د بدر موعد غزوه او ددومة الجندل غزوه

د بدر مَوعِد غزوه

ذات الرقاع غزوې څخه له ستنیدو وروسته نبي عليه السلام څه موده په مدینه منوره کې مقیم و، داحدنه بیرته تلو په مهال یې له ابوسفیان سره ژمنه کړېوه چې راتلونکی کال  بدرته دواړه غاړې د جنګ لپاره راځي، په دې وجه رسول الله صلی الله علیه وسلم پینځلس سوه صحابه ځان سره کړل اود  شعبان په میاشت کې   دبدر په لوري  روان شو، درسیدو وروسته اته  ورځې شو، بل پلوته ابوسفیان هم دمکي  څخه  دخلکو سره یوځای ) مرا لظهران پورې راغی، خوبدرته دراتلو همت یې ونکړ له هم هغه ځایه په دې ویلو سره بیرته وګرځيد چې :

سږ د قحطۍ او ګرانۍ  کال دی د جنګ او جګړې کال ندی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم داتو ورځو انتظار وروسته چې کله  دمقابلې څخه ناهیلی شو نودجنګ او جګړې پرته  مدینې منورې ته ستون شو.(ابن هشام ۲ټوک ۱۳۶مخ)

ابوسفیان دبیرته تلو په مهال ویلي و: چې راتلونکی کال به په بدر کې بیا سره  جنګ کوو، خو سینه کې  دننه دهغه  زړه مرعوب و،  له زړه یې غو ښتل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم بدرته رانشي څو دشرمندګۍ او خجالت نه خلاص شم.او  دجګړې څخه   دډار  تور په مسلمانانو پوري شي.

دنعیم بن مسعود په نوم یوتن چې  مدینې ته  روان و، هغه ته یې  پریمانه مال  دولت  اومانه، چې مدینې ته ورسي هلته په مسلمانانو کې داخبره مشهوره کړه چې دمکي خلکو دمسلمانانو سره دجنګ لپاره  یولوی لښکر جمعه کړی نو ستاسو لپاره غوره داده چې دقریشو سره جنګ ته ونه وزی،دابوسفیان هدف دا و چې کله دا خبره  مشهوره شي  مسلمانان به وډار شي او دجنګ لپاره به را  بیرون نشي ( کوم  ته چې دنن په اصطلاح پروپاګند  ویل کېږي)لیکن برعکس ددې په اوریدو  په مسلمانانو کې ایماني جذبات نور هم راوپاریدل او دحسبنا الله ونِعمَ الوَکِیل په ویلو سره  دبدر په لور روان شول او دکړې وعدې سره سم  بدرته ورسیدل، اتفاقاً هلته یو ډېر لوی بازار جوړو ، مسلمانانو پکې  تجارتي مالونه وپلورل او ځیني وپیرل په دې توګه له ښو پریمانه ګټو سره یوځای او په خیر اوبرکت  مدینې منورې ته ستانه شول.

په دې اړه دا آیت نازل شو:

اَلَذین استَجَابوا لِلهِ والرسولِ مِن بعدِ مآ اَصابهُم القَرحُ  لِلَذِین احسنوا مِنهُم  واتَّقَوا   اَجرٌ عظیم.اَلَّذین قَال لَهُمُ الناسُ، انَّ الناس  قَد جمعوا لَکُم فاخشَو هُم فَزادَهُم اِیمَانا وقالوا حَسبُنَا اللهُ وَ نِعمَ الوَ کِیل فَا  نقَلبُوا بِنِعمةِ  مِنَ اللهِ وَ فَضلٍ لَّم یَمسَسهُم  سُو‌ءُ  وَاتَبعُوا  رِضوَانَ اللهِ وَاللهُ ذُوفَضلٍ عَظِیم.( الِ عمران ۱۵۷ایت)

ځیرنه:

په دې ایت کې  د دروغو خبرو مشهوروونکي الله تعالی شیطانان یاد کړي.

اِنّما ذلُکم الشیطنُ یُخَوِفُ  اَولیاءهُ  فلاتَخَافوا هُم  وخَافونِِ اِن کُنتُم مُؤمِنین.

الله تعالی ددې پروپاګند علاج اوځواب داسې وکړ چې مسلمانانو ته یې وښوده چې تاسې دخپل وس او توان سره سم دجهاد او قتال لپاره ځانونه تیار کړئ او حسبنا الله ونِعم الوَکیل ولولئ یعنې په الله ډاډ وکړئ او معاذالله داسې هیڅکله مه کوئ چې دشیطان ددې دروغو په ځواب کې تاسې هم دروغ وایاست بیا څه ګټه ده؟ اسلام دخپلو دښمنانو په اړه هم د دروغو ویلو اجازه نه ورکوی.

د دُومَةُ الجَندل غزوه:

دهجرت په ۵کال ربیع الاول کې رسول الله (H) ته خبر  ورسید چې  دُومة الجَندل ( دادیوې سیمې نوم دی چې دمدینې منورې څخه  دپینځلس ورځو په مسافت  لري ده،او له دومة الجندل څخه ددمشق پورې  دپنځو ورځو مزله لار ده زرقاني ۲ټوک ۹۵مخ)  خلک  غواړي په مدینه منوره باندې حمله وکړي، رسول الله(H) دربیع الاول په ۲۵  مه نیټه د دومة الجندل په لور کوچ وکړ ، کوم خلک چې راټول شوي وو هغوی درسول الله (H) دروانیدو خبر په اوریدو تیت شول اورسول الله (H) دربیع الثاني په ۲۰مه نیټه بیرته راستون شو( طبقات ابن سعد ۲ټوک۲زرقاني ۲ټوک ۹۵مخ)

ليکنه: ابوظهیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب