د بدل نکاح (فتوی)

پوښتنه:

زمونږ او ستاسو په جامعه په ودونو کښې په بدل سره ودونه ډیر رایج دي، اوس زما پلار هم غواړی چې زما کشر ورور ته په بدل واده وکړي، نو ما یې مخالفت وکړ چې دا کار په شریعت کښې جواز نه لري، ما دا مسله یوه ورځ  په پوهنتون کښې له یو استاد نه اوریدلې وه. که تاسو مهرباني وکړی او را ته ووایې چې په شریعت کښې دا کار جواز لري که نه؟
مننه
زه به ستاسو د ځواب منتظر یم

ځواب:

ځواب ورکونکی: مولوي مجیب الرحمن منصور

قدرمنه وروره!
وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته

بدل ته په عربي كې شغار وايي او شغار په اسلام کې نشته او صورت يې داسې دی چې يو  ښځه د بلې ښځې لپاره مهر واقع شي،
عن ابن عمر أن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عن الشغار والشغار أن يزوج الرجل ابنته على أن يزوجه ابنته وليس بينهما صداق. رواه مسلم

ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د شغار (بدل) نه منع کړې وه، او شغار دې ته وايي چې یو سړی خپله لور بل ته په دې شرط ورکړي چې هغه به هم ده ته لور ورکوي او ددې ښځو لپاره به مهر نه وي.

ځنې علماء بیا وايي که چېرې د هرې يوې لپاره جدا جدا مهر وټاکل شي بيا کوم باک نلري، خو دا خبره ضرورى چې په هماغه اندازه مهر ورته وټاکل شي چې نورو ښځو ته ټاکل کېږي، ځکه که چېرې کم مهر وټاکي نو دا په حقيقت دا يوه ښځه د بلې ښځې لپاره مهر شوه او مهر يې هسې د حيلې په اساس ټاکلى دى، خو که مهر زيات هم وټاکل شي بيا هم د شغار او د بدل احتمال شته.

په هر صورت بهتره خبره دا ده چې مسلمان له هغو شیانو هم ځان وساتي چې شک پکې وي او په بدل کې شک دی او ترک یې بهتره ده، ځکه په مشکوکو مسائل کې اخته کېدل سړى د حرام ارتکاب ته اړباسي.

والله اعلم

اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب