د بدعت معنی ،قسمونه او لنډ بيان

“بدعة ضلالة و کل ضلالة فی النار”
د بدعت شرعی معنی داده چې په دين کې د څه کار زياتوالی او کموالی کوم چې د قرآن ،سنتو ،صحابه ،تابعين نه پس شوي وي او دنبی صلی الله عليه وسلم نه د هغه د کولو ثبوت نه قولاً ،نه فعلاً ،نه صراحةً او نه هم اشارة ً ثابت وي .
په بدعت کې درجی دی بعضی د مکروه په درجه کې دی بعضی د حرامو او بعضی د شرک په درجه کې دی اصرار کونکی په بدعت په هر حال کې فاسق دي د هغی امام جوړول مکروه تحریمي دی .
اوس مهال بدعت په ډيرو امورو کې شته چې يو اوږد بحث دی دغه ټول به ان شآء الله په پرلپسی ډول خپريږي.
اول – د قبرونو بدعت او مشريکانه اعمال :
۱– په قبرونو کې چراغ بلول چې د حديث په نص سره حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم  په قبرونو باندې په چراغ بلونکو لعنت فرمايلی دی (مشکواة ).
۲– څادر غوړول يا په رخت کې پوښل وغيره چې ددی هم په حديث صريح مخالفت شوي دی .
۳– د مړو په نوم نذر منل چې مطلق حرام دی (بحر الرائق).
۴– بيا د نذر تبرک ګڼل او د هغی خوړل او تقسيمول حرام دي (بحر الرائق) .
۵– په قبرونو ساز او سرود کول ساز او سرود خو هسی هم حرام دی چې د هغی په ممانعت کې ډير احاديث صراحة وادر شوي دي .
۶– د عامو ښځو په قبرونو باندې جمع کيدل .(لعن الله زائرات القبور ) يعنې الله جل جلاله  لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه دقبرونو زيارت وکړي .
۷- د قبرونو پخ او اوچت جوړول . نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم  أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).
رسول الله صلی الله عليه وسلم  منع فرمايلی د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا دڅه شی زياتول ،د هغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (دنوم اوتاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).
مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .
۸– د قبر نه طواف کول چې قعی حرام دی (ملا علی قاری رح وايې طواف يواځی کعبی شريفی ته خاص دی او بس ).
۹– قبر يا زيارت ته سجده کول که قصداً وی صريح کفر دي او که بې قصده وي ګناه کبيره ده .

 (فتاوی دارالعلوم ديوبندی او کفايت المفتي ج ۹ ص ۹- ۳۰)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب