د بادام ډولونه

د بادامو ونه چې اته متره اوږدوالی لري له مخکې زمانو څخه په لویدیځه اسیا په ځانگړې توگه افغانستان، ایران، سورییې او فلسطین کې روزل کیږي، د بادام د ونې ریښه ډيره قوي وي، دا ونه کولای شي په ډير کم لوندوالي (نم) کې هم رشد وکړي، پاڼې یې بیضوي شکل لرې او د پاڼې سر یې تیره وي. گل یې ډير ښکلی او ښه رنگ لري. د پسرلي په لومړیو کې یې نښې را څرگندیږي.

ډولونه:

په ټولیزه دوه ډوله بادام لرو:

  1. خواږه بادام. Sweet Almond
  2. ترخه بادام. Bitter Almond

د بادامو میوه په لومړي سرکې په دوه پوښونو کې پوښلې وي چې وروسته تر پخیدو یې لومړۍ پوښ له منځه ځي خو دوهم پوښ یې نور هم کلکیږي. بادام بیضوي شکل لري او کیدی شي ډير ژر یې خوږ او تریخ سره وپيژنو.د بادام له ونې، پاڼې، میوې او گل څخه طبي گټه اخیستل کیدی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب