د ايمان فلسفه

په اسلام کې دایمان فلسفه

الله جل جلاله ته ترټولو ادیانو اسلام ډېر خوښ دی او دانسان دنیوي بریا او دآخرت نجات يې په همدې پورې تړلی دی .

الله جل جلاله وايي: ان الدين عندالله الاسلام .(آل عمران۱۹) له اسلام نه پرته بل هيڅ مذهب او دين الله جل جلاله نه قبول بلکې څوک چې له اسلام پرته بل دین غوره کړي نو پایله به يې زيان او ناکامي وي .

الله جل جلاله وايي: ومن يبتغ غیر الاسلام دینا فلن يقبل منه وهو في الاخرة من الخاسرين .

(آل عمران ۸۵)

دقرآن له مطالعې او لارښوونو څخه دا جوتيږي چې دانساني تاريخ له پیل څخه همېشه همدا اسلام دين دی، ټول انبیاء او رسولان دهمدې دین بلونکي، غوښتونکي، زيري ورکونکي او منونکي ول او کتابونه صحيفې دهمدې دين په احکاماتو او لارښوونو مشتمل ول .

الله جل جلاله وايي: شرع لکم من الدین ماوصی به نوحا والذی اوحینا الیک وماوصینا به ابراهیم وموسی وعيسی ان اقيموا الدین ولا تتفرقوا فیه .(الشوری۱۳)

[irp][irp][irp]

داسلام ټولو احکامو او لارښوونوـ که هغه درسولانو په وسیله ترموږ پورې رارسېدلي او که دکتابونو په وسیله ـ خلاصه يې دوه څيزونه دي : ایمان او عمل .

دادواړه څیزونه هميشه الله جل جلاله یوځای بیان کړي دي تاسې چې دقرآن تلاوت کوئ نو ان الذین آمنوا وعملوا الصالحات مو څو څو ځله تر سترګو تيريږي او همدا معناپکې پرته وي چې له ایمان پرته هيڅ ډول نيکي ګټه نه لري او له نيکي پرته ایمان داسې مثال لري لکه دسمندر په منځ کې چې کشتۍ ولاړه وي او ماشین يا پاروګان يې نه وي، داسې کشتۍ نه ډبیږي او نه هم منزل ته رسي .

داعمالو په هکله الله جل جلاله وايي :

وقل اعملوا فسیری الله عملکم ورسوله .

وماتفعلوا من خیر فان الله به علیم .

وماتفعلوا من خیر تجدوه عندالله

وماتقدموا لانفسکم من شئ تجدوه عندالله .

ان الله لايضیع اجر المحسنین.

فاستبقواالخیرات .

ایمان په لغت کې داسې یقین ته وايي: چې هيڅ شک پکې نه وي دعلم کلام علماو يې داسې تعريف کړ ی دی : التصديق بالشئ والجزم به دون شک او ريبة .خو په بنسټيزه توګه ایمان له درې تورو څخه جوړ دی(ا،م، ن) چې یوځای شي امن ترې جوړيږي او ديقين، اطمنان، احساس او ساتنې معناوي پکې رانغښتي دي، په همدې یو توري کې داصطلااحي ایمان فلسفه پرته ده.

په انساني ټولنه کې ایمان هغه مهال بشپړ دی چې دانسان ځان، مال او عزت ابرو وساتل شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: المؤمن من امنه الناس علی اموالهم ودمائهم واعراضهم (بخاري)نو مالومه شوه چې اسلام دامن دين دی، امن يې ړومبنی پیغام دی .

دایمان نوښت

ډېری مسلمانان دافکر کوي چې یوځل ایمان راوړي نو دا بس وي نوښت او غزا ته وړتیا نه ورکوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي: ایمان داسې زړيږي لکه یو یوه کپړه چې زړه شي، ایمان نوی کوئ! اصحابو رضی الله عنهم جمیعا وپوښتل،دالله رسوله! څه ډول يې نوی کړو؟ وېلې: لااله الا الله ډېره لولئ .

دا آيت په همدې معنا دلالت کوي :

یایها الذین آمنوا ادخلوا في السلم کافة .

الله جل جلاله مسلمانانو ته وايي هغه چې په الله، رسول او دآخرت په ورځ ایمان لري وايي : اې مؤمنانو په اسلام کې پوره داخل شئ .

بل ځای وايي : يایها الذین آمنوا آمنوا . اې مؤمنانو ایمان راوړئ!

بل ځای وايي : الم يأن للذین آمنوا أن تخشع قلوبهم لذکر الله .

بل ځای وايي: یایها الذین آمنوا علیکم انفسکم لايضرکم من ضل اذا اهتديتم .

دقرآن له لا رښوونو څخه څرګنديږي چې په درې څيزونو ایمان نوی کيږي؛ لا اله الا الله ډېره لوستل، دالله جل جلاله ذکر او دنيکانو ملتیا، الله جل جلاله وايي : وکونوا مع الصادقين .

دالله جل جلاله نوم یادول او لوستل جلا عبادت دی ډېری خلک له دې څخه سرغړونه او له شيطان څخه دنجات ستره لار ده څوک چې الله جل جلاله یادوي شیطان حمله نه شي ورباندې کولی.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب