د ايډز څخه څنګه ځان وژغورو؟

۱- د نا مشروع جنسي اړيکو څخه ځان ساتل د ايډز په مخنيوي کي تر ټولو ارزښتناک ګام دی.
۲- پرته له اړتيا څخه بايد  پيچکاري و نکړو او که اړتيا ډيره وي نو د پيچکارۍ او ستن دواړو د پاکوالي څخه بايد ډاډمن اوسو.
۳- اړينه ده چې ناروغ ته د وينې ورکولو په وخت وينه د ايډز د ويروس او نورو ناروغيو لپاره ټست شي او يواځې هغه وخت ناروغ ته ورکړل شي چي د پاکوالي څخه يې پوره ډاډمن شو.
۴- اميندوارې ښځې که په ايډز اخته وي نو بايد وخت په وخت له ډاکټر سره په اړيکه کې وي او د ډاکټر لارښوونې په غور سره پلې کړي.

د خپرېدو لارې:

د ايډز ويروس له لاندی لارو څخه له يوه وګړي  څخه بل ووګړي ته لېږدول کېږي .
۱ . د جنسي نږدی والي له لاري: ويل کېږي چې د ايډز تر ټولو ډېرې پيښې د جنسي نزدې والي له لارې په HIV ککړ انسان څخه روغ انسان ته خپرېږي.
۲ . که چېرې يوه روغ انسان ته پداسې يوه ستن باندې پيچکاري وشي چې مخکې پرHIV اخته وګړي کارولې وي نو هغه روغ وګړي ته هم دا ويروس خپرېږي . دا خپرېدل ډير ځل په روغتيايي کارکونکو او هغه خلکو کي ليدل کېږي چي د پيچکارۍ له لاري نشه ايز درمل اخلي .
۳. که چيرې  د يوه په HIV اخته انسان وينه يا د وينې کومه برخه روغ انسان ته تېره شي او یا که ددی ناروغ د بدن کوم غړی روغ انسان ته پيوند شي نو روغ انسان هم پدی ويروس اخته کېږي.
۴. د يوې اميندوارې ښځې څخه د هغې ماشوم ته دا ويروس خپرېږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب