپاره کاروئ چې خپله چاپیره نړۍ وپيژنئ او روانې چارې اټکل کړئ. ستاسې له پنځه ګونو حواسو څخه يو هم د باصرې حس دی، او دا ستاسې د سترګو له لارې کیږي چې نړۍ ووينئ. له هغه وخته چې سهار له خوبه پاڅيږئ او بيا تر هغه وخته چې بیرته ویده کیږئ، سترګې په پرله پسې توګه کار کوي. راځئ چې د انسان سترګو ته له نږدې کتنه وکړو.

سترګه نږدې 24.5 ملی متره طول، 7.5 ګرامه وزن او پنډوسکي ته ورته بڼه لري. سترګې د جمجمې په ځانګړي ځای کې ځای پر ځای شوي دي چې سترګ غالۍ  “Eye Socket”يې بولي. کله چې هندارې ته وګورئ د سترګې ګڼې برخې وينئ.‌ سپينه برخه يې سکليرا   ”Sclera”نومیږي.‌ سکلیرا خورا کلکه ده او د سترګې زياتره برخه يې نیولې ده. که تاسې نور هم ورته ځير شئ کوچني سره تارونه وينئ، چې د وينې کوچني رګونه دي او سکلیرا ته اکسيجن راوړي. که تاسې خپله سترګه ډیره وموښئ د سکليرا ځينې رګونه چاودي او له دې کبله ځينې وخت سترګې يو څه سرې ښکاري. سکليرا د سترګې رنګینه برخه هم نیولې ده خو دلته يو څه رڼه ده او بل نوم لري چې: قرنيه  “Cornea”ورته وايي. قرنيه خورا مهمه ده ځکه چې دا برخه نور ته اجازه ورکوي‌ چې سترګې ته دننه شي. دا برخه له سترګې څخه د نور د تیريدلو پر مهال په فوکس “Focus” کې مرسته کوي. د سترګې رنګينه برخه د عنبيه   “Siri”په نامه ياديږي. د عنبيې په منځ کې تور کسی موجود دی. نور لومړی له قرنيې څخه تیريږي او بيا کسی ته رسيږي. په عنبیه پورې کوچني عضلات نښتلي دي چې سترګې ته ننوتونکی نور کنټرول کوي.‌ په بريښنده نور کې کسی کوچنی کیږي خو کله چې لږ تیاره شي کسی غټيږي، کټ مټ د کمرې د لينز په څير دی. د عنبيې او قرنيې تر منځ قدامي جوف موقعیت لري. قدامي د وړانديني په معنی ده.‌ قدامي جوف له رڼو مایعاتو څخه ډک دی چې زلالیه یي بولي.‌ زلاليه د سترګې لپاره اکسيجن، پروټين او ګلوکوز برابروي.

وروسته له دې چې نور له کسي تير شي، له عدسيې تيريږي. عدسيه تقريبا د کيمنډل شوي پنډوسکي شکل لري او په بشپړه توګه رڼه ده.‌ د عدسيې دنده دا ده چې له کسي د نور تيريدونکې وړانګې د سترګې وروستئ برخې ته فوکس کړي، چې شبکیه “Retina”نوميږي. عدسيه يوې عضلې پورې تړل شوې ده چې ويښته ډوله عضله “Ciliary muscle”نومیږي. دا عضله د دې لامل ګرځي چې پر شيانو د فوکس پر مهال د عدسيې شکل ته بدلون ورکړي. کله چې نږدې شيانو ته ګورئ، عدسيه پنډيږي، خو کله چې لرې پرتو شیانو ته ګورئ، عدسيه نرۍ کیږي.

د عدسيې او شبکيې تر منځ یو ډول راڼه جلاتيني مواد پراته دي چې زجاجيه مايع نومیږي. دا زجاجيه مايع د دې لپاره مهمه ده چې سترګې ته شکل ورکوي.

د هغو تصويرونو لپاره چې تاسې يې وينئ، د سترګې شاتنۍ برخه د سینما د پردې په څير کار کوي. شبکیه له خورا ځانګړو حجرو څخه جوړه ده چې ميله يي یا “Rods”او مخروطي يا “Cones”يې بولي. په هر يوه سترګه کې ۱۲۰ ميليونه ميله يي او ۷ ميليونه مخروطي حجرې موجودې دي، ميله يي حجرې شيان په رنګه ډول نه احساسوي، بلکې دا حجرې تور او سپين شيان او خاکستري سيورو ډولونه ويني. کله چې لمر پريوځي، او تاسې هيڅ شی رنګه نشئ ليدلی، زیاتره کار ميله يي حجرې کوي. ميله يي حجرې له تاسې سره دا مرسته هم کوي چې د بیلابيلو اجسامو شکلونه ووينئ.

درې ډوله مخروطي حجرې په بريښنده نور کې کار کوي: سرې، آبي او شنې. دغه مخروطي حجرې سره يو ځای د نور هغه وړانګې پروسس کوي چې سترګو ته راځي او تاسې ته د هغو رنګونو د ليدلو توان درکوي چې تاسې يې وينئ. ميله يي او مخروطي حجري ټول راغونډ شوي معلومات د بصري عصب له لارې ليږي چې د سترګې په شاتنۍ برخه کې موقيعيت لري. دماغ بيا په دې عصب کې له راليږل شويو سيګنالونو څخه په استفادې سره د بهرنۍ نړۍ انځور جوړوي. د شبکيې په هغه برخه کې چې بصري عصب موقيعيت لري د ړندې سيمې “Blind spot” په نامه ياديږي. دا ځکه چې په دې سيمه کې ميله يي او مخروطي حجرې موجودې نه دي، او که يو تصوير د شبکيې دې برخې ته واچول شي، تاسې یې نشئ ليدلی.

سترګه د خپل ځان د ساتنې لپاره يو لړ لارې چارې کاروي. د سترګو د ساتنې لويه وسيله جيږمې دي. جيږمې د سترګو په پاکولو او مرطوب ساتلو کې مرسته کوي. د جيږمو بندولو او پرانستلو ته د سترګو رپول وايي چې تاسې يې هر وخت وغواړئ او آن پرته له دې چې فکر وکړئ ترسره کولی شئ. په دې معنی چې د سترګو رپول هم ارادي او هم غير ارادي دي. جيږمې کله په ناڅاپي ډول بنديږي چې سترګو ته د شيانو له ننوتلو مخنيوی وکړي. خو باڼه هم مه هيروئ، باڼه له جيږمو سره يو ځای يوه ساتندويه ډله جوړوي چې خيری او ګردونه له سترګې لرې وساتي. خو که د ګرد يوه زره سترګو ته داخله شي څه پيښيږي؟ همدا دی چې اوښکې بهيږي. اوښکې له هغو غدو څخه راځي چې د لکريمل غدو “Lacrimal glands” په نامه د سترګې په بهرني ګوټ کې موقعيت لري.هر ځل چې تاسې سترګې رپوئ د اوښکو یو کوچنی مقدار ستاسې سترګې ته آزادیږي چې لنده يې وساتي. اوښکې هم باکتريا او ګردونه د سترګو له سطحې څخه پاکوي. اوښکې ستاسې سترګو ته د لکريمل مجرا او د اوښکو د مجرا له لارې داخليږي.

ځينې خلک عينکې اچوي، آیا پوهيږئ چې ولې دا کار کوي؟ ځينې وخت خلک په ليدلو کې ستونزه لري او عينکې له دوئ سره مرسته کوي. د سترګو د معاينې پر مهال ډاکتر د سترګو له ناروغ څخه غواړي چې په يو چارټ کې ترتيب شويو بيلابيلو کرښو څخه توري ولولي. که د يو چا د باصرې حس نورمال وي، نو د لیدلو قوه به يې 20/20  وي. په دې معنی چې دا سړی شل فوټه مسافه کې دا کرښې لوستلی شي. که د يو چا د لیدلو قوه 20/200 وي معنی يې دا ده چې د نورمالو سترګو له خوا په 200 فوټه مسافه کې لیدل شوي شيان نوموړی په 20 فوټه مسافه کې لیدلی شي. د امریکا په متحده آیالاتو کې د 20/200 باصرې حس په حقوقي توګه ړوند بلل کیږي. د باصرې ګڼې نورې درجې د 20/20 او 20/200 تر منځ پرتې دي او ځينې خلک ان له 20/20 څخه هم ښه ليد لري؟ خلک عينکې د بيلابيلو دلايلو له مخې په سترګو کوي. ځينې خلک لرې پراته شیان سم نه ویني او له دې کبله نږدې ليدونکي “Myopic” بلل کیږي. په دې خلکو کې تصويرونه د شبکيې په وړاندينۍ برخه کې فوکس کیږي. ځينې خلک د نږدې تصویرونو په ليدلو کې ستونزه لري او له دې کبله لرې ليدونکي بلل کيږي. په دې خلکو کې تصوير د شبکیې په شاتنۍ برخه کې فوکس کیږي. عينکې مرسته کوي چې د نور وړانګو ته کافي انحناء ورکړي چې تصوير تل پر شبکیه فوکس شي.

سترګې يوه خورا مهمه دنده پر مخ وړي. سترګې د هغو شیانو د رنګونو او شکلونو په لیدلو کې مرسته کوي چې ستاسې په چاپیريال کې پراته دي. ستاسې سترګې به تل له تاسې سره وي، له دې کبله يې له ښې ساتنې څخه ځانونه ډاډه کړئ.

تمرین

د سترګو په اړه پوښتنې

  1. په لاندې انځور کې د سترګې بيلابيلې برخې ونوموئ.
  2. نور د سترګې له کومو برخو څخه تیریږي؟
  3. د قرنيې او عنبيې تر منځ کومه برخه موقيعيت لري؟
  4. د عدسيې دنده څه ده؟
  5. ميله يي او مخروطي حجرې څه دي، او څه دنده ترسره کوي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  1. ړنده سیمه څه ده؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  1. سترګه خپل ځان څنګه ساتي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  1. که يو سړی نږدې لیدونکی وي، څه معنی لري؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

ځوابونه

صلبيه
شبکیه
زلاليه مایع
قرنيه
بصري عصب
عدسیه
زجاجيه مایع
  1. نور له قرنيې، زلالية مایع، کسي او زجاجية مایع څخه تیريږي.
  2. زلالية مایع د قرنيې او عنبيې تر منځ پراته دي.
  3. د عدسيې دنده دا ده چې د نور د وړانګو په کږلو سره انځور په رټينا کې فوکس کوي.
  4. ميله يي او مخروطي د حجراتو دوه بيلابیل ډولونه دي چې په رټينا کې موندل کیږي. ميله حجرې تور او سپين او د خاکستري رنګونو ګڼ ډولونه ويني، خو رنګ نشي ليدلی. کله چې په شپه کې شیان وينئ، ستاسې ميله يي حجرې کار کوي. مخروطي حجرې رنګ ويني. مخروطي حجرې درې ډوله دي: سرې، آبي او شنې مخروطي حجرې. دوی دريواړه په ګډه سره رنګونه درک کوي.
  5. ړنده سيمه د ريټينا هغه برخه ده چې بصري عصب په کې موجود دی. هغه انځورونه چې پر ړنده سيمه پراته وي نه لیدل کیږي.‌
  6. سترګه د جيږمو، باڼو او اوښکو په کارولو سره خپل ځان ساتي. جيږمه د سترګې په رپولو سره شیان له سترګې بهر ساتي او سترګه مرطوبه ساتي. له هرې رپيدا سره لږ مقدار اوښکې سترګې ته آزاديږي څو له سترګو باکتریا او ګردونه ومينځي.
  7. که د يو چا سترګه نږدې شیان ويني، په دې معنی دی چې لرې پراته شیان نشي ليدلی. ددې خلکو سترګې د شبکیې په وړاندينۍ برخه کې تصویر فوکس کوي.‌

 

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب