د بدن د ویختانو د اخیستلو څه حکم دی؟

د انسان په بدن کې چې وېښته دي، په درې قسمه وېشل کېږي:
لومړی چې په شریعت کې دهغو د خرېیلو د حرمت حکم راغلی دی او خریل یې حرام دی، لکه د نارینه د ږېري او د نارینه او ښځې د وروځو (ابرو) خیستل چې دا هم حرام کار دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم کوي: ” أحفوا الشوارب وأعفوا اللحى. ” رواه مسلم.. ژباړه: ږېرې پرېږدی او برېتونه کم کړئ. همدا راز عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: «لعن رسول الله الواشمات والمستوشمات، والنامصات والمتنمصات، والمتفلجات للحسن المغيّرات خلق الله. متفق عليه. . ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا لعنت ویلی چې خالکوب (چې به انګلیسي کې ورته ټیټو وايي) کوي او هغه کسان چې خپلې وروځوې نرۍ کوي او یا د نورو وروځو ورته نرۍ کوي، او هغه کسان چې دخپلو غاښونو ترمینځ لرې والی راولي او فاصله ورکوي (ترڅو ښایسته شي) او دا ټول د الله په خلقت کې تغییر راوړل دی.

او دویم قسم هغه ویښته دي چې په شریعت کې دهغو د خریلو حکم راغلی دی چې باید وخریل شي او یا کم شي، لکه د نامه نه لاندې (شرمګا) وېښته، د تخرګونو وېښته، د برېتونو لنډول. ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله وفرمایل: “خمس من الفطرة الاستحداد -حلق العانة- الختان وقص الشارب ونتف الإبط وتقليم الأظفار ” رواه البخاري. ژباړه: پنځه شیان د انسان له فطرت نه دي: د شرمګاه د وېښتو اخیستل، سنتول د ماشوم، د بریتونو کمول، د تخرګونو د ویښتو اخیستل او د نوکانو اخیستل.

او درېیم قسم وېښته هغه دي چې شریعت د هغې په اړه هیڅ هم نه دي ویلي، لکه د سینې، پنډیو، ورنو او نور ځایونو ویښتان.
نو د سینې ویښتان اخیستل جایز دي.
والله اعلم

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب