د برياليتوب تر ټولو غوره لار

ټول انسانان تريوه حده كولاي شي چې خپل ﮋوند جوړ كړي فقير يا مالداره خوښ يا نا خوښ ارزښتمند يا عبث خو دا په ياد لرﺉ چې هيڅ كله هم مايوس کېږﺉ مه,بلكې د ښه راتلونكي هيله كوﺉ.داهيڅ كله هم مه وايئ  چې ته خونابغه نه يې اويا ظروف مساعد نه دي,اوﭙدې وپوهېږﺉ چې دعلم لاسته راوړل يوازې دنوابغو كار نه دي,اويا بريا يوازې نوابغو ﭙورې تړل شوې.

اګر چې ډېر ځوانان نن ورځ وايي چې فلانی سړي بې لدې چي كومه علمي درجه يارتبه ولري هومره لويي مرتبې ته ورسيد,په دغو زړونو د يوه نافرمانه جادو پرده ده. اوداهغه افكار دي چي ددي په لرلوسره  به دكاميابۍ مخ هم ونه ګوري. او څوك چې ﭙدې فكر وي خپل ﮋوند دشك په تيارو كي تيروي.

مګرهغه څوك  چې دې افكاروته شاكړي په حقيقت كې بريالي شو. او وروسته لدې  چې  دخپل ﮋوندون په لومړي ﭙوړۍ كې ګام کېږدي ددې احساس كوي  چې  په حقيقت كي له ده سره يوه رڼا شته  چې  خپله لاره ﭙري وويني او راتلونكي ته يي وهڅوي. نوكله  چې  يوګام مخ ﭙر وړاندي لاړشي عزم يې هڅوي  چې  مخكې ځه بي له كومې ويرې او شك څخه.

ښه لاره ځوانانوته داده  چې  داسپ په څېر خپلو سترګو ته ﭙټۍ کېږدي او يوازې خپل هدف ته وګوري اودهمغه لورته روان وي……. ترڅو يولوي عالم, بريالي تجار اوياهم ماهر كارګر ترې جوړ شي.

مونګ داهم ملاحظه كوو  چې  يوازې يوهدف ته ولرې كه  چېرته دې  له  لاسه ووت نو دخستګۍ احساس كوي مګر څوك  چې  ډير اهداف ولري كه يو هدف ته ونه رسيد هيڅ اغيزه هم ﭙرې نكوي ځكه  چې  ﭙراخ اهداف لري.

your ads

بله دا چې  تنها دمال لاسته راوړل مهم ندي بلكي مهمه خبره داده  چې  كاميابي وي,ښه اخلاق ولري,ريښتني وي,په ضعيفانو مهربان وي.

خو په تاسف سره  چې  نن ورځ ډير كسان داسې فكر كوي  چې  برياليتوب په مال كې دی. زه وايم  چې  په هغه مال به ته څه وكړې  چې  دخير فكر درسره نه وي په عربي كي يومتل دي وايي  چې  دهغوسروزرو ارزښت به څه وي  چې  نفسي فقر ولري؟

دﮋوند د ښه والي دمهمترينو عواملو څخه دادي  چې  په خپل نفس باندي اعتماد ولري او دا فكر درسره وي  چې  نفس دي دكاميابي لاسته راوړونكي دي.

په حقيقت كې  دنفس ضعف زړه  وﮋني نو ﭙر نفس اعتماد وكړه او داحترام او عزت په سترګه ورته وګوره.

وروسته لدي  چې  ستا په مقابل كي لوي لوي هدفونه واقع دي نو دهغو دلاسته راوړلو په تكل كي اوسه, وروسته له اعتماد ﭙر نفس راتلونكي ته تبسم وكړه ځكه  چې  دا دعقل لپاره بهترينه دوا ده.

اعتماد ﭙرنفس باندې هغه تارونه دي  چې  ستا ﮋوند ګنډي او داستا لپاره ښه طريقه ده ځكه دا په حقيقت كي يو لوي بريابيتوب دي ددې په نسبت  چې  ډير مال ولرې. دهغه مال ارزښت به څه وي  چې  خوشي نه وي؟! اود برياليتوب ارزښت به څه وي  چې  اخلاق نه وي؟! او دهغه ﮋوند ارزښت به څه وي  چې  هميشه قهر او غصه وي؟!

ليكنه:احمد امين

ترجمه:زاهد جلالي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب