د (بدل واده) په اسلامـي شریـعت کې څه حـکم لري؟

د ټولنیزو ناخوالو څخه یوه هم زمونږ په افغاني ټولنه کې د انجونو د بدل واده دی چې په عربي ژبه کې ورته الشِّغَارُ وايي، دا ناخوښه دود له کلونو راهیسې زمونږ په جنګ ځپلې ټولنه کې شتون لري، د همدې بدل واده په نتیجه کې لیدل شویدی چې د کم عمر انجونی نورو ته کوژده شويدي چې دا کار د کورنیو تر منځ د تاوتریخوالي سبب ګرځېدلی دی او د همدې ناکامې تجربې په نتیجه کې ډېرې شخړی رامنځ ته شویدي، تردې پوری چې ځینو پکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړیدی او که چیرې ولور ټیټ نشي او خلکو ته پوهه ورنکړل شي؛ نو هیڅکله به هم دا بدمرغه دود او رواج له منځه ولاړ نشي. غواړو په دې لیکنه کې همدې مسئلې ته په مناسب لنډیز سره اشاره وکړو او څو مهم ټکي ستاسې مخې ته کېږدو. (1)

آیا په اسلام کې د بدل واده روا دی که ناروا؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: امام بخاري او امام مسلم د خپلو حدیثو په کتابونو (صحیحینو) کې د حضرت ابن عمر(رضي الله عنهما) څخه روایت کړيدي چې:{أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ( صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) نَهَى عَنْ الشِّغَارِ} .
ترجمه: په تحقیق سره نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د بدل واده منع کړی دی.

د بدل د واده لنډه تاریخچه:

که د بدل د واده تاریخچې ته لنډه کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې دا واده په اصل کې د جاهلیت له زمانې څخه راپېدا شویدی او تر ننه پوری په یو لړ ټولنو(لکه افغانستان، پاکستان او داسې نورو هیوادونو کې) شتون لري.

د بدل د واده تعریف:

your ads

د بدل واده همدېته وايي چې یو تن د بل چا له خور سره واده وکړي، په دې شرط چې دا شخص به خپله خور هغه ته ودوي، همدې کار ته بدل ویل کیږي چې په دې ډول ودونو کې د مېرمنې لپاره اصلاً مهر وجود نلري. یعنې په لنډه توګه سره ویلی شو چې د بدل واده همدېته وايي چې: د دوو کورنیو نجونې د یو او بل نارینه وو ته په بدل سره واده شي او مهر پکې نه وي.

په اسلامي شریعت کې د بدل د واده حکم:

په اسلامي شریعت کې دا ډول ودونه هیڅ صحت نه لري او باطل ګڼل کیږي او ښايي چې له منځه یو وړل شي او دا ځکه چې د همدې ډول ناوړه ودونو په نتیجه کې زمونږ د درنو وروڼو او پیغلو خوېندو ښکلی ژوند له ناوړه برخلیک سره اخته کیږي.

په دې اړه د علماء راجح قول همدا دی چې باید ورڅخه ډډه وشي او ترسره نشي. په دې اړه ددې خبری یادول هم اړین بولو چې د دبدل په واده کې د یوې ښځې انساني کرامت او شخصي آزادي تر پښو لاندی کیږي(ځکه چې مهر نه لري او د هلک یا انجلۍ رضایتمندي او خوښي پکې په نظر کې نه نیول کیږي)؛ نو ددې لپاره چې د مېرمنو حقوق خوندي پاتی شي او مهر ورته ورکړل شي کوم چې د هرې مېرمنې یو شخصي حق دی باید د بدل واده ترسره نشي.

أما که چیری یو تن د بدل واده کړی وي او له خپلې مېرمنې سره ېې کوروالی هم کړی وي؛ نو بیا په دې صورت کې دې خپلې دې مېرمنې ته مهر مِثل ورکړي(مهر مِثل په عامه توګه سره دې ته ویل کیږي چې یوې مېرمنې ته دومره مال وټاکل شي په کومه اندازه چې ددې انجلۍ په کورنۍ کې متشابه او ورته مېرمنو ته ټاکل شوی وي ، لکه که یو څوک په ښائست، مال ،نسب، بکارت، پوهه، ذکاوت او عمر کې دې مېرمنې سره ورته والی ولري او هغوي ته چې څومره مال ورکړل شوې وي، په هماغه کچه به دې مېرمنې ته هم ورکول کیږي همدېته مهر مثل وايي).(2) پورتنۍموضوع وروسته له دې چې د الملتقی الفقهي د وېب پاڼې له درنو مینه والو څخه یوې خور دا پورتنۍ پوښتنه له مونږ څخه کړی وه، مونږ له عربي څخه پښتو ته راوژباړله او د استفادې لپاره مو له تاسې قدرمنو لوستونکو سره شریکه کړه.
ــــــــــــــــــــــــ
(1) او (2): مترجم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. الله جل جلاله څخه درته ډير اجر غوښتونکى يم ستاسو له صفحى څخه په ډيرو مسأيلو کې ګټه اخلو

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب