د برمودا مثلث او دنورو سيارو د موجوداتو حقیقت

‎د برمودا مثلث هغه جنجالي او پيچلي موضوع چې له اوږدو مودو راهيسي يي د ساينس پوهانو، توطيه جوړونکو ، پوځي کارپوهانو او حتی د ديني څيړونکو پام ځان ته اړولی دی، د برمودا مثلث ، شيطانی بحر(Devil Sea ) او ګردۍ الوتکي ( Beam ship ) دری تړلي موضوعات دي او داسي ښکاري چې د اوسنۍ نړۍ له نظم سره مستقيمه اړيکه لري.
‎د هيڅ ورکړل شوي پيښي پرته د سترو پوځي او تجارتي بيړيو غايب ( ورکيدل) ، کله د مسافرو ورکيدل او بيړيو رسيدل او کله هم د بيړيو ورکيدل او دمسافرو رسيدل ، په هوا کي د الوتلو په وخت کې د الوتکي غيابت او کله هم بيا څه موده وروسته له مسافرو پرته د همدغو الوتکو را ښکاريدل هغه پيښي دي چې په برمودا او شیطاني بحر کې رامنځته شوي، ددغه ځایونو په اړه تر اوسه د هيځ يوه څيړونکي څيړني قانع کوونکی ځواب نه لري.

‎شیطاني بحر چې د ښامار په مثلث (Dragon Triangle) هم مشهور دی ، په بحر الکاهل او د جاپان ساحلي ښار يوکوهومای، د ګوام فيلپيني وچه او د جاپان د ماريانا وچو په منځ کې موقعيت لري، ددويمي نړيوالي جګړي موده وه چې په همدي سيمه کې د جاپان پنځه الوتکي وړونکي بيړۍ ، ۱۰ جنګي بيړۍ، ۳۴۰ تيز تلونکي الوتکي او بيړۍ او ۴۰۰ انتحاري الوتکي له لاسه ورکړي، هغه وخت جګړه وه نوځکه ښايد فکر وشي چې دا ټولي د دښمن له لوري له منځه وړل شوي خو تاريخي اسناد دا ښيي چې ددي پيښي د رامنځته کيدو په وخت کې په دي سيمه کې انګريزي او امريکايي سرتيرو شتون نه درلود، مولاناعمر عاصم ليکي: د شک وړ خبره ده چې ټول تجهيزات او وسايط دي ددښمن له لوري غرق شوي وي، ځکه سرتيري د جاپان په اوبو کې ؤ او دپيښي د راممنځته کيدو په وخت کې کې انګريزي اوامريکايي سرتيرو هلته شتون نه درلود.

‎چارلزبرليتز(Charles Berlitz) مشهور څيړونکی او د (برمودا مثلث زموږ د وخت ستر او ناحل شوي راز) کتاب ليکوال وايي: په برمودا او شیطاني بحر کې مبهم غيابت تصادفي نشي کيدای، ځکه دواړه سيمي يو ډول دي او يوه ورته ستونزه د دغو پيښو لامل کيږي،
‎د تحت البحري موجوداتو مصؤنيت دغه سيمي لا نوري شکمنوي ځکه د بيړيو او الوتکو په اړه ويلای شو چې طوفانونه او طبيعي پيښي د دغو پيښو لامل کيدای شي خو تحت البحري موجودات بيا اکثراً له دغو پيښو خوندي وي.
‎د برمودا مثلث ۳۰۰ وچي لري او د اطلس په سمندر کې پروت دی، کابو ۱۴۰۰۰۰ کيلو متر مربع پراخوالی لري ، د دغه مثلث په يوه زاويه کې د فلوريدا ميامي ښار ، بله کې د پورتوريکو ټاپو او پله زاويه کې يي خپله د برمودا ټاپو دی، دا مثلث کابو ۳۰۰ وچې لري چې ډيري يي د اوسيدو وړ ندي.

په دغه سيمه کې د زرګونو مبهمو پيښو سربيره يو شمير پيښو انسانان داسي ډارولي چې هيڅ ډول ځواب يي په اقناع کې مرسته نشي کولای، د ساري په توګه امريکايي ميلياردر هري کونوور(Herry Conover) په ۱۹۵۸ م کال کې دغي سيمي ته په سفر لاړ او د برمودا د مثلث په سيمه کې غايب شو خو حيرانوونکي خبره داوه چې له څه مودي وروسته د هغه کښتۍ د ميامي ښار په يوه ساحل کې پيدا شوه چې د هيڅ ډول حملي او سرقت نښه هم لا نه پري ښکاريده، دغه ډول پيښي او ددي برعکس د تاريخ په اوږدو کې په کراتو کراتو رامنځته شوي چې لا تر اوسه هم دي ته کوم قانع کوونکی ځواب ندی مونل شوی.

د برمودا او ښامار مثلث په خپلو کې ژوري اړيکي لري، يو شمير څيړونکي وايي ځيني ورکي بيړۍ او الوتکي له يوي يادي شوي سيمي څخه بلي سيمي ته انتقال شوي، ددغو سيمو د راز په اړه ځمک پيژندونکي ، فيلسوفان، سياحين، علماء او حتی د مسيحيت او يهوديت علماء بيلابيل نظرونه لري، خو جالبه داده چې سترو هيوادونو په ځانګړي توګه امريکا او انګليس چې په دغه سيمو کې يې تر ټولو زيات زيان هم ليدلی له دي پرته چې هيڅ څيړني يي ندي کړي بلکي تل يي هڅه کړي چې ددي مسئلي په اړه يا خبري ونکړي او يايي هم داسي معرفي کوي چې دا مسئله نه حل کيدونکي ده، لري کوشي(Larry Kusche) يو مشهور څيړونکي په خپل نوم وتي کتاب ( د برمودا مثلث راز حل شو) کې ليکي: اصلأ دا پيښي دومره هم ندي پيچلي خو رسنۍ او احساساتي خلک دا پيښي لا پيچلي ښکاره کوي.

د برمودا مثلث په اړه يو شمير مشهوري ادعاوي په لاندي ډول دي: د پخواني نصرانيت خوښونکي عالمان يه دي عقيده دي چې دغه سیمه د دوزخ دروازه ده. يو شمير نور بيا د اوبو ډير ژوروالی ددي پيښو لامل بولي. يوه بله ډله په دي باور ده چي ددي سيمي د اوبو په منځ کې ډیر شديد طوفانونه رامنځته کيږي چې د دا ډول پيښو لامل کيږي. ځيني بيا د اوبو لاندي د زلزلوکيدل ددي پيښو دليل بولي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب