د انټرنټ (نړيوال جال) لنډه تاريخچه

د انټرنټ تاريخچه:

د انټرنټ تاريخچه د امريکا د دفاع  په  وزارت کې په ١٩٦٠ لسيزه کې  پيل شوه،  دا هغه وخت و چې سوړ جنګ د  اوج په لور روان و او نړۍ په دوو قطبونو ويشل شوې وه. لويديز چې د هغو په ســر کې امريکا وه  ډير کوښښ کاوه چې د ختيځ بلاک نه ډير پرمختګ وکړي هغوی هغه څه وکړل چې ختيځ بلاک يې فکــر هم نه شـــو کولای.

د امريکا د دفاع وزارت ډير څيړونکي پدې ګمارلي وو چې څيړنه وکړي داسې يو اړيکتيايي سيستم   (Communication system) جوړ کړي چې د اتوم بم د بريد په دفاع کې ترې کار واخستل شي. ډيرو وتلو څيړونکو  انستيتوتونو او پوهــنتونونه ته چې په ســر کې راند RAND او ميل MILوو ،ته دا کار ورکړل شو  تر څو داسې يو د ډيټا جال  (Data Net) جوړ کړي چې د دفاع وزارت يې غوښتنه کړې وه.

په ١٩٦٤ ع کال کې پاول بيرن چې په راند کې يې کار کاوه په دې بريالی شو چی داسې يوه قاعده  (Method)  جوړه کړي چې ډيټا په هماغه موجودو ټيلې نټ کې له يوه ځايه بل ځای ته وليږدوي او خپلې دې نظر ته يې د پکېټ سويچنګ  Packet switching نوم ورکړ. دې عمليې به تل د ليږلو له پاره هماغه يوه لاره نه غوره کوله بلکې هغه لاره باندې چې دا معلومات (data) به ليږدول کــيده له اوله يې چا وړاندويــنه نه شــوای کولای. تل داسې په لسګونو لارې وې چی دا ليږدونکي معلومات ليږدول کيدی شي مطلب دا چی د الف څخه تر بې پورې يو څه په لسګونو لارو تللای شي.

ارپانټ ARPANet:

د انټرنټ د پر مختګ جال يا شبکه. د دې نوو معلوماتو د لته والي له  په پام کې نيولو سره په ١٩٦٩ ع کال کې ارپانټ جوړ شــو.  دې نټ کوم مرکزيت نه درلود ځکه کيدای شو چې د بل لوري د اتوم بم هدف ګرځيدلی وي. د دې جال هرې برخې يو شان ړومبيتوب درلود، او  بايد داسې جوړ شوی وای چې که يوه برخه يې له کاره وغورځي نو،  نور جال خپل کار په سمه توګه تر سره کړي.  دا يو ايکسپرمنټل جال و چې له دې لارې دولت غوښتل هغه څ يړونکي چې د دفاع د وزارت له پاره کار کوي يو له بله ونښلوي او هغه څيړونکي مرکزونه چې ددې هدف له پاره کار کاوه يو د بل سره معلومات ليږلي او اخستلی  شي، خو دا جال ډير ژر د يو بريښنايي (الکټرونيکی) پوست په لور و څرخــيد، او د خپل اصلي هدف څخه بلې خوا ته ولاړ. له دې سره ســم نورو پکاروونکو ډلو لکه پوهـنتونونو ، ملکي څيړونکو انستيتوتونو ته هم دې جال ته د ننوتلو او کارولو اجازه ورکړل شــوه. د دی څخه وروسـته ځينو اروپايي هيوادونو چې د امريکا دولت ته نږدې وو دې جال ته د ننوتلو اجازه ورکړل شـــوه.

 

انټرنټ او د هغه پراخيدل:

په  ١٩٧٠ ع لســيزې کې ارپانټ ډير په چـټکۍ سـره خـــپور شــو.ډير داسې خدماتي کارونه لکه په جال کې کانفرانسونه د ځـــينو ذکي او پوهـــو زده کونکو د زيار او هلو ځلو په پايله کې جــوړ شـــو. هغه عسکري برخه د دی جال د کومې له پاره چې دا ټول کار پيل شــوی وه د نورو له پاره ډير لږ په زړه پورې وګرځيد. په ١٩٨٣ ع کال کې دا برخه د دې بلې (اين اس ايف نټNSFNET )  څخه جلا شــوه او د ميل MIL نټ په نامــه و نومول شــوه. د امريکا ملکي څيړونکو د دې جال (اين اس ايف نټ NSFNET )  د پرمختګ او پراخوالی کار په غاړه واخست.

په ١٩٨٠ ع لسيزه کې د ارپانټ ARPANet  د ماډل څخه دکارولو د پايلې څخه نوي ډيټاجالونه جوړ شو. په ١٩٨٩ ع کې دا ټول د ارپانټ سره يو ځای شو او يو نوی نوم انټرنټ (Internet) جوړ شو. دوه کاله وروسته  په ١٩٩١ع کال کی دا جال (انټرنټ) د عامو خلکو د کارولو له پاره پرانستل شـــو. د  اين اس ايف نټ هغه برخو څخه پرته  چی د عامو خلکو پر مخ اوس هم تړلي دي يوازې او يوازې د عسکری کړو وړو لــه پاره کارول کيږي.

د انټرنټ تجارتی کول:

اين اس ايف نټ NSFNET  او نورو سيمه ايزو انټرنټ برابرونکو ټولو يو شمير قوانين درلودل چی ډير سخت وه يانی څه شي يو سړی کولای شوه پدي مزو کی وليږدوی او په ځـينو وخــتونو کی دا هم بايد معلوم شوی وای چې څوک يې چاته څه  ليږدوي. په لومړيو وخـتونو کې  يوازې د هغه ترافيک په باره کی خبری وی کومی چی غير تجارتی وی. د وخت د تيريد سره انټرنټ کې د عامو خلکو د کارولو له پاره هم په کار پيل وشو چی دوی ته هم بايد دا حق ورکړای  شي چې د دې نوی ټيکنالوژی څخه کار واخلي، نو همدا وه چی انټرنټ د تجارتي کارولو له پاره هم ازاد کړی شو او دوې هم د انټرنټ پوری ځان ونښلو.

نن ورځ تقـــريبا تجارتی څانګې د FoU  برخه په انټرنټ کې نيولئ ده، وده يې له اندازی ډيره ده او خوښونکي يې هم د نړۍ په کچه شميرل کيدای نه شی. د CIX اورګانيزيشن (Commercial Internet Exchange) تقريبا د نــړی  ټول هغه د انټرنټ برابروکونکي چی نن ورځ موجود دی سره نښلوی.

اداره او ملکيت:

ډير خلک کــيدای شي په دې فکـــر کې وي چې د انټرنټ خاوند به څوک وي؟  او څوک به يې د چلولو دنده په غاړه لـــري؟  په حقيقت کی هيڅوک هم د ټول انټرنټ خاوند نه دی او نه  داسی څوک شـــته چې ټول  مسـوليت يې په غاړه ولــري.

هـــو: داسی کسان او يا ادارې شــــته چې د انټرنټ د يوې کوچنۍ برخـې خاوندان دي او مســؤليت  په غاړه لـــري او نورو ته انټرنټ برابروي چې ورڅخه کار واخلي، او ځينې فايلونه او نور شيان په خاصو کمپيوټرونو کې کيـږدي تر څو په نورو ځايونو کې  يې خلک  و کتلای او کارولای شي.

د انټرنټ برابروکونکی يا Internet provider اکثره وخت خپل  infrastructure لري او يا يې د نورو څخه کرايه کوي ، نو له همدې کبله ده چې ووايي انټرنټ برابروکوونکي د انټرنټ د يوی برخی خاوندان دي او د همدې کوچنۍ برخې مسـؤليت په غاړه لري.

دلته ډيرو خـــبرو او معلوماتو ورکولو ته اړتيا نه ګورم خو غواړم په راتلونکې ګـــڼه کې نور په زړه پوري معلومات درکړم.

ریاض احمد عابد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب