د انځر او د زیتون فائدې!

(وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ (۱)  پوه سه ! چي ددغو دوو لفظو په تفسير کي ډېر قولونه راغلي دي ، او ددغو ډېرو قولو سبب همدادی چي دلته ظاهره يو سوال په دې ډول کيږي چي دا دواړه لفظونه خو ددوو مشهورو درختو نومونه دي کوم چي انځر او دزيتون درخته ده ، نو په دې دواړو کي خو ظاهره کوم عظمت نسته ، سره له دې چي مقسم به دعظمت خاوند وي ، نو ددغه سوال په وجه ځينو علماوو ويلي دي چي دلته « التين » او « الزيتون » په خپله متعارفه او مشهوره معنا مراد نه دي ، نو بيا ددوئ دمراد په تفسير کي اختلاف راغلی دی چي انشآءالله تعالی درته رابه سي .

او ځينو ويلي دي چي له « التین » او « الزيتون » څخه ددوئ دواړو مشهوره معنا مراد ده چي دانځر او زيتون درخته ده ، دوئ ددې خبري نفي کړېده چي ددغو لفظو په متعارفه معنا کي عظمت نسته ، دوئ ويلي دي چي دغه دواړي درختي ډېر عظيم خصوصيتونه لري .

شاه عبدالعزيز ( رحمه الله تعالی ) ددې خصوصيتو تفصيل په دې ډول کړي دی:

د انځر خصوصیتونه :  ده ويلي دي چي دانځر ميوه دنورو ميوو په مابين کي ظاهري او باطني خصوصيتونه لري ، ظاهري خصوصيتونه يې په دې ډول دي:

۱ : دانځرميوه هم غذا ، هم دوا او هم ميوه ده.

۲ : لطيفه ده ، په سرعت او تيزي سره هضم کيږي.

۳ : طبيعت نرموي.

۴ : له بدن څخه خراب مواد دخولو په بڼه باسي.

۵ : په همدې وجه سره له دې چي انځر طبعاً حرارت او ګرمي لري د تبي لپاره نفع رسوي.

۶: د بلغمو تحليل کوي.

۷: بډوګي او مثانه له زنګ او کچرو پاکوي.

۸ : بدن چاغوي.

۹ : دبدن مسامات خلاصوي.

۱۰ : او دارنګه داينې او توري دسدو ازاله کوي.

۱۱ : دانځر ميوه له قرآنکريم سره مناسبت لري ، لکه څنګه چي قرآنکريم ټول مغز دی هم دحروفو ، کلمو او الفاظو په اعتبار او هم دمدلول او معنا په اعتبار ، انځر هم داسي ميوه ده چي بې فایدې شي پکي نسته ، مندکه او زوڼی نه لري بلکه ټول خوړل کيږي.

۱۲ : دانځر ميوه دجنت له ميوې سره مشابهت لري ، ځکه دجنت ميوې هم غورځېدونکی پوست ، خسته او مندکه نلري .

۱۳ : دانځر دميوې خوړل دبواسیرو ماده له انسان څخه ليري کوي.

۱۴ : دانځر ميوه دنقرس ددرد دفع کوي.

۱۵ : رسول الله ( صلی الله تعالی عليه وآله وسلم ) دانځر دميوې مدحه کړې او دهمدې په خوړلو يې امر کړی دی ؛ ځکه چي په يوه حديث شريف کي راغلي دي ، چي نبي کريم ( صلی الله تعالی عليه وآله وسلم ) ته يو طبق انځر يو چا په هديه کي وروليږل ، نو ده مبارک د خورک لپاره يو څه را واخستل او حاضرينو ته يې داسي وويل:  چي دغه ميوه وخورئ ! کچيري زه داسي ووايم چي دغه ميوه له جنته راغلې ده نو همداسي ويلای سم ؛ ځکه چي دا ميوه د جنت د ميوو په شان خسته او غير معقول جزء نلري ، نود ا ميوه وخورئ چي د بواسيرو د مادې قطع او د نقرس له درد څخه وسړي ته ګټه رسوي .

النِّقْرِسُ : ( طب ) مرض مؤلم يحدث في مفاصل القدم وفي إبهامها أكثر ، ويُسمَّى داء الملوك ، وأعراضه أن يتورَّم إبهامُ القدم مسبِّبًا ألمًا شديدًا.

۱۶ : دخولې بدبويي ورکوي.

۱۷ : دانځر خورک د سر ورېښتان غټوي

۱۸ : دفالج له مرض څخه دفاع کوي ، ددغو دريو فايدو نقل له سيدناحضرت علي بن امام موسی الرضا ( رضي الله تعالی عنه ) څخه سويدی .

۱۹ : ددې ميوې نادر خصوصيت داچي ديوې ګولې په قدر دی .  د انځر د ميوې باطني او معنوي خصوصيتونه :

۱ : دانځر ميوه دالله پاک له کاملو بندګانو سره مشابهت لري ؛ ځکه لکه څنګه چي دالله پاک کامل بندګان چي په دې ډو ل دي چي ظاهر او باطن يې سره برابر دی ، ظاهر او باطن يې ټول خير اوشر ف دی ، دانځر ميوه په همدغه ډول ده.

۲ : د انځر درخته خپل کمال د کمال تر دعوې له مخه ښکاره کوي ، ځګه دانځردرخته اول ميوه بيا شګوفه ښکاره کوي ، او دميوو نوري درختي او ل دکمال دعوه کوي دشګوفې په ښکار کولو سره او بيا کمال کوي، عزیزي،اودانځرددرختي دغه سعادت په دې وجه پیداکړچي په جنت کي يي وآدم علیه السلام ته دده دبدن دپټېدولپاره پاڼې ورکړې،حقي.

۳ : د انځر په ميوه کي داسي فيض سته چي په نورو ميوو کي نسته ؛ ځکه چي دا درخته پّه يوه کال کي څو واره ميوه کوي .

۴ : د انځر ميوه له انسان سره مناسبت لري ؛ ځکه چي حضرت آدم ( عليه السلام ) چي کله په جنت کي د غنم دانه وخوړه نو دجنت جامې له ده څخه ليري ، لوڅ او مکشوف سو نو دی د جنت و درختو ته متوجه سو ددې دپاره چي پاڼي ورڅخه پرې او خپل ځان په پټ کړي ،د انځر له درختي نه سوا يوې درختي پاڼي نه ورکولې او د انځر درختي اجازه ورکړه چي آدم ( عليّه السلام ) دځان پټېدو لپاره ډيري پاڼي ورڅخه پرې کړې .

سوال : د فلاحت اربابو ويلي دي چي کامله درخته هغه ده چي لس شيان ولري ، بيخ ، ښاخ ، برګ ، ګول ، ميوه ، خسته ، صمغ ، ليف ، قشر ، عصاره لکه دخورما درخته ، او هره درخته چي دغه لس شيان ونلري نو هغه ناقصه ده ، د انځر ميوه خو خسته نلري نو بايد دا درخته ناقصه سي نه کامله ؟

جواب : په نقصاناتو ځيني داسي دي چي وجود يې په حقيقت کي کمال او عدم يې نقصان وي ، د انځر درخته چي دغه نقصان لري نو هغه عين کمال دی ؛ ځکه خسته خو د ميوې غورځوله کيږي خوړله کيږي نه ، نو تر وجود يې عدم بهتر دی .

دزيتون ځانګړتياوي او خصوصيات : د زيتون درخته هم د انځر ددرختي په شان ظاهري او باطني خصوصيتونه لري ، ظاهري خصوصيتونه يې په دې ډول دي :

۱ : د زيتون ميوه چي په سرکه کي اچار او بيا دغه اچار خوړل کيږي ، نوپه دې سره معده قوي کېږي او اشتهاء زياتيږي .

۲ : پوخ زيتون چي کله په غذا کي مستعمل سي نو وبدن ته زياته غذا ورکوي او چاغوي يې ، مردانه قوت بالا کوي .

۳ : دزيتون دميوې مغز چي له وازګي او وړو سره ګډ او د پیس والا يې پر ځان مښي نو دپیس مرض ورَکوي .

۴ : دزينتون عصاره دسيلان الرحم دپاره علاج دی.

۵ : دمالګي په اوبو کي چي زيتون واچول سی او بيا مضمضه په کوي ، په خوله يې رغړوي نو دغاښو بېخ يې محکم او ټينګ ګرزي.

۶ : دزيتون ميوه هم دانځر په شان دوا ، غذا او ميوه ده .

۷ : دزيتون له خامي او اومې ميوې څخه روغن ايستل کيږي او وهغه ته زيت الانفاق ويل کيږي چي په قنديلو او څراغو کي دتېلو او ګاسليتو کار ورڅخه اخيستل کيږي ، او ډېره صافه رڼا يې هم وي ، او له پخې ميوې څخه يې هم روغن وځي کوم چي زيت الطيب ورته ويل کيږي او ډېره ښه خوشبويي هم لري ، دقولنج ، سدو ، او د اسهال ومريضانو ته نفع رسوي ، دسر ددرد ، دورېښتانو دتوروالي دحفاظت ، دبندو ددردو او دارنګه دځينو نورو مرضو لپاره دوا ده .  د زيتون باطني خصوصيات :

۱ : داچي له أهل الله او صالحينو بندګانو سره مشابهت لري ، په دې ډول لکه چي صالحين بندګان اول دالله (  جل جلاله ) په لار کي تکليفونه او زحمتونه تېر کړي ، نو بيايې باطنونه دالله پاک په نور منور وګرځي ، وجود يې دخلګو لپاره نور او هدايت وګرځي ، دارنګه زيتون هم چي پر ميوه باندي يې مختلفي مرحلې راسي ، تېل ورڅخه وايستل سي نو بياپه څراغ او قنديل کي نور وګرځي ، او دغه نور يې له ظلمت او دود څخه پاک وي لکه دکاملو انسانانو طاعت او عبادت چي دریا ، عجب ، غرور او منت له دود څخه پاک وي .

۲ : د زيتون ميوه د قرآنکريم له الفاظو سره مشابهت لري ، لکه چي دقرآنکريم له الفاظو څخه دقسم قسم معانيو او انوارو استفاده کيږي دزيتون دميوې هم صورت ګواکي لفظ دی چي انوار ورڅخه خارجيږي چي هغه دڅراغ په واسطه تېل اودتېلو رڼا ده .

۳ : معنوي خصوصيت يې دادی چي هيڅ درخته دومره عمر نلري لکه څومره چي يي دزيتون درخته لري ، دسکندر په زمانه کي يونيانو په فلسطين کي دزيتون درختي شنې کړې ، هغه درختي تر دوو زرو کلو پوري هم ولاړي وې ، او اوس هم شايد ولاړي وي .

۴ :خصوصيت یې دادی چي اکثر او غالبه ځای ددغي درختي د شنه کېدودشام شريف شهرونه دي کوم چي دانبياوو منزل او د او لياوو مقام دی.

۵ : دزيتون درختي ته حضرت ابراهيم ( عليه السلام ) دخير دعا کړېده .

۶: په قرآنکريم کي الله ( تعالی ) ودغي درختي ته شجره مبارکه ويلې د ه .

۷ : دتعبير الرؤیا علماوو ويلي دي چي که چا په خوب کي داسي وليدل چي د زيتون د درختي پاڼه يې په لاس کي ده ، نو ددې معنا داده چي دغه سړی به ددېن په کړۍ لاسونه ټينک کړي.

۸ : رسول الله ( صلی الله تعالی عليه وآله وسلم ) فرمايلي دي چي تاسي دزيتون تېل خورئ ، او ځانونه په غوړوئ ؛ ځکه چي دزيتون تېل له مبارکي درختي څخه دي .

«دهغوعلماووقولونه چي له تین اوزیتون ځخه دلته انځراودزیتونه درخته نه مراده وي»

۱ مرادله تین څخه داصحاب کهفومسجددی ځکه دهغه پرشاوخواباندي دانځردرختي ډېري شنې دي اومرادله زیتون څخه مسجددبیت المقدس دی ځکه چي پرشاوخوایې دزیتون درختي ډېري ولاړي دي.

۲ مرادله زیتون څخه دزیتاغردی کوم چي طورزیتاورته ويل کېږي اودبیت المقدس په شرقي طرف کي واقع دی اوپرمسجداقصی باندي مشرف دی،په يوه روایت کي راغلي دي چي ام المؤمنین حضرت صفیه رضی الله عنها وبیت المقدس ته ورغله اوپه مسجداقصی کي يي لمونځ وکړ بیاوزیتاغره ته وختله هلته یي هم لمونځ وکړبیاپرکناره دهغه غره باندي ودرېدله اووې ویل چي له دغه ځایه څخه به دقیامت په ورځ خلګ سره جلاکېږي چي يوه ډله به وجنت ته ځي اوبله ډله به ودوزخ ته »دغه طورزیتا هغه غردی چي عيسي علیه السلام له ده څخه واسمان ته پورته سو نصاری دهمدغه ځای خورازیات تعظیم کوي.

۳ له تین څخه طورتینا اوله زیتون څخه طورزیتا مراددی داپه ارض مقدسه کي دوه غرونه دي نوالله پاک دلته په منابتودانبیاووسره قسم کړئ دی ځګه طورتینا ترعیسی علیه السلام پوري تعلق لري اوطورزیتا مبعث داکثروانبیاوودبني اسرائیلودی اوطورسینین دموسي علیه السلام دی اوبلدامین دمحمدصلی الله علیه وسلم دی.

۴ مرادله تین څخه ددمشق شهردی اومرادله زیتون څخه دبیت المقدس ښاردی.

۵ مراد له تین څخه کوفه ده اومرادله زیتون څخه شام شریف دی.

۶ تین اوزیتون دوه غرونه دي،په منځ دهمدان اودحلوان کي ،لطیفه،یوه مریض وابن سیرین رحمه الله تعالی ته وویل چي وماته په خوب کي وويل سول چي ،کل اللامین تشفي،نوده ورته وویل چي ددې معناداده چي زیتون وخوره ځکه چي دزیتون درخته لاشرقية ولاغربية ده یعني په قرآن کریم کي ددې په صفت کي دوه لامه راغلي دي نوله لامین څخه مراد زیتون دی. سرچینه: تفسیر فضل الرحیم

لیکوال: علامه معین الدین ابوالفضل

رالیږونکی: فیض الحق حقپال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب