د انځورنو او ویډیوګانو شرعي حکم څه دی؟

 
 الحمد لله الذي علمنا مالم نكن نعلم وفضلنا على كثير من خلقه وقدم وجعلنا ممن يقتدي به ویأتم وصلى الله على محمد وآله وسلم..!
 
وبعد : زما مولوی عبرت مهاجر څخه یوه ملګری د تصویر په اړه معلومات غوښتي وه نو ما هم د خپل علم او توان په اندازه دا مشت نمونه یې خروار معلومات را غونډ کړل هیله لرم چې تاسو هم د موضوع په اړه لیږ څه بصیرت ورځنې ترلاسه کړئ!
 
لومړی د مجسم او غیر مجسم تصویرونو په اړه!
د دغو تصویرونو په اړه په فتح الملهم کې /۴/۱۵۹ / د امام مالک رحمه الله څخه یو روایت داسې نقل شوی دی:
 
هغه تصویرونه چې سایه نه لري جائز دي یعني هغه تصویرونه چې مجسم نه وي لکه په کاغذ یا جامو باندي نقش شوی تصویر ونه حرام نه شو ورته ویلای.
البته د داسې تصویرونو جوړول او استعمالول بیاهم له کراهیة تنزیهي څخه خالي نه دي،
 
د امام مالک رحمه الله د مذهب ډیرو علماو همدغه روایت مختاره او غوره بللی،
امام مالک رحمه الله، دځان لپاره دا حدیث شریف دلیل ګرزوي،
 
عَنْ عُبَيْدِ اللهِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، أَنَّهُ دَخَلَ عَلَى أَبِي طَلْحَةَ الْأَنْصَارِيِّ يَعُودُهُ، فَوَجَدَ عِنْدَهُ سَهْلَ بْنَ حُنَيْفٍ، فَأَمَرَ أَبُو طَلْحَةَ إِنْسَانًا يَنْزَعُ نَمَطًا تَحْتَهُ، فَقَالَ لَهُ سَهْلٌ: لِمَ تَنْزِعُ؟ قَالَ: لِأَنَّ فِيهِ تَصَاوِيرُ، وَقَدْ قَالَ فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا قَدْ عَلِمْتَ، قَالَ: أَلَمْ يَقُلْ «إِلَّا مَا كَانَ رَقْمًا فِي ثَوْبٍ» ؟ قَالَ: بَلَى، وَلَكِنَّهُ أَطْيَبُ لِنَفْسِي
السنن الکبری للنسائې ۵\ ۴۹۸٫
 
ژباړه، عبيدالله بن عبدالله رضي الله عنه وایي چې یو ځل د ابو طلحه انصاري پوښتنې ته ورغلم هلته سهل بن حنيف هم موجود ؤ، ابو طلحه یو تن راوغوښتل چې له ده نه لاندې کالي ليرې کړي، سهل ورته وویل : ولې یې ليرې کوې؟ ابو طلحه ورته وویل: ځکه چې په دې جامه کې تصویرونه دي او د تصويرو نو په اړه خو پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – هغه څه ویلي دي چې ته هم پرې خبر یې یعنې د تصویر د حرمت په هکله سهل ورته وویل: ولې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د تصویر د حرمت سره «إِلَّا مَا كَانَ رَقْمًا فِي ثَوْبٍ» استثناء نه وه کړي ؟. یعنې هغه تصویرونه چې په جامو کې وي پروا نه لري.
ابو طلحه رضي الله عنه ورته وویل : هو! پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه خبره ورسره کړې مګر زه د خپل ځان لپاره دا خوښوم چې داسې جامې استعمال نه کړم.
 
امام مالک رحمه الله تعالی او د هغه د مذهب نور علماء کرام د دې حديث څخه استدلال کوي چې په حديث کې د «إِلَّا مَا كَانَ رَقْمًا فِي ثَوْبٍ» له جملې څخه د غیر مجسم تصویرونو د جواز خبره بېخي ښکاره ده، البته هغوی د مجسم او سایه دار تصویرنو د جوړښت او استعمال په اړه د حرمت قائلین دي.
 
او د امام اعظم رحمه الله او امام شافعي رحمه الله امام احمد رحمه الله او نورو علماو په مذهب د تصویر لومړی قسم او دوهم قسم یعنې مجسم او غیر مجسم دواړه حرام دي، د دوی استدلال هغه عمومي احادیث دي چې تصویر مطلق پکې ذکر شوی کوم فرق پکې نه دی ذکر شوی لکه چې په یو حدیث کې راځي:
 
«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الصُّورَةِ فِي البَيْتِ، وَنَهَى عَنْ أَنْ يُصْنَعَ ذَلِكَ» رواه الترمذي ص \ ۳۸۹:
 
او په بل حديث کې بیا وايي:
 
«مَنْ صَوَّرَ صُورَةً عَذَّبَهُ اللَّهُ بِهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ» رواه الترمذي
 
دوی وایي په دغه ډول حديثونو کې د مجسم او غیر مجسم فرق نه دی ذکر شوی.
نو لهذا دغه احا دیث د مطلق تصویر په حرمة باندې ښکاره دليلونه دي.
همدارنګه دغو علماوو د حضرت أم المؤمنین عائشې صديقې رضی الله تعالی عنها څخه په هغه روایت باندې هم استدلال کوي چې فرمایې یو وار ما په خپله خونه کې یوه داسې پرده را ځړولې وه چې په تصویرونو منقشه وه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، خونې ته راغی او سترګې یې په پرده ولګېدې نو ودریده او بیا یې په سختۍ سره منعه وفرمایله.
په یوه بل روایت کې راځي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رنګ ډېر متغیر شو او ویي فرمایل: ترڅو پورې چې دې دغه پرده لیرې کړې نه وي، زه به کوټې ته نه شم داخل.
له دې حديث څخه معلومېږي چې دغه تصویرونه په پرده باندې نقش ؤ او پیغمبر صلی الله علیه وسلم منعه ځینې وکړه!
 
البته د امام مالک رحمه الله د مذهب د علماو له طرفه په دغه استدلال لاندې دوه اعتراضونه موجود دي:
 
۱ـ دا چې کیدی شي دغه تصویرونه په داسې ډول په پرده کې جوړ شوي وي چې سایه ولري او دا چې دغه تصویرونه بې سایې ؤ نو په دې اړه په حدیث کې کوم دلیل نشته.
 
۲ــ دا چې دغه حديث له عايشې رضی الله تعالی عنها څخه قاسم بن محمد روایت کړی، قاسم بن محمد پخپله په دې قائل دی چې بې سایې تصویر جائز دی.
همدارنګه د اصول الفقه د علم قاعده دا ده چې کله یو راوي د خپل روایت شوي حديث په خلاف فتوی ورکوي، نو مطلب دا وي چې دغه حديث منسوخ او یا هم مؤول دی.
په هر صورت د امام مالک د مذهب ډیری علماو د امام مالک رحمه الله همدغه روایت ته ترجيح ورکړي ده،
د اثبات لپاره د علامه آبي – رحمه الله – شر حه د جامع مسلم ۵\ ۳۹۴ او التاج والاکلیل ۴\۴ او تکملة فتح الملهم: ۴\۱۵۹ وګورﺉ.
 
البته علامه محمد تقي عثماني مدظله لیکي چې احتېاطاً بیا هم د جمهورو قول راجح او محطاط دی. تقریر ترمذي ص\ ۲\۳۴۸٫
 
پورته لیکنه او بحث په دې اړه ؤ چې آیا په کاغذ او یا جامه باندې د ذي روحو شیانو جوړ شوی انځور د تصویر حکم لرل او کنه؟
 
اوس به د کیمرې د تصویر په اړه خبره وکړو چې آیا دغه انځورونه د تصویر په حکم کې دي او کنه په دې اړه به د معاصرو فقهاوو اقوال درته ذکر کړو :
 
د وخت د ډېرو معاصرو فقهاوو رایه داده چې د آلې په بدلون سره د شي حکم تغیر نه خوري، لهذا د کېمرې په ذریعه سره اخستل شوی انځور هم تصویر دی. او څرنګه چې تصویر د همدغو علماوو په نزد جائز نه دی، نو باید د کېمرې د تصویر څخه هم په کلکه ډډه وشي..
 
البته د مصر یو متقي عالم او مفتي علامه محمد بخيت رحمه الله، په دې اړه یوه رساله لیکلي چې نوم یې دی (الجواب الشافي في اباحة صورة فوتو غرافي) نوموړي په دې رسالة کې لیکلي چې د کېمرې په توسط اخستل شوی انځور د تصویر په حکم کي نه راځي ځکه په حدیثو کې چې د تصویر د ممانعت کوم علت ذکر شوی هغه (مشابهة بخلق الله تعالی) دی او مشابهة بخلق الله تعالی هغه مهال راځې چې یو تن د خپل تصور او تخیل او د خپل ذهن په توسط په خپل لاس سره کوم تصویر جوړ کړي او ښکاره خبره ده چې د کیمرې په تصویر کې دغه تخیل او تفکر دخل نه لري، بلکې په کيمره کې د الله تعالی د یوه مخلوق چې له وړاندې لا موجود دی د هغه یو عکس او سایه خوندي کول دي.
 
لهذا د مشابهة بخلق الله علت دلته نه موجوديږي بلکې دلته حبس الظل یعنې د سایې خوندي کول راځي چې دا په خپل ځای یو جايز شی دی.
 
د علامه بخیت رحمه الله دغه فتوا د هماغه وخت زیاتره عرب او مصري علماوو تائید کړه او تر اوسه پورې یې د سیمې او اړوند عرب ملکونو ډېر علماء لا پسې تائیدوي چې له همدغه علماو څخه علامه ابن عثیمين او علامه عبدالرحمن هم دي.
 
البته دغه خبره هغه مهال هم ځینو علماوو بالخصوص د هند او پاکستان زیاترو علماو دغه رایه نده تائيد کړې، بلکې د دې په اړه یې بېلابېل دلائل وړاندې کړي. لهذا د زیاترو علماوو په نزد په کیمره باندې د اخستل شوي انځور حکم هم د تصویر دی او پر هيز ځینې کول ضروري دي تقریر ترمذي ۲ \۳۵۰٫
 
د اړتیا په مهال د تصویر د اخستلو حکم:
 
البته د وړاندينې اختلاف څخه یوه خبره دا رامینځته شوه چې د تصویر د جواز او عدم جواز خبره له دوو وجو څخه (مجتهد فیها) مسله جوړه شوه.
 
یو له دې امله چې په موضوع کې د امام مالک رحمه الله اختلاف دی، چې وړاندې یې یادونه وشوه. دوهم دا چې د کیمرې د تصویر په اړه د علامه بخيت رحمه الله فتوی او بیا د ډېرو علماوو څخه د دغې فتوا تائید دی.
 
لهذا چېرې چې عامه ضرورت وي لکه د پاسپورټ پيژندنې کارټ او داسې نور چې د تصویر څخه پرته دا کار نه شي کېدلی نو هلته په دغه صورتونو کې د جواز حکم دی البته د اړتيا څخه پرته باید نه شي استعمال.
 
رابه شو د تلویزیون د تصویرونو په اړه مسلې ته:
 
سره له دې چې د تلویزیون استعمال ډېر زیات مفاسد او خرابي لري چې علماوو یې استعمال ممنوع او ناجائز ګڼلی.
 
البته د تلویزیون د تصویر په اړه د علماوو رایې مختلفې دي.
لومړی بايد دا وپېژنو چې په تلویزیون باندي وړاندې کېدونکي پروګرامونه درې ډولونه لري:
 
۱: که په تلویزیون کې داسې تصویر وړاندې کېږي چې له وړاندې د تصویر په شکل کې موجود وي هغه په لوی یا کوچني شکل کې وړاندې کوي نو د دې ډول انځورونو حکم هماغه د تصویرونو حکم دی.
 
۲: دوهم هغه پروګرام چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي یعنې د تصویر او انځور یا ثبت واسطه نه وي پکې، لکه یو تن چې تقریر کوي یا خبرې کوي او براه راست خپرېږي، نو په دې اړه صحیح رایه دا ده چې دغه حالت د تصویر نه دی ځکه چې تصویر هغه شی دی چې علی صفة الدوام په یو شي باندې موجود وي او که یو تصویر دغه صفات ونه لري نو هغه تصویر نه بلکې عکس ګڼل کېږي.
 
هغه تصویرونه چې په ويډیو کې خپرېږي!
 
۳: هغه تصویر چې په ويډيو کیسټ کې خپرېږي مثلاً د یوه عالم تقریر او د هغه د تصویرنو ذرات (يعني ذري) واخستلي شې او په ويډیو کیسټ کې محفوظې شي او بیا په همدغه حالت باندې پرېښودل شي چې بیا هماغه منظر او تصویرونه لیدل کېږي نو علامه عثماني صاحب لیکي زما په آند دغه حالت ته هم تصویر نه شي ویل کېدای، ځکه کوم شی چې په ويډیو کیسټ کې محفوظ کېږي هغه صورت نه دی بلکې برقي ذرات دي.
 
همدا وجه ده که چېرې یو تن په خوردبین کې هم د کیسټ په تارونه کې وګوري، نو هيڅ چېرې به تصویر یا عکس ورته ښکاره نه شي.
 
لهذا که په دې اړه (ويډیو کې) یو صحیح پروګرام چې في نفسه جائز وي وړاندې کېږي نو بیا یې لیدل جائز دي.
 
یادونه: پورته بحث او څیړنه د فقیه العصر مولانا تقي عثماني مد ظله العالي د تقریر ترمذي/۲/۳۵۰….۳۴۸ /څخه اختصاراً اخستل شوی.
 
والله اعلم وعلمه اتم!!
لیکوال: ابو ادریس عبرت المهاجر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب