د اولاد په پالنه کې د مېرمنې رول

 

دا يوه منل شوې خبره ده چې د اولاد اساسي روزنتون مور ده، د مور اغېزه په اولاد کې ډېره وي، دا د راتلونکي نسل لپاره نه بلکې د ټول امت لپاره لومړی مکتب دی.

کوم ماشوم چې دنيا ته راځي هغه په هيڅ هم نه پوهيږي، تر دې چې ګرم او يخ نه پيژني، د کلک او نرم توپير نشي کولای، نو د دې روزنه ډېره سخته وي او ډېرو زياتو تکلیفونو او ستومانتیاوو ته اړتیا لري.

اګر چې د ماشوم د روزنې دنده مور او پلار دواړو ته سپارل شوې لکه حدیث شريف کې چې راځي: (كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته، والرجل راع في بيته ومسؤول عن رعيته، والمرأة راعية في بيت زوجها ومسؤولة عن رعيتها) هر يو ستاسې څخه نګران (مشر) دی او هر يو تاسې د خپل رعيت مسؤوليت په غاړه لرۍ، سړی په خپل کور کې نګران دی او دخپل رعيت مسؤوليت په غاړه لري او ښځه د خاوند په کور کې نګرانه ده او د خپل رعيت مسؤوليت په غاړه لري. بخاری

همدارنګه الله تعالی فرمايې:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ} ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپلې کورنۍ د جهنم له اور څخه وژغورئ، د هغې خاشاک خلک او کاڼي دي. التحريم:۶.

your ads

خو د مور دنده د خپل اولاد په وړاندې د پلار په پرتله زياته ده، ځکه پلار خو د رزق د ګټلو لپاره وتلی وي او زياتره وخت کور کې نه وي، مور تل له اولاد سره کور کې وي او پالنه يې کوي.

ای مسلمانې خورې!

په رښتيا سره ستا مسؤوليت د اولاد په وړاندې نه بلکې د راتلونکي مسلمان امت په وړاندې ډېر زيات دی، همدا ته يې چې د امت راتلونکی درته انتظار کوي، نو ته بايد د خپل اولاد پالنه په سمه توګه سرته ورسوې، ته بايد د خپل اولاد په هکله لاندې لارښوونې په نظر کې ولرې:

۱/ د روغتيا له اړخه: هغه ماشوم چې مريض يا شل وي امت ته پوره ګټه نشي رسولای، نو تا ته پکار ده چې په لومړي پړاو کې د خپل اولاد روغتيايي اړخ ته پام وکړې. هغه مراحل چې يو ماشوم باندې تيريږي هغه وپېژنې او د هغه د مرضونو د مخنيوي لپاره لازمو لارښوونو څخه با خبره اوسې. د مثال په توګه په لومړۍ مياشت کې ماشوم ډېر حساس وي نو ته بايد ځان پوهه کړې چې له ماشوم سره څرنګه چلند وکړې، مناسب وخت کې ورته شیدې ورکړې، د هغه د پاکوالي او لباس پاملرنه وکړې.

هغه مرحله چې ماشوم پکې خبرې يادولی شي او يا ګرځېدل او ودرېدل زده کوي با خبره اوسې.

۲/ په دويم پړاو کې بايد د خپل ماشوم اخلاقي اړخ ته پام وګرځوې، هغه په ښو اخلاقو سمبال کړې، نېک عادتونه او اخلاق ورته په عملي ډول وښايې، له بدو عادتونو او اخلاقو څخه يې وساتې، او د اسلامي امت لپاره يو با اخلاقه او نېک انسان تيار کړې.

۳/ په ماشوم کې ځينې صفات وي بايد هغه ته ښه نمو ورکړل شي، د هغې فکر چې د سپينې پاڼې مثال لري په ښو، نېکو او د شريعت موافقو نظريو څخه ډک شي.

ماشوم زيات حاجتونه لري مور بايد هغه ته وده ورکړي د مثال په ډول د ماشوم داسې روزنه وکړي چې په خپل ځان باندې باوري وي.  د هغې د ښې روزنې لپاره بايد داسې ملګري ورته پيدا کړي چې هغوی نيکه تربیه او روزنه ولري تر څو هغه څه چې مور او پلار يې ورته ښايې له هغه څه سره مخالف نه وي چې ملګري يې کوي.

۴/ مسلمانې خورې! ته بايد د ماشوم اسلامي زده کړې ته په لومړۍ او دنيوي زده کړې ته يې په دويمه درجه کې ځای ورکړې، ځکه اسلامي زده کړه هر يو مسلمان باندې فرض ده، او دنيوي زده کړه يو ټولنيز او د ژوند اړتيا ده او له توکل او سپارښتنې څخه لرې نده. ځکه اسلامي امت هر يو زده کړې ته سخته اړتيا لري، د دنيا ژوند هم بې اسبابو سرته نه رسيږي او نه دين له موږ څخه داسې غوښتنه کوي چې اسباب پرېږدو. بلکې دا د يني لارښوونو سره هم په ټکر کې ده چې اسبابو ونه کاروو.

۵/ ماشوم سره بايد په حکيمانه ډول چلند وکړه تر څو له تاسره ضد وا نخلي او هغه څه چې ته يې ورته لارښوونه کوې مخالفت ونکړي. ماشوم سره په هر حالت کې ځانګړي اسلوب او چلند په کار واچوه.

۶/ روزنه بايد د نرمۍ او سختۍ تر منځه وي، نه داسې ورسره نرمه شې چې هغوی څه کوي ته ورته څه نه وايې، بلکې دا د هغه روزنه ده چې کله يو غلط کار وکړي هغه ورته په نرمۍ سره ووايې چې دا غلط کار دی تر څو بيا غلط کار تکرار نکړي او که بيا هم نه کېده ويې رټې او غصه ورته وکړې، او نه داسې سختۍ څخه کار واخلې چې بيا ستا يوه خبره هم نه مني. خپل ماشومان له بد اخلاقو او بې تربيه ماشومانو څخه لرې وساتې.

۷/خپلې کړنې دې د خپلو خبرو مخالفې نه وي، ځکه په دې سره ماشوم ستا خبرو ته اهميت نه ورکوي بلکې ستا کار پسې تګ کوي.

۸/ په کور کې او له کور څخه بهر د خپلو ماشومانو څارنه وکړې. د هغه څارنه د زده کړې په ډګر کې هم وکړې او همداسې بې پروا يې پرې نه ږدې.

عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب