د انټرنيټ لنډه تاريخچه

د انټرنټ تاريخچه د امريکا د دفاع په وزارت کې د١٩٦٠ په لسيزه کې پيل شوه، دا هغه وخت و چې سوړ جنګ د اوج په لور روان و او نړۍ په دوو قطبونو ويشل شوي وه. لويديز چې د هغو په ســر کې امريکا وه ډير کوښښ کوو چې د ختيځ بلاک نه ډير پرمختګ وکړي هغوې هغه څه وکړل چې ختيځ بلاک يې فکــر هم نه شـــو کولای.

د امريکا د دفاع وزارت ډير څيړونکي په دې ګمارلي وو چې څيړنه وکړي داسې يو اړيکېز سيستم (Communication system) جوړ کړي چې د اتوم بم د بريد په دفاع کې ترې کار واخستل شي. ډيرو وتلو څيړونکو انستيتوتونو او پوهــنتونوته چې په ســر کې يې راند (RAND) او ميل (MIL)وو دا کار ورکړل شو تر څو داسې يو د ډيټا جال (Datanet) جوړ کړي چې د دفاع وزارت يې غوښتنه کړې وه.

 په ١٩٦٤ ع کال کې پاول بيرن چې په راند کې يې کار کاوه په دې بريالی شو داسې يوه قاعده (Method) جوړه کړي چې ډيټا په هماغه موجود ټيلې نټ کې له يوه ځايه بل ځای ته وليږدوي او خپلې دې نظر ته يې د پيکټ سويچنګ Packet switching نوم ورکړ. دې عمليی به تل د ليږلو له پاره هماغه يوه لاره نه غوره کوله بلکه هغه لاره باندې چې به دا معلومات (data)ليږدول کــيده چې له اوله يې چا وړاندويــنه نه شــوه کولای. داسې په لسګونو لارې وې چې دا معلومات ليږدول کيدی شي يانې دالف څخه ديې پورې په څو لسګونو لارو تللای شی.

 ارپانټ ARPANet:

 د انټرنټ د پر مختګ جال يا شبکه. د دې نو يو معلوماتو د شته والی په نظر کې نيولو سره په ١٩٦٩ ع کال کې ارپانټ جوړ شــو. دې نټ کوم مرکزيت نه درلود ځکه کيدای شو چې د بل لوري د اتوم بم هدف ګرځيدلی وی. د دې جال هرې برخې يو شان ړومبيتوب درلود، او بايد داسې جوړ شوې وای چې که يوه برخه يې له کاره وغورځي نو، نور جال خپل کار په سمه توګه تر سره کړي. دا يو ازمايښتي جال و چې له دې لارې دولت غوښتل هغه څيړونکي چې د دفاع د وزارت له پاره کار کوي يو د بل سره ونښلوي او هغه څيړونکي مرکزونه چې ددې هدف له پاره کار کوي يو د بل سره معلوماتو ليږلي او واخستلی شی، خو دا جال ډير ژر د يو بريښنايي (الکټرونيکی) پوست په لور وڅرخــيد، او د خپل اصلي هدف څخه بلې خوا ته ولاړ. ددې سره ســم نورو پکاروونکو ډلو لکه پوهــنتونونواو ملکي څيړونکو انستيتوتونو ته هم دې جال ته د ننوتلو او کارولو اجازه ورکړل شــوه. د دی څخه وروســته ځينو اروپايي هيوادونو ته هم چې د امريکا دولت ته نږدې وو دې جال ته د ننوتلو اجازه ورکړل شـــوه.

[irp][irp]

 انټرنټ او د هغه پراخيدل:

 د ١٩٧٠ ع په لســـيزې کې ارپانټ ډير په چـټکۍ سـره وده وکړه.ډير داسې خدماتي کارونه لکه په جال کې کانفرانسونه د ځـــينو ذکي او پوهـــو زده کونکو د زيار او هلو ځلو په پايله کې جــوړ شـــو. هغه پوځي برخه چې د دې جال چې دا ټول کار ورته پيل شــوی و د نورو له پاره ډير لږ په زړه پورې وګرځيد. په ١٩٨٣ ع کال کې دا برخه د دې بلې (اين اس ايف نټ NSFNET ) څخه جلا شــوه او د ميل MIL نټ په نامــه و نومول شــوه. د امريکا ملکي څيړونکو د دې جال (اين اس ايف نټ NSFNET ) د پرمختګ او پراخوالی کار په غاړه واخست.

 د ١٩٨٠ ع په لسيزه کې د ارپانټ ARPANet د ماډل دکارولو د پايلې څخه نوي ډيټاجالونه جوړ شو. په ١٩٨٩ ع کې دا ټول د ارپانټ سره يو ځای شو او يو نوی نوم انټرنټ (Internet) جوړ شو. دوه کاله وروسته په ١٩٩١ع کال کې دا جال (انټرنټ) د عامو خلکو د کارولو له پاره پرانستل شـــو. د اين اس ايف نټ هغه برخو څخه پرته چی د عامو خلکو پر مخ اوس هم تړلي دي يوازې او يوازې د پوځی کړو وړو لــه پاره کارول کيږي.

 د انټرنټ تجارتی کول:

 اين اس ايف نټ NSFNET او نورو سيمه ايزو انټرنټ برابرونکو ټولو يو شمير قوانين درلودل چې ډير سخت وو يانې څه شي يو سړی کولای شوه په دي مزو کې وليږدوی او په ځــينو وخــتونو کې دا هم بايد معلوم شوی وای چې څوک يې چاته څه ليږدوي. په لومړيو وخــتونو کې يوازې د هغو ترافيکو په هکله خبرې وې چې غير تجارتي وی. د وخت د تيريد سره انټرنټ کې د عامو خلکو د کارولو له پاره هم په کار پيل وشو چې دوئ ته هم بايد دا حق ورکړای شي چې د دې نوې ټکنالوجی څخه کار واخلي، نو همدا وه چې انټرنټ د تجارتي کارولو له پاره هم ازاد کړی شو او دوې هم د انټرنټ پورې ځان ونښلو.

[irp][irp]

 نن ورځ تقـــريباً تجارتي څانګې د FoU برخه په انټرنټ کې نيولئ ده، وده يې له اندازې ډيره ده او خوښونکي يې هم د نړۍ په کچه شميرل کيدای نه شی. د CIX اورګانيزيشن (Commercial Internet Exchange) تقريباً د نــړی ټول هغه د انټرنټ برابرونکي چی نن ورځ موجود دي سره نښلوي.

 اداره او ملکيت:

 ډير خلک به ښايي دا پوښتنه وکړي چې د انټرنټ خاوند څوک دی؟ او څوک به يې د چلولو دنده په غاړه لـــري؟ په حقيقت کی هيڅوک هم د ټول انټرنټ خاوند نه دی او نه داسې څوک شـــته چې ټول مسـوليت يې پر غاړه ولــري.

 هـــو: داسې کسان او يا ادارې شــــته چې د انټرنټ د يوې کوچنۍ برخـې خاوندان دي او مســؤليت يې په غاړه لـــري او نورو ته انټرنټ برابروي چې ورڅخه کار واخلي، او ځينې فايلونه او نور شيان په خاصو کمپيوټرونو کې کيـږدي تر څو په نورو ځايونو کې يې خلک و کتلای او وکارولای شي.

 د انټرنټ برابرونکی يا Internet Service provider اکثره وخت خپل infrastructure لري او يا يې د نورو څخه کرايه کوي ، نو له همدې کبله ده چې ووايي انټرنټ برابرونکي د انټرنټ د يوې برخې خاوندان دي او د همدې کوچنۍ برخې مسـؤليت په غاړه لري

انجینر فیض الله (وسیم )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب