د اوبه له دې ګټو به نه يئ خبر؟

د انسان ۶۰٪ بدن له اوبو څخه جوړه شوې چې دغه اړتیا پوره کولو لپاره باید هره ورځ له ۶ څخه تر ۸ ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

دلته مو د اوبه څښلو له ځینې مهمو ګټو سره اشنا کوو:

۱- د بدن فعالیت زیاتوي:
د اوبه کموالی انسان ته د ستړیا احساس ورکوي او انسان د ډیر فعالیت مخه نیسي. له اوبه څښلو سره زړه په ښه توګه وینه بدن ته پمپ کوي چې په مرسته يي د بدن مختلفو برخو ته په بهتر ډول اکسیجن استول کیږي کوم چې د انساني حجراتو د فعالیت لپاره ډیر زیات اړین دی. په نتیجه کې انسان ډیر فعالیت کولی شي او زیاته اندازه اوبه استعمال له امله انسان د فکر کولو وړتیا هم پیاوړی کیږي.

۲- عضلې او مفصلونو سره مرسته کوي:
د اوبه زیات استعمال د عضلې له څړیکې څخه مخنیوی کولو سربیره د بدن مفصلونو ته د اړتیا وړ غوړ رسولو کې هم مرسته کوي.

۳- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:
اوبه څښل بدن د زکام او نورو ناروغیو څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. له دې سربیره اوبه انسان د زړه له حملې، تنفسي ناروغیو او د کولمو له مختلفو ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

۴- د پښتورګو تیږه له منځه وړي:
دغه ناروغۍ اوس ورځ تر بلې زیاتیږي چې یو لامل يي دا هم کیدی شي چې اوس خلک زیاته اندازه اوبه نه استعمالوي. اوبه په بولو کې مالګه او منرالونه رقیقوي. همدغه مالګه او منرالونه کله چې کلک شي د پښتورګو په تیږه بدلیږي.

۵- اضافي وزن کنترولوي:
اضافي وزن د ډیرو مختلفو ناروغیو اصلي او یوازینۍ لامل دی خو د اوبه زیاته اندازه استعمال د میتابولیزم فعالیت زیاتولو سره له انسان سره وزن کمولو کې مرسته کوي.

۶- ویښتانو ته ځلا ورکوي:
که ځلا لرونکی ویښته، ځوان څېره او روغ بدن یا دریواړه یوځای غواړئ نو ټولو لپاره اوبه یوازینی غوره او طبیعي درمل دی.

۷- له بدن څخه زهرجن مواد لرې کوي:
د بدن اضافي مواد د خوله او بول په بڼه وباسي کوم چې د ګردې له مختلفو ناروغیو او بولو اړوند مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۸- د زکام مخه نیسي:
لاسونه په صابون او ګرمو اوبو مینځل میکروب مختلف ډولونو مخه نیسي او انسان له ناروغیو څخه ژغوري. له لاس وینځلو وروسته وچول يي هم اړین دی ځکه چې څیړنو ثابته کړې چې لوند لاس د باکتریا په خپرولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. لوند لاس له یو بل سره مه سولوئ ځکه چې دغه عمل باکتریا تولیدوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب