د بدن داخلي غړي

د بدن داخلي غړې

د انسان بدن د دریو برخو څخه جوړ شوی دی چې د سر، تنې او د بدن له اطرافو څخه ( لاسونه او پښو) عبارت دي.

د انسان بدن غړي او بیلابیل سیستمونه لري. غړي د خپل خرکت او فعالیتونو له مخې په دوه ډوله دي.

  • ارادي غړې.
  • غیر ارادي غړې.

ارادي غړي د بدن د اسکلیت زیاتې برخې پوښلې دي، لکه لاسونه، پښو،ورمیز،ټټر او نور غړې.

هغه غړې چې د انسان په خوښه او اراده حرکت نه کوي د غیر ارادي غړو په نامه يادیږي. د زړه غړې هم غیر ارادي حرکتونه لري.

آیا تاسو پوهیږي چې دخندا په وخت كي زموږ دمخ ۱۷ ماچې (عضلات)خوځيږي؟ 

مغز

مغز په بدن کې د اطلاعاتو د اخستلو او تفسیرولو اصلي مرکز دی چې د فکر، عاطفې، کړنو،د احساس او حافظې دنده لري. په مغز کې لوي دماغ، کوچني دماغ او د مغز ساقه شامله کیږي چې د سر په کوپړۍ کې واقع دي.

لوی دماغ: دا د مغز ډیره لویه برخه ده پر مخ یې زیاتې لورې او ژورې لیدل کیږي. دماِغ د مخې له خوانه شاوخواته یوې لویې ژورې په وسیله په دوو کینو او ښیو برخوویشل شوی دی. په معموله ډول کینه نیمه کره حسي پیغامونه د بدن له ښي برخو څخه اخلي او د هغوی حرکتونه کنترولوي او بر عکس د لوي دماغ ښي نیمه کره د بدن له کینې برخې څخه پیغامونه اخلي او د هغوی حرکتونه کنترولوي. لوي دماغ د زده کړې، توان حافظی او ادراک دندې لري.

د لوي دماغ په نیمو کروکې د عصبي پیغامونو لیږدونې مهم پیاوړي کوونکي مرکزونه ځاي لري چي د مغز د مختلفو برخو تر منځ اطلاعات لیږدوي.

کوچنی دماغ: دلوی دماغ په لاندنۍ برخه کې د مغز د ساقې ترشاکوچنی دماغ موقعیت لري چې له دوو نیمو کرو څخه جوړشوی دی. کوچنی دماغ د بدن د تعادل د حالت او حرکاتو د هم غږۍ دیر مهم مرکز دي.

ایا پوهیږي چې مغز په بدن کې د اطلاعاتو د اخستلو او تفسیرولو اصلي مرکز دی ؟

زړه

زړه له عضلې څخه، چې د زړه عضلې په نامه یادیږي، جوړشوی دی او د ټټر د پنجرې دننه د سږو تر منځ لږ کیڼ خواته واقع او پریکاریوم په نامه د یوې نازکې پردې په وسیله احاطه شوی دی. نوموړې یوه غبرګه پرده ده چې له مایع څخه ډکه ده او زړه له سولیدو څخه ساتي. د هر سړي زړه تقریبا د هغه د موټي په اندازه دی.

د زړه جوفونه:  زړه په دووښي او کینو برخو باندې ویشل شوی دی. دغه دوه برخي بیاهم په پلنوالي،پاسنۍ او ښکتنۍ برخو ویشل شوي دي. پاسنۍ برخې، چې نازک دیوال لري، د دهلیزونوپه نامه او لاندینۍ برخې چې پیړدیوال لري، د بطنونو په نامه یادیږي. په دې ترتیب زړه په دوو برخو ښي دهلیز او بطن او کین دهلیز او کین بطن باندې بیلیږي.

زړه د بدن ټولو برخو ته وینه پمپ کوي. وینه زړه ته له راتګ وروسته تر بیرته وتلو پورې یو دوران کوي، چې اغیزه یې د زړه په ضربان کې څرګندیږي. وینه په بدن کې له دوران څخه وروسته د زړه وریدونو له لاري ښي دهلیز ته ځي. وروسته د زړه په هر ضربان کې د زړه دهلیزونه را ټولیږي(منقبض کیږي) او وینه بطنونو ته څي. د انسان زړه په عادی حالت کې هره دقیقه کې لږ او ډیر ۷۰ ځلې ټوپونه وهي. د دروند کار او ورزش او یا د تبې په وخت کې د زړه ضربان زیاتیږي.

د وینې دوران: د وینې دوران په دوو برخو لوی او کوچنې دوران، ویشل کیږي. د وینې د جریان عملیه د زړه له کین بطن څخه د بدن ټولو برخوته اود هغې را ګرځیدل د زړه ښي دهلیزته د ویني د لوي دوران په نامه یادیږي. د ویني د جریان عملیه د زړه له ښي بطن څخه سږو ته او له سږو څخه زړه کین بطن ته د کوچني دوران په نامه یادیږي.

د انسان زړه  د خنځیر زړه په اندازه او یو  شان دی.

د وینې رګونه

د وینې رګونه د بدن په ټولو برخو کې شتون او په منځ کې یې وینه جریان لري. د ویني رګونه د ویني د لیږدونې په وسیله غذایي مواد، اکسیجن، اوبه او نورو توکي د بدن ټولو حجراتو ته رسوي او په مقابل کې فاضله توکې، کاربن دای اوکساید او نور، چې د حجرو لپاره غیر زروري او زیانمن دي، راټولوي او دفع کولو لپاره یې اطراحي غړوته رسوي. د وینې رګونه په دري ډوله دي: وریدونه،شریانونه، اوویښته ډوله رګونه. شریانونه هغه رګونه دي چي له زړه څخه وتلې او د بدن په مختلفو برخوکې ویشل شوي دي. شریانونه پاکه وینه بدن ته رسوي.

ویښته ډوله رګونه: شریانونه چې له زرړه څخه راوځي، ټول بدن ته ځي او په کوچنیو څانګو ویشل کیږي.

وریدونه: هغه رګونه دي چې د بدن له مختلفو برخو څخه ناپاکه وینه ټولوي او زړه ته بې رسوي.

 

ولې وینې زمونږ په رګوونو کې شین ښکاري؟

سږي

سږي له هوا څخه ډک اسفنجي ډوله ارتجاعي بالونونه دي چي د ټټر دننه د زړه ښي اوکین خواته د حجاب حاجز د پاسه موقعیت لري. برانشونه د سږي دننه د برانشیولونو په نامه پر کوچنیړ څانګو ویشل کیږي.په پاي کې برانشیولونه په هوایي کڅوړوپاي ته رسیږي. هوایي کڅوړي د غازونو د تبادلې اصلي ځاي دی.د سږو د کڅولوړو عمومي سطحه له سلو مربع مترو څخه ډیره ده یعنې د هغوي عمومي سطحه د بدن د پوستکې پنځوس برابره ده له همدې کبله پوره اندازه اکسیجن اخلي او کاربن داي اکساید خارجوي.

ینه، ځیگر

ینه يو حياتي اورګان دی اوپه بدن کې ترټولودرنده غټه غده ده . ینه نصوارې سوررنګ لري او په لویانوکې دیونیم کیلوګرام څخه تردرې کیلوګرام پورې وزن لري . په بدن کې لکه یوکیمیاوي لابراتوردمیتابالیزم مرکزي غړی تشکیلوي . ینه دخيټې فضاپه ښۍ برخه کې پرته ده اودپورتنۍخوا پوښ شوې سطحه يې حجاب حاجز سره نښتې ده .

دینې دندې:دینې هراړخیزې دندې دځانګړوحجرو په واسطه ترسره کیږي.دینې دندې عبارت دي له :ینه دصفرا زیړبخونه مایع تولیدوي اوهم يي اطراح کوي . کله چې په اِثنی‌عَشَرکې غذايي موادجذب شي نو دصفرا په مرسته دهغې شحمیات هضم کیږي ، همدارنګه داسیدي موادوخنثي کول دصفراپه مرسته ترسره کیږي ،بلخوادصفرا په مرسته دبدن څخه کلوسترین ،بایلېروبین ،ذهرجن فلزات ‌ اوداستقلاب په پایله کې هراړخیز تولیدشوي ذهرجن اوپاتې شوي مواد له بدن څخه بهرته اطراح کېږي. په ینه کې دوینې فیلتریشن ترسره کیږي ترڅوزاړه اومړه شوي سره کرویات لیرې شی.

کولمې

خواله له خولې څخه د سړې غاړې له لارې مرۍ ته ځي او له مرۍ څخه معدې ته رسیږي. معده خواړه هضموي او کولموته یې لیږدوي. کولمې له کوچنۍ او لویو کولمو څخه عبارت دي چې خواړه په بشپړه توګه هضم او بدن ته د جذب وړګرځوي او د خوړو ناهضم شوي ( اضافي) مواد له بدن څخه باسي. وړې کوړمې تقریباً شپږ متره اوږد والی لري چې د غذایي موادو غټي ټوټې په کوچنیو مالیکولونو باندې تبدیلوي او د هضم او جذب وړ ګرځي.نا هضم شوې غذایې توکې له کوچنيو کولمو څخه غټو کولمو ته ننوزي.لویې کولمې څه دپاسه یو متر اوږدوالی لري. هغه توکې چي لویو کولموته ننوزي له اوبو،ناهضم شویو خوړو،لکه غوړیو، پروتینونو، او نباتي سلولوز څخه عبارت دي.په غټو کولمو کې اوبه او ځینې ویتامینونه جذبیږي. یو زیات شمیر بکتریوي په ناجذب شوو غذایي موادو کې ژوند کوي. دغه بکتریا د بدن مهم ویتامینونه جوړوي. غټې کولمې اوبه، ویتامینونه، د سودیم او پوتاشیم آیونونه د داخلي محتویاتو څخه جذب او اضافي ټوکې له بدن څخه باسي.

ايا تاسو پوهېږئ چې وړې کولمې تقریباً اوه متره اوږدوالی لري؟

Kilder/سرچينې:

«Sjarmen med tarmen», Enders Giulia

Salaby.no

Naturfag.no

Nrk.no/skole

Wikipedia.no

Snl.no

https://www.nunn.asia

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب