د اولاد روزنې ته پاملرنه

له بده مرغه ډيرى ميندې او پلرونه په خپلو مسئوليتونو كې ټبڼلۍ له امله د ګناه مرتکبيږي. هغوى د بچيانو روزنې ته پاملرنه نه كوي پاتې کيږي چې په پايله كې يې اولادونه په بد اخلاقۍ ککړيږي. له همدې امله چې بيا كله  ورته نصيح كوي نو ترينه مخ اړوي او له خبرې څخه يې تښتي. دا ټول په روزنه کې د ځنډ مېوه ده چې د مور او پلار لخوا څخه تر سره شوې ده. که چيرې مور او پلار په روزنه کې ځنډ نه واى کړى او ښې لارې- چارې يې غوره کړې واى؛ نو نن به دا هر څه نه ليدل کېدل.

په روزنه کې پر ځنډ باندې پښېماني:
كه څه هم چې ميندې او پلرونه د اولاد د پالنې لپاره ډيرې ستونزې ګالي، شپه او ورځ ورسره په ويښو تېروي، د هغوى لپاره په حلال او حرام ډول سره مال راټولوي، هيله لري چې زوى ښه نوم ورته وګټي خو څرنګه چې د هغه روزنې ته پاملرنه نه كوي نو بالاخره پلار يو ډول فكر لري او زوى بل، تر دې چې د دواړو په منځ کې تړاو شليږي. د داسې زوى اړوند د قران کريم د ايت شريف ډېر رښتينى دى چې فرمايي: (انه ليس من اهلک انه عمل غير صالح).[سورت هود].
(دغه زوى ستا له اهل څخه نه دى، د ده کړنې ښې نه دي.
دا چې ولې د اولاد روزنې ته پاملرنه نه كيږي، كيداى شي لاملونه يې په لاندې توګه وي:
1.    لومړى لامل دا دى چې ډېرى ميندې او پلرونه په مادياتو او دنيوي لوبو کې ډوب دي.او له خپلې اصلي دندې څخه غافل دي.
2.    دوهم لامل په پټو سترګو تقليد دى، دا رنځ علامه اقبال په شعر کې داسې انځوروي:
وضع مي نصارى تو تمدن مي هنود
يه هي مسلمان جنهي ديکه کې شرمايي يهود
د اولاد د روزنې اړوند دا معامله د مور او پلار مسئوليت دى. د امت، چاپېريال او حکومت هم دا فريضه ده چې په صحيح تګ لاره د ديني ښوونې پابندي وکړي. د نوي راټوکېدونکي نسل سمه روزنه وکړي، صحيح عقيده او اسلامي فكر ورکړي. ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي:
(څوک چې خپل اولاد د داسې ښوونې څخه بې بر خې پرېږدي چې د هغه له پاره ګټوره وي او هم يې داسې ناوړه، فضول او بې کاره پرېږدي؛ نو هغه ډېره ستره غلطي کړې ده).
ډېر ځله د اولاد فساد د هغه د پلار او مور له سببه راټوکيږي، هغوى ناوړه پرېږدي، د دين احكام نه ور زده کوي. ډېر ځله داسې ليدل شوي دي چې کله هم پلار زوى په نافرمانۍ باندې وهلى دى؛ نو زوى وايي: پلار جانه! تاسو زه په وړکتوب کې نافرمان جوړکړم اوس په لويوالي کې خامخا نافرماني کوم.

عبدالنصير مرستيال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب