د اوداسه آداب

اودس د لمانځه د صحت او رواوالي لپاره يو مهم شرط دی، بايد د اوداسه ټولو آدابو ته پاملرنه وکړو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: څوک چې په ښه ډول اودس وکړي الله جل جلاله يې د ټول بدن واړه گناهونه بخښي.

اودس يو عبادت او د جسماني او روحاني پاکوالي يوه ښه وسيله ده .

د اودس ځينې آداب په لاندې ډول دي:

اودس ته داسې لوړ ځای کښېنئ چې څاڅکې در وانه لوځي، قبلې ته مخ کوئ، په پيل کې بسم الله او پای کې يې دا دعا لولئ: اللّهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِنَ التَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِيْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِينْ.

اوداسه کې له لاندې کړنو څخه ځانونه ساتئ: مخ ته په زوره اوبه شيندل، له اړتيا زياتې اوبه مصرفول، په ښي لاس استنجا يا پوزه پاکول، خندل، له اړتيا پرته خبرې او بل نه مرسته غوښتل.

your ads

له خوب وړاندې، د غصې پر وخت، او په لوړ غږ له خندا وروسته اودس کول غوره کار دی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب