د بادمو حیرانوونکې ګټې

له مشرانو به مو اوریدلي وي چې بادام د ذهن پیاوړتیا ته ښه دي. دا خبره یې پخه ده، بادام نه یوازې د مغز حجرو ته ښه دي بلکې ډیرې نورې روغتیايي ګټې هم لري.

طبیعي او داسې بادام چې مالګه ورسره نه وي ګډه شوي ډیر غوره غذايي مواد دي چې ګڼې روغتیايي ګټې لري. بادام له مینرالونو ډک دي او د ونو څخه په ترلاسه کیدونکو وچو میوو کې تر ټولو غوره وچه میوه بلل کیږي.

د ورځې یو موټی بادام ستاسو د زړه سلامتي یقیني کوي، د زیات وزن اخیستو مخه نیسي، او د شکرې او الزایمر په څیر د مزمنو ناروغیو څخه مو ساتي.

د ورځې د څو دانو بادامو خوړل ستاسو په ورځني غذايي ریژیم کې ځینې حیاتي مغذي مواد ورزیاتولی شي. بادام د ویټامین E، کلسیم، مګنیزم او پوتاشیم له پلوه بډای دي. پر دې سربیره بادام د پام وړ پروتین او فایبر هم لري او په طبیعي توګه یې خواږه کمه ده.

په ۲۰ دانې بادامو کې له ۱۲۰- ۱۳۰ پورې کالوري ده. سره له دې چې ډیره دا کالوري له غوړو څخه ده خو دا لومړی درجه صحي غیرې مشبوع غوړي دي او غیرې صحي نه دي.

بادام د زړه د سلامتۍ لپاره بهترین خواړه دي.

د بادامو په خوړولو ستاسو د زړه د ناروغیو خطر کمیږي. په بادامو کې غذايي مواد د زړه د سلامتۍ سره مرسته کوي. بادام په زیاته اندازه مګنیزم لري چې د زړه د حملو او وینې د فشار په کنټرول کې مهم رول لري.

څو څیړنو ښودلې چې بادام د ښه کلسترولو په تولید او د بدو کلسترولو په کمولو کې مهم رول لوبوي. کلسترول د زړه د حملو او وینې د فشار مهم سبب دی .

که وزن مو زیات وي بادام د وزن په کمولو او د سالم وزن په ساتلو کې مرسته کوي.

په بادامو کې شته فایبر، پروتین او صحي غوړ ددې سبب کیږي چې د یو موټي بادامو په خوړولو د مړښت احساس وکړئ او د ډیرخورۍ مخه نیسي. بادامو کې شته مګنیزم ستاسو د وینې شکر منظم کوي چې دا کار په خوړو پسې زړه سولیدل کموي.

بادام همدارنګه په وجود کې د کالوري د جذبیدو مخه نیسي چې له دې سره د اضافي وزن د کمولو لپاره غوره ناشته ده. دا چې بادام ډیره کالوري لري دا مهمه ده چې په اندازه وخوړل شي. د تغذیې متخصصان د ورځې د یو موټې بادامو د خوړولو سپارښتنه کوي.

د بادامو نورې روغتیايي ګټې

بادام د هاضمي سیستم په روغ ساتلو کې مرسته کوي او ان د شکر ناروغۍ پر ضد مبارزه کې هم مرستندویه خواړه دي. په بادام کې شته فایبر د هاضمې سیستم سره مرسته کوي چې خواړه په ښه توګه هضم او پروسس کړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب