د اوداسه په هکله پوښتنې

پوښتنې:
1. کله چی مونږ اودس کوو له اوداسه نه مخکې تعوذ او ایة الکرسی ویل څنګه دي؟
2. کله چه مونږ اودس کوو د لاس د ګوتو مسح د كوم اندام تر مینځلو وروسته وكړو او په څه قسم یې وکړو؟
3. کله چه مونږ اودس کوو د غاړې د مسحې لپاره تازه اوبه راواخلو او که نه؟ او د لاس د ګوتو څټ په غاړه باندې راکش کړو او که یواځې یې په غاړه کیږدو؟
4. د هر لمانځه لپاره تازه اودس او اودس په اودس څنګه دی؟
5. په لمانځه کې کوم شي ته باید د مونږ ډیره توجه او فکر وي!

سپارښتنه: د پورتنیو سوالوځوابونه په ډیر تفصیل د امام ابوحنیفه په نزد غواړم!

“په درناوی”

ځوابونه:

قدرمنه وروره! السلام عليکم ورحمة الله و برکاته

1.    د اوداسه نه مخکې د اعوذ بالله او اية کرسي ويل کوم ثبوت نلري او په احاديثو کې ذکر نه دى راغلی.
2.    په اوداسه کې د لاس د ګوتو مسح کول سنت دي ځکه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه د ګوتو د مسحې حديث مطلق راغلى دى رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: عن عاصم بن لقيط بن صبرة عن أبيه قال قلت يا رسول الله أخبرني عن
الوضوء قال أسبغ الوضوء وخلل بين الأصابع وبالغ في الاستنشاق إلا أن تكون صائما”
ژباړه: ما ته د اوداسه له کيفيت نه خبر راکړه، را ته يې وويل چې مکمل اودس وکړه او ګوتې خلال کړه او په استنشاق کې مبالغه وکړه خو چې روژه دار نه وې او د ګوتو د خلال طريقه دا ده چې د يو لاس ګوتې د بل لاس په ګوتو کې ورکړل شي.
3.    د غاړې په مسح کې اختلاف دى، جمهور علماء وايي چې جواز نلري  او احناف يې مستحب بولي او دليل يې دا دى: عن طلحة عن أبيه عن جده، أنه رأى رسول الله  صلى الله عليه وسلم يمسح رأسه حتى بلغ القذال وما يليه من مقدم العنق بمرة.
ژباړه: د طلحه نيکه وايي چې ما رسول الله صلى الله عليه وسلم وليد چې د سر مسح يې وکړه تر دې پورې چې تر غاړې پورې مسح کړه او غاړه هم پکې شامله شوه بل دليل: حديث عبد الله بن زيد: بدأ بمقدم رأسه حتى ذهب بهما إلى قفاه. رواه مسلم..
ژباړه: عبدالله بن زيد د سر له لمړي سر څخه مسح پيل کړه، تر دې پورې چې تر څټ پورې يې ورسوله چې غاړه هم پکې راغله نو له دې نه معلوميږي چې اقلا د غاړې مسح مستحب ده او که چا ونکړه پروا نلري او جمهور علماء وايي چې له دې احاديثو نه د غاړې مسح نه معلوميږي او بل کوم مستقل حديث د غاړې د مسحې په اړه نه دى راغلی.
4.    د هر لمانځه لپاره تازه اودس کول ښه خبره ده.
5.    په اوداسه کې بايد مسلمان دې ته متوجه وي چې کوم ځاى يې وچ پاتې نشي، بلکه بايد کوښښ وکړي چې داوداسه ټول اندامونه لانده کړي
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب