د اوداسه فرضونه، سنتونه، مستحبونه- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: ګرانه پلاره! په اوداسه کې کوم شيان فرض، کوم سنت او کوم مستحب دي؟

ځواب: له دې نه چې دين ته علاقه ښکاره کوې ډېر خوښ يم، اوس په واضح توګه د اوداسه فرضونه سنتونه او مستحبونه درته وايم.

د اوداسه فرضونه:

۱ـ د مخ مينځل (د يوه غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ او د ويښتانو (د پای څخه د زنې تر لاندې) پورې.

۲ـ د لاسونو مينځل تر څنګل (آرنج) پورې.

۳ـ د سر د څلورمې برخې مسحه.

۴- د پښو مينځل تر ښنګري (بجلکه) پورې.

د اوداسه سنتونه:

۱ـ د لاسونونو مينځل تر مړوندو پورې.

۲ـ د «بسم الله الرحمن الرحيم» ويل د لاسونو د مينځلو پر وخت.

۳ـ د خولې مينځل او د غاښونو مسواک کول.

۴ـ د پزې مينځل (استنشاق).

۵ـ د غوږونو مسحه.

۶ـ د ګوتو په مرسته د ږيري خلال (یعنې په لمدو ګوتو د ږيرې لمدول).

۷ـ د لاس په کوچنۍ ګوته د پښو د ګوتو د مينځ پاکول.

۸ـ درې ځلې د هرې برخې مينځل.

۹ـ د ټول سر مسحه.

۱۰ـ د اوداسه په پای کې د پورتنۍ ذکر شوې دعا‌ء ويل.

۱۱ـ د اعضاو په ترتيب سره مينځل.

۱۲ـ د اعضاو پرپله پسې مينځل.

د اوداسه مستحبونه:

۱ـ نيت.

۲ـ په اوداسه کې د پورته ياد شوي ترتيب ته پام نيول.

۳ـ د لاس او د پښو د ښۍ خوا مينځل په لومړي ځل او پیا د کيڼې (چپې) خوا پرېول.

۴ـ د غاړې مسحه.

ـ

اودس تر هغه سم دی، چې مات نه شي، که کله اودس مات شي بيا اودس سم نه دی او د اوداسه د ماتېدو سببونه په لاندې ډول دي:

۱ـ د انسان له مخه (متيازې) يا څټه د څه شي (باد يا فضله مواد) وتل.

۲ـ کانګه (استفراق) کول، دومره چې خوله له کانګو ډکه کړي.

۳ـ وينه، چرک يا نور شيان چې له بدن څخه خارجېږي او د بدن بل ځای ته سرايت کوي.

۴ـ خوب چې سړي په څه شي تکيه کړې وي، داسې تکيه چې کله لرې شي هغه سړی ويښ شي.

۵ـ بې سدي يا بې هوشي.

۶ـ د لمانځه په وخت په لوړ غږ (قهقه) خندل.

۷ـ ليونتوب.

پوښتنه: پلار جانه! د اوداسه اوبه بايد څنګه وي؟

ځواب: د راده، حوض، چينې، پمپ، باران او واورې په اوبو اودس کېږي مګر د مېوې، شربت، سرکې، ګلاب، شوروا او داسې نورو په اوبو اودس نه کېږي. هغه اوبه چې چټلې يا يو ځل ترې کار اخستل شوی وي د کارولو نه دي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب