د انګلستان تعلیمی اسناد!

په انګلستان کې د پوهنتون دوره ۳ کاله ده. دا پدې معنا چې شاګردان د لېسانس دوره په دریو کالو کې پای ته رسوي.

کېدای شي، ځینو لوستونکو ته دا سوال پیدا شي، چې په انګلستان کې شاید درس ویل آسانه وي، او شاید شاګردان وکولای شي، چې د لږ علم په حاصلولو سره، خپله د لېسانس ډګري لاسته راوړي. نه داسې باالکل نده، او باید هېڅکله دغه شانته فکر و نه شي.
ما په ګران افغانستان کې، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم درس ویلی، او هم مې ۶ کاله درس ورکړی، او هم مې په امریکا کې د لږ وخت دپاره درس ویلی دی. همدارنګه، د انګلستان په پوهنتون کې مې هم درس ویلی، او هم له ۲۶ کالو راپدیخواه، د انګلستان په یوه پوهنتون کې درس ورکوم. دا پدې معنا، چې ماته د دغه ۳ ملکونو، تعلیمي پروګرام، یو څه نا څه، معلوم دی. نو زما په فکر سره، د شاګردانو دپاره، د انګلستان د پوهنتونو درس، لږ شانته سخت دی.د انګلستان په پوهنتونو کې مسلکي مضامین په لومړي کال کې شروع کیږي. یعنې، شاګردان پوره ۳ کاله، ټول مسلکي مضامین لولي. په انګلستان کې د پوهنتون د هر مسلک دپاره ځانګړي او مناسب مضامین، د کالج په لومړي، او دویم صنف کې په ښه توګه، شاګردانو ته تدریس کیږي، او شاګردان، د همدغه د کالج د ۲ کالو، د نمرو په آساس، د خپلې خوښې مسلک او پوهنتونو ته د لازمو نمرو، د پوره کولو څخه وروسته داخله اخلي.هېره د نه وي، چې د طب او فارمسي، د محصلینو تعلیمی دوره د نورو مسلکونو، د محصلینو سره فرق لري.
د پوهنتون محصلین، د کامیابۍ په صورت کې، له خپلو پوهنتونو څخه خپل تعلیمی اسناد، تر لاسه کوي. دغه تعلیمی اسناد (شهادتنامې)، ډېر د اهمیت وړ دي، او د دغه تعلیمی اسنادو، مطابق هغوی ته، د لوړو زده کړو، او کارونو زمینه برابریږي.

هېره د نه وي، چې د انګلستان په زیاتره پوهنتونو کې د (Honour) ډګري پروګرام مخ ته بېول کیږي، او په ډېرو کمو او محدودو پوهنتونو کې د (Ordinary) ډګري پروګرام هم په موازي ډول پر مخ بېول کیږي.
هغه فارغین چې ښې لوړې نمرې تر لاسه کړي، هغوی ته د لوړې درجې تعلیمی اسناد ورکول کیږي. دا پدې معنا، چې په انګلستان کې د مختلفو درجو تعلیمى اسناد، وجود لري.

کله چې یو څوک، د انګلستان له پوهنتون څخه، فارغ التحصیل کیږي، نو هغه به د کامیابۍ په صورت کې، له دغه لاندې، تعلیمی اسنادو څخه، یو تر لاسه کوي.
۱- لومړۍ درجه (First Class):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه تر ټولو لوړه او مهمه ډګري یا شهادتنامه ده. کله چې یو شاګرد، دغه شانته ډګري، لاسته راوړي، نو هغه شاګرد ته، د لوړو زده کړو داخله، هر پوهنتون په ډېره آسانۍ او خوښحالۍ سره ورکوي. دغه شاګرد ته په ډېره آسانۍ سره، د هغوی په مسلک کې، ښه وظیفه پیداکیږي. هر څوک غواړي، چې دغه شانته شاګرد، د خپل ځان کړي.
د دغه شهادتنامې لاسته راوړنه، ډېر منظم درس ویلو، او ښه تکلیف او ښه استعداد ته ضرورت لري. دغه ډول شاګردان، د ډېر قدر وړ دي، او هغو ته، د هغه استادان، هم ډېر په درنه سترګه ګوري.
د یادولو وړ ده، چې ډېر کم شاګردان کولای شي، دغه ډول ډګري لاسته راوړي. دا پدې معنا، چې کېدای شي، چې په یوه صنف کې ډېر لږ، او یا کله کله، هېڅ شاګرد دغه شهادتنامه تر لاسه نکړای شي. دغه شانته شهادتنامه، یوه شاګرد ته د خپل علم په برخه کې ډېر اطمنان ورکوي، او هغه د لوړو زده کړو، او لوړو علمی تحقیقاتو دپاره، آماده کوي.

۲- دوهمه درجه ( Upper 2nd):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه دویمه درجه ډګري یا شهادتنامه، شمېرل کیږي. دغه درجې ته (1_2) هم ویل کیږي. دغه هم ډېره ښه عالي شهادتنامه ده. اما، د لومړۍ درجې شهادتنامې څخه، یوه اندازه ټیټه ده. د دغه شهادتنامې، لاسته راوړونکي ته هم د مسلکي وظیفې پیداکولو، او د لوړو زده کړو امکانات، ډېر زیات دي. د دغې شهادتنامې لرونکي، هم په ډېره آسانۍ، لوړو زده کړو ته لار پیدا کولای شي.

۳ – درېیمه درجه (Lower 2nd):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه درېیمه درجه ډګري یا شهادتنامه، شمېرل کیږي. دغه درجې ته (2_2) هم ویل کیږي.
د پوهنتون هغه فارغان چې دغه ډګري، لاسته راوړي، په یوه اندازه مشکل سره د خپل مسلک برابره وظیفه پیداکولای شي. د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم ډېره پراخه خلاصه نده. اما، بیا هم امکان لري، چې د خپل مسلک وظیفه لږ په سختۍ ورته پیداشي. د لوړو زده کړو، امکانات یې، هم لږ شانته سخت دي. البته، زیات شاګردان دغه ډګري اخلي.

۴ – څلورمه درجه (3rd Class):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه څلورمه درجه ډګري او یا شهادتنامه، شمېرل کیږي. دغه درجې ته په انګلستان کې (3rd Class) ویل کیږي.
دغه ډګري، د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه، لومړنۍ ټیټه ډګري ده. د پوهنتون هغه فارغان چې دغه ډګري، لاسته راوړي، په ډېر مشکل سره د خپل مسلک برابره، ښه وظیفه پیداکولای شي. د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم په ډېره اندازه سره تړلې ده. دغه شاګردان هم له خپلې ډګرۍ څخه خوښحاله نه وي.

۵ – پنځمه درجه (Pass):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه پنځمه درجه ډګري، شمېرل کیږي. دغه درجې ته په انګلستان کې (Pass) ویل کیږي. دغه ډګري، د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه، تر ټولو ټیټه ډګري ده. د پوهنتون هغه فارغان چې دغه ډګري، لاسته راوړي، په ډېر مشکل سره هم د خپل مسلک برابره، ښه وظیفه نشي پیداکولای. د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم تقریباً ټوله تړلې ده. پخپله شاګردان هم، د دغه شانته ډګري، په لاسته راوړلو، ډېر خفه وي.

۶ – عادي ډګري (Ordinary):
دغه شانته ډګري، په ځینو پوهنتونو کې ورکول کېږي. په دغه شانته ډګري کې شاګردان، له نورو شاګردانو څخه جدا تدریس کیږي، او جدا امتحان لري. د دغه ډول ډګري، اهمیت تر ټولو پورتنیو شهادتنامو څخه ټیټ دی. یعنې، د دغه شانته ډګري، لومړۍ درجه ډګري، د دغو پورتنیو، پنځو ډولو شهادتنامو څخه ټیټه ده.

۷ – یوازې یو تصدیق:
دغه تصدیق، هغو شاګردانو ته ورکول کیږي، چې هغه له پورتنیو ۶، شهادتنامو، څخه د یوې هم مستحق نه وي. یعنې، یوازې په یو کم تعداد مضامینو کې کامیاب شوی وي. دغې ته په انګلستان کې (Diploma of Higher Education) وایي.

۸ – یوازې یو تصدیق:
دغه تصدیق، هغو شاګردانو ته ورکول کیږي، چې له پورتني اووم تصدیق څخه، هم په کم تعداد مضامینو کې کامیاب شوی وي. دغې ته په انګلستان کې (Certificate of Higher Education) وایي.

د پام وړ ټکي:
کله چې یو څوک د انګلستان له پوهنتونو څخه خپله ډګري یا شهادتنامه تر لاسه کوي، نو هغه زیات مالي توان ته ضرورت لري. په انګلستان کې د کورني محصلینو فیس په اوسط ډول ۹۲۵۰ پونډه تعین شوی دی. البته، تر اوسه د اروپا د اتحادیې د ملکونو د شاګردانو فیس هم ۹۲۵۰ پونډه دی. د نورو ملکونو شاګردانو ته چې په انګلستان کې دوی ته، انټرنشنل شاګردان وایي، د هغو فیس د انجینرۍ په برخه کې په اوسط ډول له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پونډو پورې دی. دلته په انګلستان کې د ډېرو کمو شاګردانو فیس، د هغوی د کورنیو پذریعه ورکول کیږي، او د زیاتره شاګردانو فیس، د یوې ادارې له خوا، د قرضې په ډول ورکول کیږي.
هیله ده، چې د هغو ټولو خلکو څخه، چې په انګلستان کې یې تحصیل کړی، او د انګلستان څخه ګران افغانستان ته د کار دپاره ځي، دغه پوښتنه په ډېره جدي توګه ترې وشي، چې دوی کومه درجه ډګري لاسته راوړې ده.

د یادولو وړ ده، چې دغه ۶ ډوله شهادتنامې، او ۲ ډوله تصدیقونه، داسې تعبیر نشي، لکه په صنف کې، اول نمره، دوهم نمره، دریم نمره، څلورم نمره، پنځم نمره، او شپږم نمره. نه، داسې نده، دلته دغه شانته اول نمره او دویم نمره نشته، چې فلانی اول نمره او فلانی پنځم نمره شو. دلته کېدای شي، ډېرو شاګردانو، دویمه درجه ډګري، او یا ډېرو شاګردانو درېیمه درجه ډګري، او یا نورې ډګري، لاسته راوړې وي.

په ګران افغانستان کې باید دغې ټکي ته ډېر اهمیت ورنکړل شي، چې فلاني په انګلستان، او فلاني په امریکا، او فلاني په آلمان، او فلاني په کوم بل خارجي ملک کې درس ویلی دی. البته، دغه ټکی ډېر مهم دی، چې دوی کومه درجه شهادتنامه لاسته راوړې ده. د افغانستان خلک باید د چا په انګلسي خبرو کولو خطا نشي. خصوصاً، هغه خلک چې په مهمو دندو ګمارل کیږي. یا په بل عبارت، د یوه ملک بې سواده خلک هم، د هغه ملک په ژبه ښې خبرې کولای شي، او یوازې د ژبې خبرې کول، د یوه چا سواد، او بې سوادي نشي تعینولای.
د یادولو وړ ده، چې الله (ج) مکړه، زما هدف د یوه چا توهین کول ندي، او هم زما مقصد لوړو زده کړو ته بې احترامي نده. اما، د افغانستان ټول خلک حق لري، چې له دغه حقیقت څخه خبر شي، او داسې ونه شي، چې د چا حق، پدې خاطر چې فلاني، په خارج کې درس ویلی دی، تر پښو لاندې شي.

نن سبا دغه خبره سمه نده، چې فلاني، په خارج کې درس ویلی دی، نو هغه ته باید حتمي د ښو معاش، او مهمه وظیفه ورکړل شي.
د یادولو وړ ده، چې د عالی تحصیلاتو وزارت باید دغه ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي، او دا ځکه، چې د استادۍ دپاره د لومړۍ درجې، او یا د دویمې درجې شهادتنامې نه بغیر، نورې شهادتنامې، هېڅ په نظر کې ونه نیول شي، او دا ځکه، چې استاد، باید په خپل مسلک کې ښه وارد وي.
دا به له انصافه لیرې خبره وي، چې ونه ویل شي، چې د انګلستان په پوهنتونو کې، شاګردان ډېر زحمت وباسي، او له دوی څخه، نسبتاً زیاته توقع هم کیږي. دا پدې معنا، چې د لېسانسه، شاګردانو څخه، په هر مضمون کې، د علمي تحقیقاتو (ریسرچ) توقع هم کیږي. دوی ټول په آخري کال کې، د نورو مضامینو په شمول یوه پروژه (Project) لري، چې په هغه کې شاګردان ډېر زده کړي شیان په عمل کې پیاده کوي. زه غواړم، چې په بله لیکنه کې د هغه په باره کې مکمل معلومات قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

همدارنګه، د ټولو پوهنتونو، هر شی، د یوې صلاحیت لرونکې خپلواکه، حکومتي ادارې، پذریعه څارل کیږي، او هم نیږدې هره ډګري، د یوې بلې مسلکي ادارې له خوا هم تاىٔید او کنترول کیږي.
په پای کې، غواړم چې دغه مهم ټکي ته هم اشاره وکړم، چې تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې، خپلو خلکو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم ولرو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، نورو خلکو ته وړاندې کړي.

د آخریني کال کې Final Year Project

د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي.
کله چې محصلین آخري کال ته کامیاب شي، نو د اوړي د رخصتۍ نه مخکې، دوی ته د مسىٔول استاد پذریعه، د دوی د آخري کال د پروژې په هکله مکمل معلومات ورکول کیږي. محصلینو ته په واضح ډول ویل کیږي، چې د اوړي په رخصتۍ کې د خپلو پروژو په هکله فکر او څېړنه وکړي. ځینې محصلین، دغه د مسىٔول استاد توصیه، ښه جدی نیسي، او د خپلې پروژې په هکله، د اوړي په رخصتۍ کې ښه په غور سره علمي څېړنه کوي.

د آخري کال پروژه دغه لاندې ۳ مرحلې (Phases) لري.

۱- لومړی مرحله (Phase-1):
پدغه مرحله کې شاګردان، د خپلې پروژې پیشنهاد (Proposal)، په خلاصه ډول خپل استاد ته وړاندې کوي. پدغه پیشنهاد کې د پروژې، عنوان او اهداف باید په واضح توګه واضح شوي وي.
همدارنګه، محصلین د یوې لنډې مقدمې په ډول، د دغې پروژې د ضرورت په هکله، په واضح توګه اشاره کوي، او دغه پیشنهاد شاید ۲ صفحې وي.
د پروژې د هدف د واضح کولو دپاره، غواړم، دغه مثال وړاندې کړم.
فرض کړی، چې یو څوک حج ته ځي، نو د دغه سړي، اصلي هدف (Aim) حج کول دي، او د دې حج د سرته رسولو دپاره ډېر نور واړه واړه کارونه (Objectives) هم باید سرته ورسول شي. دا پدې معنا، چې لازمې روپۍ، ویزه، تکت، د استوګنې ځای، او داسې نور کارونه هم، باید د حج د اداء کولو دپاره، سرته ورسول شي.
کله چې د پروژې، Proposal، استاد ته په رسمي توګه ورکړل شو، نو بیا شاګرد، خپل علمي ریسرچ ته ادامه ورکوي. همدارنګه، شاګرد د خپلې پروژې د استاد (Supervisor)، سره په هفته کې یو ځلې کتنه لري، چې په هغه کې شاګرد، خپل استاد ته د پروژې په هکله معلومات ورکوي، او استاد، لازمه لارښوونه ورته کوي.
هېره د نوي، چې شاګرد د دغې مرحلې په آخر کې یو لنډ راپور ترتیب کوي، چې پدغه راپور کې د پروژې د سرته رسولو په هکله، معلومات او پلان وړاندې کیږي، او دغې لنډ راپور ته (Definition Report)، وایي.
د شاګرد خپل مربوطه استاد دغه راپور ښه په دقت سره لولي، او خپل نظر د (Feedback)، له لارې په لیکلې بڼه، شاګرد ته وړاندې او ورسره بحث کوي، او د دغه راپور اهمیت لس فیصده وي. بیا دوهم استاد، دغه راپور ښه په دقت سره لولي، او دغه دواړه استادان، بیا د آخري نمرو په هکله په ګډه فیصله کوي.

دویمه مرحله (Phase-2):
پدغه مرحله کې شاګردان باید خپل ریسرچ ته ادامه ورکړي، او کېدای شي، دوی بهتره طریقه پیدا کړي. د شاګردانو پوهه، د خپلې پروژې په هکله، باید له یوې ورځې څخه بلې ته پرمختګ وکړي. شاګردان پدغه مرحله کې د خپلې پروژې په هکله، زیات معلومات لاسته راوړي. شاګردان کولای شي، چې د خپلې پروژې هدف، او طرزالعمل ته تغیر ورکړي، او دا ځکه، چې شاګردان، پدغه مرحله کې، د خپلې پروژې په هکله، زیات دقیق معلومات لاسته راوړی وي. دوی کولای شي، چې د پروژې په هکله خپل نظر بدل کړي، او هغه باید په ښه ډول تعین کړي.
د یادولو وړ ده، چې شاګردان، لدې مرحلې نه وروسته بیا خپله پروژه نشي بدلولای.
شاګردان، د دغې مرحلې په آخر کې یو راپور خپل استاد ته لیکي، او پدغه راپور کې شاګردان، خپله پروژه ښه په واضح توګه تشریح کوي. دغه راپور ته (Progress Report) ویل کیږي، او دغه راپور هم لس فیصده ارزښ لري.
پدغه راپور کې د شاګرد پرمختګ، د هغو د پروژې په هکله په جدي توګه، مدنظر نیول کیږي، او شاګرد باید په لازمه اندازه کار سرته رسولی وي. دا پدې معنا، چې شاګرد باید، د دغې مرحلې په آخر کې، خپله پروژه ښه پېژندلې وي، او د هغو په هکله یې پوره علمي معلومات، لاسته راوړی وي.

درېیمه مرحله (Phase-3):
دغه مرحله، د عملی کارو د اجراء کولو وخت دی. دا پدې معنا، چې پدغه مرحله کې، شاګردان، باید هغه څه چې ویلي او لیکلي، هغه په عمل کې پیاده کړي. دوی د خپلې پروژې لازم مواد اخلي، او په ابتدایي ډیزاین شروع کوي، او هغه بیا د (Simulation Package) پذریعه امتحان کوي، چې آیا دغه ډیزاین، سمه نتیجه ورکوي، او کنه؟، او دغه کار ته تر هغه پورې ادامه ورکوي، چې تر څو هغه په زړه پورې نتیجه له خپل ډیزاین څخه لاسته راوړي.
کله چې ډیزاین ثابت شو، نو بیا محصلین، د هغه په جوړولو، شروع کوي، او دغه د جوړولو مرحله، ډېر پوره، سم او دقیق معلومات ته ضرورت لري.
وروسته، شاګردان باید، د خپلې پروژې د امتحان کولو دپاره یوه امتحاني ستراتیژي، جوړه کړي، او د هغو پذریعه، خپله پروژه امتحان کړي، تر څو معلومه کړي، چې مربوطه پروژه، همغه نتیجه ورکوي، چې یوه شاګرد، په لومړي وخت کې ادعا کړې وه، او کنه؟ ټول شاګردان، د دغې مرحلې په آخر کې، د خپلې پروژې په هکله یو مکمل راپور ترتیب او په لیکلي توګه وړاندې کوي. پدغه راپور کې، شاګردان، خپلې لاسته راوړنې، او نیمګړتیاوې، په ګوته کوي. شاګردان باید، د خپلو نیمګړتیاوو دپاره، د قناعت وړ ځوابونه او دلیلونه، وړاندې کړي.
هېره د نوي، چې دغه آخرینی مکمل راپور ۷۰ فیصده ارزښت لري، او دغه راپور هم، د ۲ استادانو پذریعه کتل کیږي، او لازمې نمرې ورکول کیږي.
د یادولو وړ ده، چې بیا ټول شاګردان، خپلې پروژې، نورو داخلي او خارجي مېلمنو ته په یوه معینه ورځ، چې هغو ته (Poster Day)، وایي، ورښکاره کوي. پدغه ورځ ټول شاګردان، استادان، او د خارجي مؤسسو او کمپنیو نفر برخه اخلي، او ټول کولای شي، چې د شاګردانو څخه د دوی د پروژو په هکله پوښتنې وکړي.
ډېر امکان لري، چې ځینې شاګردان په همدغه ورځ، خپلو ځانو ته، په ځینو کمپنیو کې، وظیفې پیدا کړي.

د پام وړ ټکي:
شاګردانو ته د آخري کال پروژه ډېره مهمه ده، او دوی له هغو څخه ډېر ګټور شیان زده کوي.
شاګردان له دغو پروژو څخه، د لیکلو، تحلیل، او امتحان کولو، لازم مهارتونه زده کوي.
همدارنګه، شاګردانو ته په خپل لاسته راوړي علم د اعتماد مهر لګوي، او د ښې پروژې، سرته رسول، ډېره خوښحالي، شاګردانو ته وربښي.
په پای کې، غواړم چې دغه مهم ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې، خپلو خلکو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم ولرو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو ته وړاندې کړي.

 

د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي.
نوټ: که چېرې تاسې پورته برخه په غور سره لوستلې وي، نو تاسې ته به معلومه شوې وي، چې د آخري کال د پروژې ارزښت نوي فیصده (٪۹۰) دی. نه، داسې نده، او د هغې ارزښت سل فیصده (٪ ۱۰۰)، دی. نو لوستونکي شاید ووایي، چې لس فیصده ( ٪ ۱۰) نمرې یې څه شولې!؟
یا په بل عبارت، لومړی راپور چې د (Definition Report) په نامه یادیږي، لس فیصده (٪ ۱۰) اهمیت لري، دوهم راپور چې د (Progress Report) په نامه یادیږي، لس فیصده(٪ ۱۰) اهمیت لري، او همدارنګه، دریم راپور چې د (Final Report)، په نامه یادیږي، اویا فیصده (٪ ۷۰) اهمیت لري، چې دغه ټولې نمرې نوي فیصده (٪ ۹۰) کیږي.

هېره د نه وي، چې ټول شاګردان خپلې پروژې، نورو داخلي او خارجي مېلمنو ته په یوه معینه ورځ، چې هغو ته (Poster Day)، وایي، د لیدلو دپاره ور وړاندې کوي. پدغه ورځ ټول شاګردان، استادان، او د خارجي مؤسسو او کمپنیو نمایندګان برخه اخلي، او ټول کولای شي، چې د شاګردانو څخه د دوی د پروژو په هکله هر ډول پوښتنې وکړي.

دغه پاتې لس فیصده (٪ ۱۰) نمرې د شاګردانو، Logbook ،Logfile، د سوالونو ځوابونو، او Poster، ته ورکول کیږي، چې جمله ټولې سل نمرې (۱۰۰) پوره شي.
شاګردان په خپل Logbook کې د پروژې په هکله خپل ورځني کارونه ریکارد کوي، او هغه د استاد او شاګرد په اونیزه مجلسونو کې، د استاد له خواه کتل او امضاء کیږي.
همدارنګه، Logfile، د هغو علمي مقالو مجموعه ده، چې شاګرد هغه د خپلې پروژې په هکله لوستلي وي، او د هغو څخه یې د خپلې پروژې په هکله ګټه پورته کړې وي.

د پام وړ ټکي:
غواړم چې دغه ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې تر کومه وخته پورې به مونږه، د نورو خلکو لاسته راوړنې، خپلو وطنوالو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم وکړو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو ته وړاندې کړي.

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب